کيسه ده. واى په بازار کې يوه سړي غږ کړ چې؛
“که چا پنځوس زره روپۍ رانکړي، څه او څه يې وکړم. د قيامت په ورځ يې بيرته ورکوم او ضامن مى دغه امسأ ده”
بل سړى ورته وویل چې بالکل سم واياست، تاسو دومره خوږه ژبه کاروئ ، دومره لنډه وعده او دومره کره ضامن ورکوئ نو چې نه يې درکوي پړه به وي.
په افغانستان باندې د طالب چارواکو له تسلط څخه راپدېخوا د همدغې ډلې لخوا د دوحې په تړون کې د ثبت شويو او نورو ژمنو د ماتولو له امله دغه هېواد د چين او پاکستان په ګډون د نړيوالې ټولنې د هيڅ هېواد لخوا په رسمیت نه دى پيژندل شوى. له نوي سلنې زيات خلک يې د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي، د اقليمي بدلونونو له ننګوونکي ناورين څخه ورهاخوا له بشري فاجعې او د بشپړې نړيوالې انزوا له جدي ستونځو سره مخ او د همدغو ستونځو له امله په مطلق ډول د نړيوالې ټولنې ترمنځ له ځپونکې نا انډولي څخه رنځ وړي.
په داسې ترينګلي او ټکني صورت حال کې چې دغه هېواد د ستونځو په پيچلي او توپاني ګرداب کې نښتى دى، د چين او پاکستان لخوا د خپلو ژورو امنیتي ستونځو په برخه کې له افغانستان څخه د لوړ الوت په امرانه لهجه د دومره خطرناکې او ننګوونکي غوښتنې چې افغانستان ته په ممکنه توګه ترينګلې امنیتي ستونځې هم زيږولاى شي، له درک او توقع څخه يقيناً لوړې وې. د يادونې وړ ده چې طالبانو په دغه تړاو ځينې مهم ګامونه پورته کړي هم دي او لاهم دغه مبارزه دوام لري. افغانستان اوس مهال د دغو هېوادونو د غوښتنو د پوره کولو په برخه کې استخباراتي تخنیکي او لوجستیکي اسانتياوې او د همدغه ټکر له امله په ممکنه توګه د رامنځته کيدونکيو جدي ننګونو سره د مقابلې وړتیا هم نلري.
شک نشته چې ترهګر او ترهګري پولې او ارزښتونه نه پيژني. د بيګناه خلکو وژل په هيڅ ځاى کې تر هيڅ نوم لاندي په هيڅ ډول شرایطو کې د زغم او توجیه وړ نه دي. جګړه د ولسونو او هيوادونو لپاره د ناسور حيثيت لري. ترهګري د ولسونو په مخ د پرمختګونو او نيکمرغي لارې بندوي او د هيوادونو په وړاندې سياسي اقتصادي او ټولنېزې ننګونې راپورته کوي. البته دا هم اړينه ده چې د ترهګري د بهرنیو لاملونو له منځه وړلو له هڅو سره سره د دغې شومې پديدې کورنيو لاملونو ته د حل لارو موندلو هڅې هم د ترهګري په ختمولو کې مهم رول لري. د ځمکې پرمخ به داسې ملتونه خورا کم وي چې د ترهګري او جګړو له امله يې له افغانانو څخه زيات زيانونه ګاللي وي او لا يې هم ګالي.
په اسلام اباد کې د افغانستان چين او پاکستان د بهرنیو چارو د وزيرانو د ناستې له هر اړخیزې ارزونې وروسته داسې ښکاري چې چين له خپلو ټولو سياسي اقتصادي او تخنیکي امکاناتو او پوتانسيلونو سره سره له افغانستان سره د ترهګري په وړاندي د جګړې له کولو سره په هم مهاله توګه د تعامل او دوه اړخیزو مرستو په تړاو له هر ډول ژمنې څخه ډده وکړه. چين همدغه شان د افغانستان په مخکې د اوسنيو پرتو ستونځو د کمولو په تړاو له عملي مرستو څخه وړاندې د خپلو امنيتي اندېښنو د ختمولو او په افغانستان کې ددغو نا امنیو د باالفعل او بالقوه عواملو د له منځه وړلو په برخه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته د خپلو ټولو غوښتنو د منلو لپاره الټي ماټوم ورکړ. د غوښتنو په دغه کتار کې ديپلوماتيکه لهجه او د دوه اړخیز درنښت معيارونه او د ښه ګاونډيتوب شاخصونه په پام کې نه وو نيول شوي.
له طالبانو څخه د ختيځ ترکستان د اسلامي تحريک په وړاندې له سختو جګړه ایزو ګامونو پورته کولو له غوښتنې څخه ورهاخوا چين په افغانستان کې د خپلو اقتصادي پروژو د عملي کولو او پراخولو، د افغانستان د معدنونو په ځانګړي ډول د ليتيمو د را ايستلو په شان نورې زياتې مشروع ګټې لري. پاکستان په همدغه ډول له امنیتي اندېښنو ورهاخوا په افغانستان کې مشروع ګټې لري. دواړو هېوادونو باید د خپلو اوږدمهالو ګټو په موخه له افغانستان سره د يوه ازاد او خپلواک ګاونډي هېواد په توګه او د عيني واقعيتونو ته له کتو سره سم چلن کړى واى، خو متاسفانه د اسلام اباد په ناسته
غوښتنې يو اړخيزې، له افغانستان څخه ژمنې د بالفعل اقداماتو خو د دواړو هېوادونو لخوا د ورته تعامل په چوکاټ کې نه وې.
د يادې درې اړخيزې ناستې دنوښت، ترتیب ترکيب او اجندا په برخه کې تر ټولو غوښتنه برخه د پاکستان وه چې په خورا لږو هڅو يې د دغې مهمې ناستې نوښت وکړ، د افغانستان د بهرنیو چارو په وزیر باندې يې اسلام اباد ته د تلو لپاره د ملګرو ملتونو د اجازې ترلاسه کول احسان وباله، له افغانستان څخه د غوښتنو اهمیت يې زموږ د بهرنیو چارو د افغان وزير ملا اميرخان متقي مثبت غبرګون ستره لاسته راوړنه وګرزوله. د چين ملتيا او له پاکستان سره ددغه هيواد په همغږي باندي يې د غونډې اهمیت لوړ کړ او خپلو غوښتنو ته يې د چين دملاتړ له امله پياوړتيا ور په برخه کړه.
عجیبه خو لا داده چې پاکستان په تيرو دوو لسیزو کې له ايتلافي ځواکونو څخه د ملاتړ په نوم د لويديځ لخوا په سترو اقتصادي مرستو ونازول شو او په عين حال کې يې د افغانستان لخوا د دغه هېواد په خلاف د پاکستاني خاورې د کارولو د مخنیوى د متکررو غوښتنو په تړاو نه يوازې دا چې د سولې لپاره هڅې ونکړې، بلکې په مسلسل ډول يې له مخالفې وسلوالې ډلې سره د بريا تر منزله تر رسيدو پورې په مختلفو برخو کې مرسته وکړه. سره له دې چې موږ ترهګري د هغې رنګ ځاى او لاملونو ته له کتو پرته منفوره او مردوده ګڼو په ځانګړي ډول هر هغه جګړه چې د بيګناه خلکو وژل پکې
احتمال هم ولري په هر ځاى، هر نوم او تر هر عنوان لاندي د منلو وړ نه ګڼو، خو دا چې پاکستاني چارواکو د تېرو دوو لسیزو په مهال د افغانستان لخوا په ورته غوښتنو باندې په مسلسل ډول سترګې پټولې، نو اوس به د پاکستان لخوا د اوسنيو غوښتنو د توجیه کولو منطق هم پياوړى نه وي.
البته موږ د دواړو هېوادونو د غوښتنو په لب او لهجه باندي له نيوکو سره سره د ترهګرو په وړاندې په مبارزه او د هر ډول ترهګريزو بريدونو لپاره د افغانستان د خاورې کارولو سخت مخالف يو. هيله مو داده چې د خپلو امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره نور ګاونډیان هم باید خپلو پخوانیو او اوسنيو تعاملاتو ته په کتو له افغانستان څخه د غوښتنو په لهجه کې د ديپلوماتيکو اصولو او د ښه ګاونډيتوب پرنسيپونو خيال وساتي.
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.