(۱۹۹۵ ـ ۲۰۰۱) کــلونـــه
نـوی ډیـلی
(۷ )
د ښایسته بنګلې د وره پرسر دیوې وړې کرښې په لیکه څراغونو مړاوي مړاوي سترګکونه وهل، تیاره وه، دانګړ دننه ګل ونې اوګلولې یوې اوبلې خواته غوړیدلې څانګې ولاړې وې، په نرۍ ویاله کې رڼو اوبوهم ځان لکه زرڼه داسې ښود، وړاندې اووروسته هم څه رڼاوې زما سترګوته راغبرګې نه شوې، هیڅوک هم نه وو، هیچا هم دلویې اوښکلې بنګلې په دروازه کې لکه میلمه غوندې زما هرکلې ونه کړ، یوازې لکشمي ددغې ښکلۍ اودنګې بنګلې پریوه اوبله خواتاو راتاوکړم، دبنګلی شا ته یې یوقبرراوښود،چې هغه یې دنیکه و که دغورنیکه، تردغه مهاله چې څو موږ ورتلو یوه وړه شمه چې نوره نودمړه کیدو په پوله دریدلې وه، یوې تتې رڼا بدرګه کوله اولاهم نرې نرۍ لګیده، په څنګ کې یې زړه تاخچه چې یوپاڼې پاڼې کتاب پکې ایښی وتراوسه جوړه وه، لکه چې دتاخچې په دیواله کې سا نه وه پاتې، همداسې کتاب هم په ښکلي پوښ کې واسکټ واسکټ شوې و، نه پوهیږم چې دڅومره کلونوبرساتونو، بادونو، نمونواوګرمیو به وهلی وخوکله چې مایې له مودووروسته پاڼې سره واړولې راو ړاولې، دهغې وروستۍ شمې رڼا ته یې توری داسې روښانه راته ځلیدل چې ما فکروکړ راته خاندي… ومې کوت، بیرته مې په درناوي سره لومړی ښکل کړ اوبیامې پرخپل ځای کیښود چې لکشمی راته وویل:
ـ ودې کوت، ودې لوست، پرې پوهیږې…
ورته ومې ویل:
ـ هو، لږ لږ…
خودې په داسې څیره لکه چې رښتیا نه وایی راته وویل:
ـ زه چې په ښه اوبد پوه شوې یم، دا پاڼې پاڼې کتاب دلته ګورم…
ـ هو، ډیرزوړ دی، خو لیکنې یې اوس هم سړي ته خاندي…
ـ څنګه؟
ـ که دکتاب پښتۍ زړه شوې، خودهغه تورې لاهم چې څنګه له اوله روښانه وو اوس هم روښانه دي…
دزاړه قبر پرسریوه څانګه وره زړه ونه په خپلې ړنګې بنګې تنې، په خپلې سورۍ سورۍ څیره لاولاړه وه، ډیرې څانګې یې اوس هم لاوچې شوې ورپرې زنګیدې، پاڼې خو دومره پکې لږ وې چې هغې خواته یې دآسمان په هسکو کې ستورو له موږه خپله پرده نه شوای کولای، خوولاړه وه اوپرقبرباندې یې تودو اوترخو بارانونو ته یې اوس هم خپله شکیدلې اوسورۍ سورۍ تنه لکه دمجنون ولې په شان نیولې وه. په همدغه لیدنه کتنه کې وو، چې دبنګلې له خوا یوسپین ږیرې زموږ پرخوا دروند دروند کیده، اوږده پټانی کالي اوواسکټ یې پرځان کې وو، چې رانژدې شو لکشمی په څو لنډو جملو کې داسې راوپیژاند:
(( دا حکیم خان لالا دی، دې زما له انا سره اوسیږی، دده پلرونه اونیکونه هم زما دانې له میندو اوپلرونو سره اوسیدلي دي، ددې بنګلې هرڅه په ده پورې اړه لري…
چې ښه رانژدې شو، ما لاس ور اوږد کړ، خوده راته وویل چې په لاس کارنه کیږی، سره غاړه غړۍ به شو… بیا یې په خوند غیږه راته خلاصه کړه اوکلک یې په خپله غیږکې ونیولم. لکشمې راته ونه ویل چې دی هم هندوستانی پښتون دی، خو کله یې چې زه په غیږکې ونیوم، نوبیایی ترغوږ په یوه ماته ګوده جمله کې راتیره کړه چې: زې بهی پټان یوم…
چې دحکیم خان لالا روغبړ پای ته ورسید نو لکشمی ته یې مخ ورواړاوه:
ـ ځو چې میم صاحبه تاسې ته انتظارکوي…
موږ درې واړه د زړې خو خورا درنې ونې اوزاړه قبرله خوا دبنګلی په لور ور روان شو، ددروازې پرسریی څراغونو دیوې وړې لیکې پرکرښه باندې مړاوي مړاوي سترګکونه وهل، تیاره وه، چې موږ پربنګله ورننوتو، حکیم لالا مو مخکې واوموږ ورپسې وو. بنګله لکه څنګه چې له باندې آرامه بریښیده دننه دومره آرامه نه وه، کله چې موږ تر دروازه وردننه شو، څرګنده شوه، چې دهلیز ته له ښۍ، کیڼې اوبرې خوا یوشور اودډیرو غږونو انګازې اوشورماشورراته، تردغې شیپې زه په دې فکرکې وم چې دومره لویه بنګله اودومره لویه خاموشی؟ خو اوس پوه شوم چې زما سوچ برعکس وخوت، بنګله چې څومره له باندې څخه آرامه ښکاریده دننه دومره آرامه نه وه….
موږ په لومړي پوړ کې وړاندې ښی خواته ولاړو، هلته بیا ښې خواته کاږه شو، یوڅو وړې وړې زینې پورته ختلې وې چې موږ په هغو کې پورته وختو، هلته دیوه لوی دالان په دروازه کې یوې ښایسته ډلې نجونو اوهلکانو زموږ هرکلی وکړاودروازه یې د میم صاحب ددربارپه لور راته پرانیسته…دالان ډیرلوی و، میم صاحبه هلته د دالان په هغه سرکې له څونورو خپلوانومیرمنو سره په خبرو لګیاوه… لکشمی ترما دمخه وه، کله چې هلته ور ورسیده دخپلې انې لاسونه یې ښکل کړل، خو پښتوته یې لکه دهندکیونجونو په شان ورټیټه نه شوه، په یوه اوبله خوا یې ښکل کړه، کله یې چې زما په باره لنډې خبرې په انګریزي کې ورته وکړې، بیایې ماته لاس راکړ، اوزما غبرګ لاسونه یې په خپلودواړو لاسو کې ونیول، کله چې ما دهغې لاس مچولو ته ځان ته جوړکړ، نه پوهیږم چې دې ته څه په زړه کې ورتیرشول، دواړه لاسونه یې زما ترببروڅڼو راتاوکړل اوکلک کلک یې زه هم په یوه اوبله خوا لکه چې موربه مې ښکلولم، ښکل کړم اودڅوشیبوله پاره یې زما سرکلک په خپله غیږکې و نیو. کله یې چې مخ زما له سره په یوه خوا کړ، اوماپورته ورته وکتل، له سترګویې نرۍ نرۍ اوښکې زماپرمخ راتوېې شوې، زه ورته ځیرشوم، شاوخواته مې وکتل چې زموږ شاوخوا خپلوان یې هم ټول آرام ولاړدي اوزموږ ننداره کوي… ما لکشمي ته هم وکتل خو هغې هم ځان آرام نیولی و. زړې ګلبانو زما پرسرلاس کیښود، اوپه خپل څنګ کې یې پرڅوکۍ باندې دکیناستو هیله راڅخه وکړه، زه لاناست نه وم چې خپلې زړې خورته یې هغه چې تردې هم مشره وه مخ ورواړاوه او ورته ویې ویل:
ـ بابا دې په یاد دې چې ویل به یې: په پټانانو او افغانانوکې تراوسه هم مشر مشر دی اوکشرکشر… کله چې زمانه اخره شي، له موږ به هرڅه هیرشوي وي، ډیرارزښتونه به مو له لاسه ورکړي وې، خو دوې به لاهم خپل هغه ساتلی وي اوموږ به زارۍ ورته کوو چې دخدای له پاره موږ هم ستاسې وروڼه یو، ستاسې قام یو، موږ له دغې ناآشنایی، له دغې بې ایمانې اودغې بې پټانۍ دروژغورﺉ….
مشرې خوریې په داسې حال کې چې ددې خبره یې واوریدې دا هم ورته وویل:
ـ داسې مې په یاد دي لکه دا پرون، دهغه داخبره هم زما په یاد ده چې ویل به یې: دوې چې څومره له کلکوکاڼو او اوچتوغرونوسره عادت شوي، همدومره مهربانه اوله عاطفی ډک زړي خلک هم دي…
دلکشمی انا سره له دې چې ښی لاس یې زما پراوږه ایښی و، زما په لور په ځیرځیروکتل اوراته ویې ویل:
ـ زه ډیره نیکمرغه چې تا ګورم، ستا په لیدو مې هره شیپه دپخوانو هغه زاړه یادونه چې له خپلوپخوانومې اوریدلي یویو په ذهن کې راچورلي، همدا اوس زه فکرکوم چې زه دخپل ماشومتوب دوران ته ورستنه شوې یم.
ما چې ددې دزړه له کومي مینه ولیده، خپله لنډه مننه مې ورته څرګنده کړه:
ـ زه خپله هم اوس نه پوهیږم چې څه حالت رامل شوی دی، له تا اوستا له کورنې څخه ډیره مننه چې ماته مو دلته بلنه راکړه، زه همداسې فکرکوم، چې په خپل غم لړلي خوډیرراته ګران هیواد خواږه افغانستان کې له خپلې کورنې سره، که څه هم موږ دا شل کاله داسې نه یو سره یوځای شوي ناست یم…
هغې پوښتنه راڅخه وکړه:
ـ ما ته لکشمی ویلی چې دلته یوازې یی؟
ـ (په موسکا) یوازې یم خو ځان په دغه ملک کې یوازې نه راته ښکاري، داچې ولې په دې تراوسه هم پوهیدل راته ګران دي، خو کله کله له ځان سره فکرکوم چې پاک الله زما دجوړولو خټه له همدغه هیواده ما ته خوښه کړې وي… ځکه داسې راته ښکاري لکه زموږ ښکلی افغانستان….
په خپلو نرمو منګولویې په اوږه وټپولم اوراته په خنداشوه:
ـ ته رښتیا وایی، هندیان هم وایی چې آدم علیه سلام دلومړي ځل له پاره خدای پاک په هندکې پیداکړی… همداده چې موږ هم وایو چې دهرچا خاوره له کوم ځایه اخیستل شوې وي، هغه هلته خوشاله وي اوله هغه ځای سره داسې چې پرځان هم سم نه پوهیږي رټه مینه لري، هغه خاوره یې ورکاږي اوپه پای کې یې همالته…
ما بیا ورته وویل:
– تاسې دخوشال بابا خبره وکړه، تاسې خوشال بابا پیژنۍ؟
ـ خوشال چې کوم پښتون نه پیژنې، پوه شه چې هغه خدای نه پیژنی… دهغه خبره ماته معلومه ده چې وایی: هرسړی پیدا دی خو خپل کارلره کنه….
زه ددې دغې خبرې په رښتیاهم هیښ کړم… حیران شوم چې داخو ترما هم خوشال ښه پیژني، ځکه مې په شرمیدلی توګه پوښتنه ترې وکړه:
ـ تاسې دخوشال شعرونه لوستي؟
ـ هو، هغه مهال چې زه لاپه اروپا کې زده کوونکې وم، ما دهغه انګریزی ژباړه لوستې وه… هغه ژباړه مې بیاله ځان هم راوړه اوس هم زما په کتابتون کې شته… اوس یې هم کله کله وایم…
ګلبانو دهندوستان دپښتنونوابانو دیوې درنې کورنې هغه وروستی څراغ وه، چې ددې دخپلې کورنۍ، دخپلې نوابۍ د زوال وروستۍ شپې ورځې لکه دخوب دلیدو په شان په یاد وې، دهغې اوس هم په یادوو چې دا وړه وه، او ددوې په دربارکې به لوی لوی میلمانه هغه سرداران اودنامه خاوندان وو چې هغوی به له کابله راتلل اویا هم له کابله راغلي وو اودلته په هندوستان کې اوسیدل. دې ته په یادوه چې کله به ددوې دربارته سردارایوب خان په کال کې یوځل دوه راته، ددوې دنوابۍ ټول درباربه سره ښوریده اوپه ټول دربارکې به یې هرچا له یوه اوبل سره داخبره کوله چې دکابل هغه سردار راځي چې په میوند کې یې په زرګونه انګریزان داسې نیمه خواکړل چې دماتې کیسې یې تراوسه هم انګریزي بابا ګان خپلو لمسیانو ته کوي… خو دریغه چې اوس هغه پښتنه شهزادګۍ دژوند دزوال پرخواوه، اوس هغې کومه رسمي دنده نه درلوده، دوې درې دورې یې دپارلمان دغړې په توګه کارکړې و. اوس به هم چې سړي ورته کتل له څیرې عادي څوک نه ښکاریده، دنګې ونې، عټو غټو سترګو، او اوچت قد یې اوس هم په رښتیا دحمیدبابا هغه بیت چې: ( پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي… ) په یونظرسړي ته وریاداوه.
زړې شهزادګۍ زما نوم له لکشمي څخه اوریدلی و، ما هم له هغې څخه اوریدلي وو چې دهغې هم ددولت خان نوم ډیرخوښیږي… ځکه چې هغه دهند په تاریخ کې خورا لوی افغان تیرشوی و. په دغه شپه هم دې ددولت خان په اړه دهندوستان دتاریخ په حواله خورا ډیرخبرې وکړې، که څه هم زما نوم دولت خان و، خو دهغه دولت خان له امله چې هغه دپښتنو پرتم خاورې ایرې کړ، زما له خپل نامه څخه هم بدراتلل، ځکه نو ددې دمینې په اړه له ماسره یولړپوښتنې وې، چې ولې ددې په دومره پښتنوکې دهغه له نامه سره دومره زیاته مینه ده، کله چې مې په هغه شپه ورته وویل:
ـ دولت خان لوی سړې و، خو لویه ناسیالي اودهغې تور داغ یې پرمخ باندې پاتې دی، ځکه هغه خپل مټ په خپله توره پرې کړ…
دا راته موسکۍ شوه اوراته ویې ویل:
ـ که دا تورداغ یې پرمخ نه وای بیا خو سلطان بهلول لودي و…
ـ ستا یې ولې نوم خوښیږي، پرتاولې هغه دومره ګران دی…
ـ ته رښتیا وایې دهغه نوم دسلطان ابراهیم لودي دزمانې په خورا مهموکسانو کې راځي، دهغه نوم مخکې تردې چې ناسیاله شي ډیرمهم و، په دې چې مخکې یوبریمن سردارو، او وروسته دقام لوی شرم…
ـ نوبیاموولې له هغه اودهغه له نامه سره دومره مینه ده چې وایې پرما دهغه نوم خوږ لګیږي…
زړې شهزادګې خپل زوړ غږپه کړیس کړیس پورته کړ، لاس یې زما پرسرکیښود اوترخوله یې راووتل:
ـ زما دمینې اوزماد تورې اتل دولت خان، دویم دولت خان دې، هغه چې خان جهان لودي غوندې پیاوړې اونرپښتون بچې ترې پاتې شو… ددغه ویاړلی دولت خان داتلوالۍ اوپښتنولۍ له مخې هغه ناسیاله هم اوس بدنه راباندې لګیږي… ته پوهیږې چې خان جهان به چې په مغلي دربارکې ناست و، له پاچا رانیولی ترپیره داره چا داتوان نه درلود، چې دده دزړه او ارادې خلاف خبره وکړي… وایی چې یووخت دمغل پاچا لوی دربارجوړو،ټول امرایان له هرې خوا په کې راټول شوي وو، کوم چا له هوښیارۍ اوکه له بې عقلۍ وویل چې دهندوستان وارث څوک دي؟ درباریانو هریوه په خپل وار سره دغوړمالیوپه ژبه دپاچا اودهغه دخاندان سندرې وویلې چې بس عالم پناه اودهغه کورنۍ دهندوستان وارثان دي، کله چې دده وار راغی، دپاچا او درباریانو په مخ کې په ډاګه داخبره وکړه:
ـ مغل څوک او څه… دي، ترهغه پورې چې دهندوستان پرلتو باندې دپښتون دتورې شرنګ لګیږي، هیڅوک داحق نه لري چې ووایی پرته له دوې نورڅوک دهند واکمنان اووارثان دي…
پاچا اودرباریان ټول چوپه خوله شول اوهیچا هم نورڅه ونه ویل…
دالاماته غږید ه، لایې هم تاریخ راته وایه چې لکشمي زموږ خواته راغله او د ډوډې دتیاري خبره یې زړې شهزادګۍ ته وکړه، هغې خپلې خبرې پرې کړې اوما ته یې اشاره وکړه:
ـ ځۍ ډوډې تیاره ده،او دا اوږدې کیسې دیوې ورځې کیسې نه دي….
زموږدغه لوی دالان ته مخامخ د ډوډۍ خوړلوکوټه وه، دومره لویه چې له یوه سره یې بل ته غږ نه رسیده، داسې ښکلي څراغونه پکې لګیدل چې دښکلاساری ما تراوسه نه و لیدلې، دیوالونه اوشاوخوایې په رنګارنګ هنداره پسولل شوي و و، کله چې موږ ورننوتو، لومړې ېې دهغه لوی خوړنځي لویدیزې څنډې ته لارښوونه کړو، زړه شهزادګۍ هم له ماسره وه، چې دې یې په باره کې راته وویل: دغه برخه په شش محل باندې مشهوره ده، داد هندوستان په ټولو لویو نوابیوکې نامتو اوبې ساری شش محل و، انګریز ویسرای هغه مهال چې لا زما ارواښاد پلار ددغې سیمې نواب و، ددغه ځای دلیدو هیله وکړه اوله شملې څخه ددغه لوی شهکاردلیدو له پاره دلته راغی اوڅوورځې دلته زموږ میلمه و…
زه اودا بیرته دډوډۍ سرته راوګرزیدو، دا زموږ په مخکې وه، هلته ډیروخلکو زموږ هرکلی وکړ، مانا داچې زه دلته نن یوازنی میلمه نه وم، بلکی یوازنی نوې څوک وم. هلته مخامخ یې دهرکلي له پاره مشره نګور او وړه لور ولاړې وې، هغه یې یوه یوه راوپیژندلې، اوراته ویې ویل چې:
ـ دازموږ ددربار دود دې چې کله زموږ درانه میلمانه راځي، هلته به زموږ دکورسرشته دارې میرمنې په تیره بیا لورانې اونږیندې اودهغو خاوندان دهرکلي کوونکوته د هرکلي له پاره دډوډې په سر دریږي… ما په دغه لاس سردار ایوب خان اودهغه ورور امیرمحمدیعقوخان ته ډوډۍ اچولې اودهغو هرکلی مې په همدغه لوی دالان کې کړې دي… دغه دود موږ تراوسه پالو اوتراوسه مو هم له یاده نه دې ایستلی… ان چې ځینې خاص دودیز څه هم لرو چې تراوسه پورې موږ نه غواړو هغه بل چا ته ور وښیو اویایی ورته ووایو…
به هغه شپه څه ګلبانو بي بی اوڅه هم لکشمي ماته خپل ټول خپلوان راوښودل اوراویی پیژندل، لکشمي خپل پلار مدن لال ټاکر هم راوپیژاند، موریې عظمی خان مدن هم راوپیژندله، هغه دګلبانو دویمه لوروه، چې پلارېی مدن لال ټاکر ته چې دهندوانو له یوې خورا درنې کورنې څخه و، اوپه دکن کې یې پلرونه اونیکونه لوی راجاګان تیرشوي وو ورکړې وه… اوما ته اوس هغه خبره چې ما ولې لکشمي نه پیژندله دلومړی ځل له پاره روښانه شوه… زه اوس پوه شوم چې لکشمي څوک ده اوولې یې له ماسره ناسته پاسته دنوروخلکو په شان نه وه، په هغه شیبه کې یې چې خپله مورراپیژندله یوڅه شرمیدونکې شان شوې وه خو ما زردټوکې په توګه دهغې مورته وویل:
ـ ماته خو اوس معلومه شوه چې ته دنواب صاحب لوریې، اومسلمانه یې، نه پوهیږم چې ستاسې لورڅوک ده؟
دې راته وخندل، سره له دې چې یوڅه حیا هم ورته دریدلې وه ځواب راکړ:
ـ هغه هم زما لور ده…
پلاریې هم زموږ څنګ ته ولاړ و له هغه مې چې کله پوښتنه وکړه، هغه هم یوڅه ټکنی غوندې شو، ځکه هغه هم زرځواب راکړ:
ـ هغه زما لورده…
ما لکشمي ته وکتل،هغې په داسې حال کې له خندا شنه وه پرته له دې چې زه پوښتنه ترې وکړم ځواب راکړ:
دوی دواړه رښتیا وایی…
زه ددواړو، د دواړو داسې لوریم چې دباور لاره مې یوه ده …
(۸)
زما اولکشمي اړیکي لکه څنګه چې وو هم هغسې وو. یوځای مو درس وایه اوپه یوه ښارکې سره ټیټ وپاس کیدو. یوځای به کله کله دهند بیلابیلوښارونو ته هم په سفرتلو، اګره، راجستان، اجمیر دیره دون،کلکته اوبمبی داټول موږ په ګډه سره ولیدل. زما او ددې ترمنځ تراوسه هم داخبره چې زه له دې سره مینه لرم اویادا له ماسره نه دې ته څرګنده وه اونه هم نورو ته، پرما خو ځکه ګرانه وه چې زه یې کله هم په یوازیتوب نه سپارلم، لکه سیورې داسې به راسره وه، ډیروخو فکرکاوه چې موږ له یوه اوبله بیلیدونکي نه یو، په داسې حال کې چې زموږ دواړو ترمنځ دنژدیوالي داسې څرګنده نښه هم تراوسه نه وه، خو له دې سره سره هم موږ په خپل کالج کې دټولوپه خولوکې غبرګ نومونه وو:
لکشمي اودولت خان، دولت اولکشمي…
یوځل خو یې یوه خپلوان زمااوددې دواړو نومونه دواده په یوه کارت کې ګډ هم لیکلي وو. مانا داچې ډیروداسې فکرهم کاوه چې ګواکي موږ سره واده شوي اویاکوژدن شوي یو اوکه نه نو دیوه کوراوکورنۍ غړي خوخامخا یو. خوآره خبره داوه چې زموږ دمینې اوراشه درشې رمز دمینې اومنتوب په تارنه و سره تړلې، ماته هغه ښکلې ښکاریده خوداسې نه چې زه باید هغه دهغه ماشوم غوندې چې دګل په قدرنه پوهیږي په خپل لاس کې واخلم او پاڼې پاڼې یې کړم، ما ته هغه لکه زیړ ام په خپله ونه ښکلې ښکاریده، څومره چې ما دهغې له لرې لرې تماشې څخه خوند اخیست، هغه تصورمې له نژدې نه کاوه، هغه مې خوښیده خو داسې نه چې دهغې په سترګو کې د خپل کاته دشهواني لیونتوب په اوږدوکې ورک کړم، هغه ماته تردغو هم اوچته ښکاریده، کاته یې اوس ماته،زما روح اوزما ژوند اوزماتاریخ ته دیوې درنې کیسې په شان رادغاړې شوي وو. زموږ په کالج کې نورې نجونې هم وې، پوجا دراجستان دیوه راجپوت سردار لور، چې زموږ په ټول کالج کې یې دښکلا سارې نه و، هم له موږ سره په یوه ټولګي کې وه، هغې به تل ویل چې دهغې له پاره زموږ ناسته پاسته یوه ناسپړلې غوټه ده، هغې له موږ سره ناسته ولاړه درلوده، خو زموږ په باب یې دپوهیدوله پاره چې څومره هڅه وکړه بریالۍ نه شوه، یوځل خویی دلکشمي دوړاندې زه په یوه اوبله خوا کلک کلک ښکل کړم چې بیایې هغې ته وویل:
ـ حال دمعلوم کړه کنه، یوه ورځ به یې همداسې ژوندې درڅخه ورک کړم…
هغې یوازې ورته وخندل اوورته ویې ویل:
ـ ته دومره ښایسته اودی دومره بدرنګه کله سره جوړیږﺉ…
ـ داخبرې پریږده ماته دزړه حال ووایئ…
هغې ورته وویل:
ـ زه خو په زړه کې څه نه لرم چې تاته یې ووایم…
بیایې ما ته مخ راواړاوه اوراته موسکۍ شوه:
ـ ستا په زړه کې که هم څه وي قبول مې دي راته ویې وایه…
ما هم مړه مړه ورته وکتل اوهم هغه شان ماهم ځواب ورکړ چې:
ـ زما په زړه کې هم څه نشته…
لکشمي یې په غاړه کې لاس ور واچاوه اوپه موسکانه څیره یې پوښتنه ترې وکړه:
ـ ستا په زړه کې دولت خان ته څه تیریږي؟
هغې لنډ اوګنډ ځواب ورکړ:
ـ ولې نه، زه تیاره یم، چې ستا په اجازه واده ورسره وکړم، خو دده رضا حتمی ده…
ما ته خندا راغله، زرمې خبره خپل پښتنې دود ته راواړله او ورته ومې ویل:
ـ زه خوار مساپرپټان اوته دومره لویه شتمنه راجپوته…
خوځان یې سره تاوکړ، شونډې یې سره کش کړې او په حیرانۍ یې لنډه ترخوله راوایسته:
ـ مانا؟
ـ مانا داچې زه دومره غریب یم چې له ډیرې غریبې مې خپل هیواد پریښې اودلته دهغې غریبې دلرې کولوپه خاطر درس وایم…
ـ غریبي مانا نه لري، زما سره واده وکړه، زما پلاردومره څه لري چې هغه زما اوستا دزامنو خولا څه کوې چې دلمسیانو له پاره هم بس دي…
ما ته خندا راغله، دازما خندا ته جدي غوندې شوه:
ـ ولې دې وخندل؟ په رښتیا پورې سړې نه خاندي…
ما هم په رډه ځواب ورکړ:
ـ خبره دې اوس خرابه کړه…
ـ څنګه؟
ـ په دې چې ته زموږ په دود نه پوهیږې…
ـ نه، پوه نه شوم لږ مې پوه کړه…
ـ موږ خپلې میرمنې ته خپل شته سپارو، له هغې څخه یې نه غواړو…
ـ خیرته داسې فکروکړه چې ته اوس په هندوستان کې یې نه په افغانستان کې…
ـ نه زه داسې فکرنه شم کولای، په دې چې پرما کوم نوم (دولت خان ) زما مورپه افغانستان کې ایښې هغه په هندکې هم دولت خان دی…
لکشمی اوپوجا دواړې زما دغه جدیت ته له خندا شنې وې، په همدغه حالت کې یې بیاخپله خبره راغبرګه کړه:
ـ ته دې له میرمنې څخه مرسته نه غواړې؟
ـ مرسته بیله ده اوداشان آسانه شته اوشتمنی بیله، زموږ خلک یوه خبره کوي، یومتل وایی چې: ( دخره څټه… دښځې ګټه… )
هغه زما په دغه خبره سره له دې چې زما نه وه اونه ما منله، یوڅه نیولې غوندې شوه. خولکشمي زر داورپسې وتړله:
ـ کاشکي دازموږخلک داسې وای اوداډول تمیزیې درلودای، زموږ نجونې خو ترواده دمخه همدغه غم زړوي…
پوجا لکه څنګه چې ښکلې وه، هماغسې یوه اصیله هندکۍ هم وه، برابره ونه، تور وزمه خواږه اننګي، په تورو کې څه زیړرنګې سترګې، خپلو راجپوتي دودونو اوآرونو ته یې وفاداره اوپرهغوباندې ویاړمنه روحیه، داټول هغه څه وو، چې ددې په کړو وړو کې یې زما له پاره، دډیرونورو په انډول توپیردرلود، دې ته زما ددرناوي یولامل هم دغه اصل و، ښایی همداسې شان خانګړنې به وې چې دې زموږ سره ناسته پاسته کوله، ټوکې به موسره کولې، دتاریخ په باره کې به سره غږیدو اوهغه تیرې ورځې به یې رایادولې چې پښتنو په هندوستان کې څه کړي، له دوې سره څه شوي دي… په دغه باره کې موتل خبرې سره کولې، یوه ورځ خو مو خبره دې ته هم سره ورسیده چې دې خپله درنه ویله اوما خپله، خبرې موسره کولې، دخبرو په منځ کې یې راته وویل ته اوس له ما ددغه عصرله هندوستانۍ سره داسې خبرې کوې لکه چې پانی پت دې همدا پرون فتح کړی اوپه ډیلي کې ناست یې…
ماورته وویل چې زه اوس هغسې څوک نه یم، خو یوه خبره ده اوهغه داچې ملتونه داحق لري چې په خپلو تیروباندې وویاړي، ځکه چې دغه تیرپه خپله دوې ته د دوې دروحی تسل یوه ښکلې نښه ده، زه اوس هغه څه چې ته زما په باره کې فکرکوې نه یم، خو دومره حق راکړه چې درته ووایم:
په پخوانو سترګومې ګوره اوس مې جامې دملنګۍ اغوستې دینه
لکشمي پوه شوه، چې زه لنډې هروخت نه وایم، په دې چې هغه خپل اهمیت لري… اوپه خپل ځای کې باید وویله شي…ځکه یې غږ راباندې وکړ چې یوځل یې بیا ووایه:
ما هغه یوځل بیاورته وویله، اودوې دواړو په خورا غورسره واوریده… دواړو ته یې خوند ورکړ، سره له دې چې زموږ بحث ډیرجدی و، خوکله یې چې زما لنډۍ واوریده، راته موسکۍ شوه، اوهیله یې وکړه چې دویم بیت یې یوځل بیا ورته ووایم:….
اوس مې جامې دملنګۍ اغوستې دینه…
څوشیبې په فکرکې راته ډوبه وه، راته کتل یې، څوچې ښه رانژدې شوه، خپل غبرګ لاسونه یې راڅخه تاو کړل، اوددې ټولو خبرو بښنه یې رانه وغوښته… خوما ورته وویل چې ته څه وایې، دلته دبښنې هیڅ اړتیا نه شته، موږ دهغو شپوورځو نسل نه یو، موږ خپلې خبرې لرو اوخپل قضاوت، موږ داحق لرو چې که یوڅه موپرتاوان هم وي، باید ویې وایو، په دې چې نورنوانسانی ژوند داسې یوه پړاو ته رسیدلې چې یوازې په رښتیاوو باندې یې سړی ویاړلی شي اوبس…
هغه اوس له قهره لویدلې وه، هغې نوره دتاریخ خبره هم نه کوله، یوازې یې هڅه کوله چې ګواکي ما له خپل جدیته راکوز کړي، نوځکه یې خبره بلې خوا ته کړه مخ یې لکشمي ته ور واړاوه اودګوډې کړې سترګې په چل یې ورته وویل:
ـ زما خو دولت خان یوازې په همدغو لویولویواورښتینو خبرو خوښیږي، که ته واده نه ورسره کوې، نوبیایې ماته راپریږده.
خولکشمي بیا په خندانه خوله ورته وویل:
ـ په دغه کې تا څه لیدلي، زه خوپه دې باورلرم چې دې داسې دی لکه چې زموږ دزمانې سړی نه وي، په دې چې یوشمیر لویې لویې خبرې چې دی کوي هغه زموږ دزمانې خبرې نه دي… اونه هغه زموږ د زما نې بوی لري…
ـ هو، زماهم مطلب دادې چې که دې صیقل نه شي، زمانه به یې له ځان سره همداسې شډل مډل خچې پچې کړي…
زه ددې پرځای چې آرامه شم، نورهم په دغه خبره نارامه کیدم، زه په خپل ځان پوهیدم چې داخبرې لکه چې رښتیاهم پرما ښې نه لګیږي… خودې ته مې هم پام و چې که لږغنم لانده دي نویوڅه خو ژرنده هم پڅه ده… پوجا دخپلو خبرو په لړکې یوځل پریوې بلې پوښتنې ورمخه کړه اوماته یې مخ راواړاوه:
ـ تا ته معلومه ده چې دتاریخ په اوږدو کې څومره پښتاته په هندکې وو اوڅومره نورهند ته راغلل؟
ما پرته له دې چې فکروکړم ځواب ورکړ:
ـ ډیرزیات…
ـ هغوی څه شول؟
زه سره له دې چې پوهیدم هغوی څنګه اوڅه شول خودې ته مې ځان ناګاره واچاوه اوورته ومې ویل:
ـ نه پوهیږم…
لږراته جدي غوندې شوه، لکشمي ته یې وکتل، لکشمي ماته وکتل، بیایې دې ته وکتل، څویې خپله خبره وکړه:
ـ داڅوک ده، داپیژنې؟
ـ هو، ولې نه، لکشمي…
په دغه شیبه کې یې یوڅه ځان ناګاره واچاوه، خبره یې نیولې پا ته شوه چې لکشمي په نرمه خوله ځان راوړاندې کړ اوویې ویل:
ـ هو، دې اوس ما ښه پیږني…
خو پوجا بیاهم په ځیرځیرراته کتل،داسې چې تا به وې، په خپلوسترګوکې مې خوري، روانه وه، دتلوتلو په همدغه حالت کې یې خپله وروستۍ موسکا او سره یوه کړه اوراته ویې ویل:
ـ ګوره له لکشمي تیرشه… زه ان اوس ستاسره واده ته تیاره یم… ګوره بیابه ارمان کوې او بیابه اوبه ترورخ تیرې وي…
ددې دغې خبرې په رښتیاهم زه پرځان پورې حیران کړم، زرمې لکشمي ته وکتل، هغه راته په خنداشوه، مازر دپوجا ځواب ته ځان جوړکړاو ورته ومې ویل:
ـ زه خو له لکشمي سره هم د واده په خاطر ناسته پاسته نه کوم…
خودې زما ددې خبرې ځواب هم رډه راکړ:
ـ چې ناسته پاسته مو د واده له پاره نه وي، نو بیا یې اړتیا څه ده…
ـ زه له هغې سره دټولګیوالۍ اړیکي ساتم، موږ خو په یوه کالج کې یو اویوځای درس سره وایو…
لکشمي بیا زموږ په خبرو کې راوغورځیده اوپوجا ته یې وویل:
ـ که دولت خان ستا سره واده وکړي، ستا له پاره به څه ویاړوي، ته یوه هندکۍ نجلۍ یې او دې یوپټان اوبیا مسلمان…
هغه بیا ورته موسکۍ شوه:
ـ دا هندوستان دی،دلته داخبره ډیره مهمه نه وه اونه ده…
رښتیا خبره خوداوه چې موږ په دغه ورځ په دغو خبرو ښه سرونه وخوږول، څو په پای کې مویوه اوبل ته داسې سره کتل چې هرچا فکرکاوه په دکان کې سره ولاړیو اودکوم ټوکرپه بیه باندې له یوه اوبل سره چنې وهو…
ما په پای کې په ډاګه ورته وویل چې:
ـ زه په دغه ملک کې یومساپر اوتاسې دلویولویو کورنیو نجونې اولورانې یاست، زموږ اوتاسې ترمنځ ډیرتوپیرونه دي چې هغو ته باید دومره هم په ساده نظرسره ونه ګورو…
پوجا نه پوهیږم چې ټوکې کولې اوکه رښتیاهم جدي وه، همدا خبره کوله چې ګوره راځه ته هم لکه دپخوانیو پټانانو غوندې یوه فداکاري وکړه راځه چې زه اوته هم په دغه عصرکې یوه نوې پاڼه سره واړوو…
خو ما به ددې ددغو ټولو خبروپه وړاندې ناغیړي کوله او ځان به مې په هغه اودغه ترې تیراوه…
نژدې ماښام و، چې موږ له کالج راووتو، لا دونو له ګڼ ځنګل څخه دعمومي سړک سرته نه وو راوتلي،چې یوبس راښکاره شو، لکشمې نن خپل ګاډۍ نه و راوستلی، هغې زر له ما سره خدای پامانی وکړاوبوجا یې هم ترلاس ونیوه، خو دپوجا زړه تراوسه نه و راباندې یخ ځکه یې تروروستي شیبې پورې خپلې خبرې کولې، ان چې په هغه شیپه کې یې وروستۍ خبره هم ماته داوه چې:
ـ ناځواني مه کوه، راځه ګوره ما پښتنه کړه، تاته معلومه ده که نه،چې ډیرو راجپوتو میندو خورا میړني میړنی پښتانه زیږولي دي…
ګوره مه کوه (په موسکا )… پښیمانه به شې…
دوې دواړې په بس کې کیناستې،زه خپل کورته راوګرځیدم، زما له پاره په هغه شپه دپوجا داخبره ترټولو جالبه وه چې:
ډیرو راجپوتو میندو دهند په پراخو لتو باندې داسې میړني میړني پښتانه چې په نومونو یې هندیان اوپښتانه دواړه ویاړي زیږولي دي… !!!
پاتې لري
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.