د کوم گروپ وينه لرونکي خلکو واده خطرناکه دى

رحمان ملکزوی

752

د واده  په موضوع کي د ويني د ګروپو څخه مهم د Rh فکتوردى ، کله چه د ښځينه د وينى ګروپ منفى ار ايچ -Rh وى او د نارينه د وينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh وى ازدواج کول يي د ماشوم لپاره خطرناكه دى.

کله چه يو منفى Rh ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh ګروپ سره ازدواج وکړى نو د دوى راتلونکى ځيږونکى ماشوم تعقيبول مهم او اړين دى او دوه حالت امکان لري

که د مورپه نس کى د ماشوم د وينى ګروپ د مور سره يوشان را ووځى د ماشوم اينده ژوند ته خطر نسته ښځه د يوې عادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .

که د مور په نس کى د ماشوم د وينى ګروپ د مور سره ضد راووځى يعنى د ماشوم دوينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh ثابت شى پدى وخت کى دماشوم ژوند ته خطر سته با يد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .

کله چه دمور دوينى ګروپ منفي -Rh او دماشو دوينى ګروپ مثبت +Rh وى دمور دوجود دفاعى سيستم دماشوم دوينى حجرى تر حملى ندى راولى او وينه يي دمنځه وړى,په ماشوم کى دکم خونى، ژيړى، د عصابو تخريب، د زړه خرابوالى اودمرګ سبب ګرځى .

کله چه مثبت +Rh نارينه اومنفى -Rhښځينه ګروپونه ازدواج سره وکړى څه بايد وشى؟؟؟

د حامله توب په اته ويشتمه 28 هفته کى د کومبز coombs test په نامه تيست دى چه دا تيست بايد وشى.ددى تيست په واسطه موږ کولاى شو چه معلومه کړو چه مور دماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا؟
که چيرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور دماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چه دمور دفاعى سيستم تر اوسه دماشوم دوينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى نو پدى وخت کى دماشوم مورته يوه بيچکارى چه د Rh0 Immune globulin په نامه ياديږي ورلګول کيږى ددى بيکارى وظيفه داد چه دمور دفاعى سيستم ترفشارلاندى راولى او مخنيوى يي کوى چه نور دماشوم حجرى تر حملى لاندى را نسی چه تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه وى دابيچکارى .
او که چيرى تيسټ مثبت راووځي دا پدى معنى ده چه دمور دفاعى سيستم دماشو دوينى حجرى تر حملى لاندى نيولى او دحجرو په له منځه وړلو يي شروع کړى ده پدى وخت کى د پيچکارى لگول ومورته هیڅ ګټه نلری .
کله چه کومبز تيسټ coombs test مثبت وى پدى وخت بايد دمور په نس کى دماشوم تعقيب وشى چه دمور ددفاعى سيستم له خوا وماشوم ته څومره ضرر رسيدلی دی.
اول د ماشوم د وينى مقدار کتل کيږى چه څومره وينه يي ورضايع کړى ،بعضى وختونه د دى اشد ضرروت پيدا کيږى چه ماشوته د مورپه نس کى باید وينه ورکول شي ځکه د شديدى کم خونى سره مخ وى.

د وينى د مقدار دمعلومولو څخه وروسته د ژيړى مقدار ، دزړه غيرى عادى حالت او داسى نورو شيانو څيړلوته يي ضرورت دى چه بايد وڅيړل شي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.