پر ادبیاتو خبري: د شعر له زاوېې د هنر جلوې

522
د شعر د دروني څڅوبي له مستور بهیره د انساني شعور اولاشعور ذوقي تنده اوتمایل شادابه او خړوبېږي، شعر د غيرملموسي نړی له تل څخه د ملموسي دنیا د انتظام لپاره هم خورا ګټوري هنري نسخې لري او د ژوند اړوندي باریکي اوتاریکي زاویې ښه په کارنده توګه روښانه کوي، د هنرونو د جادویې کهول له محوري برخي څخه یوعمده اړخ د شعر نقش او عملي کردار دی، شعر مونږته د طبیعت د ښکلاګانو ګونګه ژبه په خبرواوسندرو راولي، شعر د ژوندانه ناليدلي او ناویل سوي ګوټونه د ناخبري ټولني د باطني سترګو جلبونکي منظرته نېغ دروي، شعر د حقیقت پلټني او حقیقت موندني اوږده مزلونه د یوې شاعرانه جملې په هنري جاموکې داسي رالنډوي چې د نور فکري اوشعوري مزله اړتیاته هيڅ ځای نه پاته کېږي، که څوک د هستی پر ناڅرګندو ښکلاګانو د منظر اودیدار ذوقي پل ګرد غواړي نو د شعر چټک سپاهي دغه سفرته خورا چمتو او مناسب ښکاري، هغه ژبه هغه سترګي او هغه ناخوداګاه حس چې د شعري وجود په تخیلي او کمالي اډانه کې شتون لري زه فکر نه کوم چې د غوره هنرونو په کوم بل قالب کې دي په دغه انداز موجود وي.
شعر د مبالغې له پریمانه اوبهانده سرچینې څخه خورا په ډک لاس خپل د لفظونو د ښایست خیرات وېشي، اما دا هنري مبالغه د حقیقت له تومنې په یوډول نه يوډول خونداورنګ اخلي، په شعرکې د ډېرو هنرونو ځلبلاندي جلوې سترګکونه وهي، د شعر په دننه ژوروکې مونږ موسیقي اورو، د ښکلاتنده خړوبوو، د ښکلو انځورونو تخنونکې ننداره کوو، د تصوف اوعرفان د اسرارو دنیاته ورننوزو، د سیاست اوټولنیز ژوند هراړخیزه څکه محسوو، اوبلاخره د ژوند اصلي کیف او ماهیتي خوند څکو، بنا” د شعر رنګیني زاويې د ژوند له بېلابېلو اړخونو څخه ډول ډول کیفیتونه او رنګارنګ حالتونه را ډالی کوي، که ژوندته د شعر له نرم ليدلوري په شاعرانه منطق وګورو نو د مینه ناک اومین ژوندښکلې تجربه به مو نه وي کړې؟
په پېرزوینه اودرناوي.
١٩\٣\١٤٠٢

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.