واشنګټن پوسټ: پیسو ته اړو طالبانو د بودا په ورانو کړو مجسمو ټکټونه لګولي

319

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، پیسو ته اړ طالبان د بودا پر هغو مجسمو ټکټونه لګولي چې په بمونو یې الوځولي وو.

په دې مقاله کې راغلي، هغه ۱۲۵ فُټه جګه غونډۍ اوس تشه ولاړه ده چې یو وخت د افغانستان لوړې بودايي مجسمې په‌کې ولاړې وې.

طالبانو ۲۲ کاله مخکې دا مجسمې ویجاړې کړې.

په مقاله کې د طالبانو د یوه ساتونکي خیال محمد له قوله راغلي چې وايي، دا مجسمې د افغانستان له پېژندنو څخه وې او باید نه وای ویجاړې شوې.

ده وروسته ویلي چې دا ځای باید بېرته ورغول شي.

په ۲۰۱۱ کې د طالبانو بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر د بودا مجسمې د درواغو خدایان او د دوی د ویجاړولو پلان یې اعلان کړ.

پر دې سربېره چې نړیوالو د دې کار پر ضد غږ پورته کړ، طالب جنګیالیو د بودا پر مجسمو چاودېدونکي توکي وچول.

په مقاله کې یادونه شوې چې طالبانو پر دغو مجسمو د الوتکو ضد ټوپکونه وویشتل او د شپږمې پېړۍ دا لویې نښې يې ټوټې ټوټې کړې.

پر بې‌ساري لرغوني اثارو برید نړیواله ټولنه حیرانه کړه او د طالبان یې د نه منلو وړ افراطیانو په توګه په نړۍ کې لا مشهوره کړل.

خو په دې مقاله کې د طالبانو د اوسني حکومت د فرهنګ وزارت د مرستیال عتیق‌الله عزیزي له قوله راغلي چې وايي، د بودا مجسمې د دوی حکومت ته ځانګړی اهمیت لري او د دې ځای د خوندیتوب لپاره تر ۱۰۰۰ زیات ساتونکي ګومارل شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سیمه‌ييز رییس سیف الرحمن محمدي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې تېر کال ۲۰۰۰۰۰ راجستر شوي سېلانیان، چې ډېری یې افغانان دي، دې ولایت ته تللي، چې هر یوه یې په اوسط ډول ۵۷ ډالر مصرف کړل.

محمدي ویلي، سیاحت د طالبانو د حکومت لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه کېدای شي.

فېر ابزرور:

انلاین خپرونې فېر ابزرور بیا په جي شل کې غونډه کې د افغانستان پر موضوع یوه مقاله خپره کړې ده.

کله چې تېره میاشت په هیروشیما کې د اووه هېوادونو ډله جوړه شوه، له ټولو مهمو موضوعاتو د افغانستان موضوع وه چې ډېر پام ورته ونه‌شو.

د لیکوال په باور هغه دا چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې روان کړکېچ، د بېلګې په توګه له ښځو سره د طالبانو چلند، د یو ټولشموله حکومت نشتوالی او د اقلیتونو د حقونو تر پښو لاندې کېدل.

وروسته راغلي چې دا مسئلې د پراخو نړیوالو اندېښنو لپاره مرکزي دي چې جي۷ باید ورباندي تمرکز کړی وای.

د جي۷ غونډه د مې میاشتې له ۱۹ تر ۲۱پوري ترسره شوه.

د فېر ابزرور په دې مقاله کې یادونه شوې چې، که څه هم د افغانستان پر موضوع په دې غونډه کې یو ساعت خبرې وشوې خو د افغانستان کړکېچ ته د جي۷ ځواب ډېر قوي نه و.

د طالبانو د چلند په اړه د دې غونډې د ګډونوالو د انتقاد ترڅنګ له طالبانو سره د دوامداره او مستقیمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او په دې سره یې د ښکېلتیا او غندنې انډول برابره وساته.

وروسته راغلي، دا یوه هڅه وه چې په دې ناکراره وضعیت کې د نړیوال غبرګون پېچلتیا وښيي، خو همدې خبرې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا په اړه پوښتنې راپورته کړې.

ازادی رادیو

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.