بودا کټ کټ وخندل

لمر نيازى

488
بودا کټ کټ وخندل!!
بودا کټ کټ وخندل؛
له خندا شين شو، دومره ډېر شين شو؛
چې دواړه شوشتي يې په لاس ونيول،
شين خرخندى يې د ولاړ تابوت له تشې غېږې،
لکه د آس شيشنى په ټوله غُلغُله کې خپور شو!
له ډېر هيبت او له حيرته د بامیان درې په ويړه غېږ کې
د سپيدار د پاڼو شور غلى شو!
د مغارو او څمڅو خولې له حيرت وازې پاتې!
بودا کټ کټ وخندل؛
د خپلو پښو لاندې يې
د خپل وجود د ټوټه شويو اندامو په ډېرۍ
يو هوار شوى چهارخانه د سوال څادر وليدۀ
چې ورته ناست ګونډه وهلى ملا
او څو چڼيان دي لکه بلمنګي د روټې دوغړنې ډوډئ
له خلکو اخلي د همدۀ د سرسايې په نامه
د شکرانې د ټيکټ خړې – څڼېورې روپۍ
بودا کټ کټ وخندل؛
ملا بک بک وکتل
خو پۀ تروۀ تندي يې ننه زړۀ کې پټ وخندل!
د سرسايې د ټکټو ګټې ته ټول ښورېدۀ
کله به کښېناست په يوۀ کله پۀ بل کوناټي
کله پۀ يوه چڼي وربرګ، کله په بل يوه چڼي،
نن د هماغه نړېدلي بودا پښو ته ناست و،
هو، د هغۀ چې تحريم کړى و همدغه ملا،
هغه بودا چې قتل کړى و همدغه ملا!
بودا کټ کټ وخندل؛
وروسته له شلو کلو
د غُلغُلې د ښار درانۀ غوږونه
د يوې ورکې جلالي اروا په غږ ببر شول
ژر د بودا د قهقهه خندا پۀ راز خبر شول:
ټولو خندل، لۀ خندا شنه ککړ شول؛
چا کوميډي ته خندل،
چا تراژیدي ته خندل،
چا به ملا ته کتل
چا به چڼي ته خندل
باميان کټ کټ وخندل
خو خلکو پټ وخندل
څو سپيدرونه له کړس کړس خندا نه غوټ مات شول
د غُلغُلې لۀ پخڅو لوټې د پسخند تويې شوې،
هلته پټي د کچالو له خندا ټول ښورېدل،
بزګر له ډاره پۀ لېمو کې موسک و،
خو د پښو چاودو يې له ډېرې خندا وينې وکړې!
بودا کټ کټ وخندل
نن يې اروا فاتحانه مسکا تاريخ کې ثبت کړه!
چې يې قاتل ملا پۀ پښو کې دى څادر ويړ کړى
پر دۀ ټکټ اخلي د دۀ په روى چندې ته ناست دى،
تاريخه دا مسخره ثبت کړه کنه،
چې بت شکن يې د تحريم سر، سرسايې ته ناست دى!!
“لمر نيازى”

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.