د افغانستان ۹۹ ٪ خلک مسلمانان دي نو

خوشحال خلیل

315
د افغانستان ټولې جهادي او اسلامي ډلې دعوا  لري چې د افغانستان ۹۹ ٪ خلک مسلمانان دي، نو چې په دومره لویه کچه افغانان پرته له اسلامي نظامه مسلمانان دي نو اسلامي نظام ته څه اړتیا ده؟
په اسلام کې خو عقیده تر هرڅه ډېر اهمیت لري نو چې خلک وار له مخه معتقد دي نو دولت او حکومت څه کولای شي؟
د خلکو څه شی اسلامي کوي؟
حال دا چې د امام ابو حنیفه په مذهب ایمان نه زیاتیږي، نو چې یو شی نه زیاتیږي نو مطلق ایمان خو وار له مخه خلک لري اسلامي نظام به د خلکو باور او ايمان څنګه لاپسې زیات کړي؟
دومره جهادونو، ببرو سرونو او ټوپکیانو ته څه اړتیا ده؟
بله داچې د خلکو اعمال هم د نیتونو پورې تعلق لري او نیت خو د نظام له خوا په زوره نشي تعمیلیدای.
همدارنګه نظام به د خلکو کوم عمل اسلامي کړي پداسې حال کې چې اعمال د نیت تابع دي او نیت د شخص په زړه کې پټ دی او نظام که اسلامي وي که غير اسلامي نيت نشي اندازه کولای او نه يې ليدلی شئ چې غټ دی؟ وړوکی دی؟ نرم يا سخت دی؟ هيڅ ورته نه ښکاري‌.
اسلام اصلا په يو فرد کې دننه راسخې عقیدې ته وايي.
اسلام په پټه او په غیبو له الله څخه ویره ده، اسلام ایمان دی، اسلام د خدای پر وحدانیت باور دی چې دا ټول ډېر شخصي او منحصر پر به فرد شیان دي.
نظام او حکومت خو یوازې مشروع قوه لري چې شیان د قوې د استعمال په ذریعه اصلاح کوي نو چې په عقیده کې اکراه نشته چې نظام یې پر خلکو په زوره ومني او اعمال خو د نیتونو پورې اړه لري او نیت د زور په وسیله نشي نافذیدلی نو اوس زما سر نشو خلاص چې که د اسلامي نظام تر عنوان لاندې ملایانو ته د حکومت، دولت او سیاست واک ورکړل شي نو دوی به د یو مسلمان ملت او ولس؛ په باور کې څه تغيیر رامنځته کړي؟
ځکه باور خو نه زیاتېږي؟
د خلکو په نیت کې به څه تغیر راولي ځکه نیت خو پټ دی او دولت ته ښکاري نه، د خلکو په اعمالو کې به څه بدلون راشي ځکه که عمل ښه هم وي خو چې نیت یې تر شا سپیڅلۍ نه وی الله تعالی ته د منلو ندی.
د خلکو په حالت کې به څه ښه والی راشي؟ حال دا چې د الله په نظام کې د خلکو د حالت تغيیر د الله وظیفه نه بلکې د خلکو کار دی نو دلته هم اسلامي نظام کوم رول نشي لوبولای نو یو مسلمان ملت ته د اسلامي نظام اړتیا څه ده؟
زما د معلوماتو په اساس د انسانانو په لاس جوړشوی خدایي یا اسلامي نظام کاملا یو تقلب او فریب دی چې د سپینو جامو جلابان او ګاڼکپان یې په خلکو حاکموي او خلک د خپلو اساسي مدني، سیاسي او ټولنیزو حقوقو څخه د الله او شريعت په نامه محروموي.
نوټ: اسلامي مطالعاتو روان دي او ځيني دغسې پوښتنې راته پيدا کېږي، که غلط روان يم نقد او نظر په دواړو سترګو منم

**************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.