دلته خدایان خوشاله دي-(ناول)- ۷مه برخه

لیکوال : ع . رشید

681

(۱۹۹۵ ـ ۲۰۰۱) کــلونـــه

نـوی ډیـلی

 

(۱۲)

له لوی اختره څوورځې تیروې چې زموږ دکالج څوملګرو سره جوړه کړې وه چې له لکشمي سره د غمرازي په نامه، دیوې دوو ورځوله پاره باید په ګډه یوې خواته دهند دلیدنووړښاراوسیمې ته سفروکړو، دټولو رضاوه، چې باید ولاړشو، خو توپیرپه دې کې وچې په نه سره جوړیدو چې چیرې ولاړشو، چا به ویل اجمیراو راجستان، یوشمیرخو لاویل چې مسوري، دهره دون اوهریدوارته، نورلاویل بنګال اودارجلنګ ته… داټول ځایونه زموږ په لست کې وو، خوموږ سره جوړ نه شو، ټولو واک لکشمي ته ورکړ چې هرځای هغه ووایې هم هغه ټولو ته دمنلووړ دی، دهغې سلا په اګره راغله، پرتاج محل، په دې چې پردې باندې تاج محل ډیرګران و، داهلته څوځلې پخوا هم تللې وه خو له دې سره سره یې هم زړه نه وترې را ټول شوی، داځل یې هم هغه خوښ کړ، زما په یاد دي چې کله یې اګره یاد ه کړه ماته یې وکتل اوبیایې پوښتنه راڅخه وکړه:

 ـ ستا تاج محل خوښیږي؟

 ماورته وخندل اوورته ومې ویل:

ـ داسې زړه، داسې خیال، اوداسې څوک به هم وي چې ووایی زما نه خوښیږي.

 تاج محل دهرهغه چا چې په سینه یوڅه دزړه په نامه لري خوښیږي.

 ـ ولې دهرچا خوښیږي؟ (په موسکا).

 یوه شیبه ورته غلی شوم،خو بیامې زرځواب ورکړ:

 ـ زه به ستاداخبره هلته ځواب کړم چې کله تاج محل ته ورسیږو…. ـ سمه ده، خو پام چې که زما هیره شوه، چې بیایې راپه یادکړې…

 فکرکوم چې په هغه ورځ دجمعی ورځ وه، تیرماسپښین و، چې موږ اګرې ته ورسیدو، هلته مو دشپې له پاره هم په یوه هوټل کې ځایونه ونیول، هرچا دځان له پاره یوه یوه کوټه ونیوه، پوجا اولکشمی په یوه کوټه کې دیره شوې، ما اواکبرخان هم ځانته یوه کوټه ونیوله، په هغه ورځ مو ترمازدیګره په هوټل کې آرام وکړ، په دې چې موږ غوښتل ناوخته تاج محل ته ولاړشو، په دې چې پوجا ویل چې تاج محل په دغوشپوکې ترورځې دشپې ښکلی وي، ځکه چې اوس سپوږمۍ هم دڅوارلسمې ده. له ماسره اکبرخان هم و، هغه زموږ دکټواز یوښایسته اوزده کړې زلمی و، سره له دې چې زموږ داوطنداران په هرڅه پوهیږی، خو یوڅه چې دکلونوپه اوږدوکې یې ملاورته ماته شوې وه هغه زده کړه وه، چې نه دوی ورته لیوال وو اونه یې خپل زامن او اولادونه ورته هڅول، خو اکبرخان ته خدای خپله کورنې په ښه کړې وه اوخپلې زده کړې په ښه شان سره ترسره کړې وې،دنوی ژوند په ټولو نازکیوباندې لکه دعصرزلمی، نه دکټوازداسې پوهیده…دکورنۍ نوروغړو یې اوس هم په اسام اوبنګال کې ددوې په وینامعاملې درلودې خودی له هغوټولولاس په سرشوی و اوملایې یوازې زده کړو ته تړلې وه، اوس یې هم له یوې جاپانې کمپنې سره کارکاوه چې هرڅه یې درلودل. خوله دې سره سره یې تراوسه په کومه نجلۍ باندې داسې چې دځان له پاره یې وړوبولی لاس نه و ایښی، په دې چې په عادي نجونو دده زړه اوبه نه څښلې او هغه چې ده غوښته هغه ورپیداکیده نه. مازدیګرمهال و، چې موږ په تاج محل ورننوتو،، په څوشیبوکې راباندې ماښام شو، ما اومصطفی چې زموږملګری و، هلته دتاج محل دماڼې په څنګ کې دماښام لمونځونه وکړل، هرڅوک چې تاج محل ته لاړشي، هلته دیوه پرتم احساس، دیوه جوړونکي اوهستوونکي قدرت ننداره پرته له دې چې فکرپکې وکړي په خپلوسترګوویني، اودرښتینې هستوونکي په پرتم اولویۍ هلته تربل هرځای زیات دسړي باورپیاوړی کیږي…

 دتاج محل ښکلا اوځواني اوس دسپینوڅراغونو غیږې ته لویدلې وه، دماڼې پرننیودیوالونو باندې دیاقوتو اومرغلرو ځلاوو دهرچا ان دهغو مستو نجونو اوشازلمو سترګې هم خیره کولې چې ځانوته به یې دښکلاپه لحاظ دچا خبره یوڅه ویل، دشاجهان اوممتازمحل ارواوې چې دهغو پرقبروباندې په شپوپه ورځو، په میاشتو، میاشتو، اوکالونو کالونو دیوه اوبل په کتو کتوباندې نه ستړې کیږي، دیوې اوږدې اوتلپاتې مینې کیسه هرچاته چې په دغو کیسوپوهیږي وایي… اووریادوي چې ځوان خرم اوښایستې تاج بی بې دلته دڅه شان یوې مینې هنګامه جوړه کړې وه چې تودوخه یې تراوسه دهنداونړۍ خلک له ورایه احساسوي.

زه اولکشمي هم یوځای وو، کله موچې دتاج ننداره وکړه، کله موچې هلته هرڅه دزړه په سترګوولیدل، هغه اوس ګردسره په یوه بله دنیاکې ورډوبه شوې وه،زه پوه شوم چې دهغې جسم له ماسره په تاج محل کې روان دی خو روح یې په کې نه وه،دهغې دسترګو سپینوالي لکه دتاووس دسترګو په شان دسپین تاج محل په منځ کې دتاج محل سپینو څراغونوته مینتوب اولیونتوب په یوځل کتو کې وربښل، ما نه شوای ورته کتلای، څیره مې یې دتاج دسپین دیواله په سپینومرمرو کې لیده چې لکه بت غوندې راته ښکاریده، ترلاس مې کلکه راونیوه اوپوښتنه مې ترې وکړه:

ـ ما وینې اوزما خبرې اورې؟

هغې ځواب راکړ: وینم دې نه، خو خبرې دټولې اورم…

ـ پوهیږې تاج چا جوړکړې؟

– هو، پوهیږم…

ـ چا؟

ـ مینې، یوې لیونۍ مینې او یوه مینه ناک احساس…

اونوریې څه ونه ویل…

موږ ټول له تاج محله راووتو او دتاج له څنګه مودجمنا ننداره کوله، دڅوارلسم سپوږمۍ هم هسکه راغلې وه، دجمنا اوبوپه دغو شپو کې ایله دسیند مخ پوښلی و، اوبه یې ډیرې نه وې، لکشمی دسپوږمۍ انځور په جمنا کې ولید، پوجا غږ ورباندې وکړ:

ـ لکشمي پورنیما وینې؟

هغې ورته وخندل او ځواب یې ورکړ:

ـ هو ښکلې ده، خو په تاج محل کې نه، په دې چې دلته له تاج محله پرته بل شی ښکلي نه ښکاري…

هغوی دواړې سره یوې خواته شوې اکبرخان زما خواته راغی، لاس یې زما په لاس کې راکیښود اولومړۍ پوښتنه یې رانه داوه:

ـ دتره زویه، دابله(پوجا) خو دې زما ډیره خوښه شوه…

مامې لاس د ده پراوږه کیښود او پوښتنه مې ترې وکړه:

ـ اکبرجانه لالیه، دا تاج محل دی، همدلته د زړه مراد غواړه، هرڅه چې غواړې؟

پوجا زما اودده انځورواخیست، پاروتی هم له اکبرخان سره خپل عکس واخیست، ما په ټوکه ترغوږ ورتیره کړه:

ـ اکبرجانه لالیه خدای دخیرکړي… شنې کوترې خو درباندې راماتې دي،…

ده پاروتي ته په ځیرځیرسره وکتل:

ـ یه یه دادې درنیسه… داپه ونه وړه ده… هغه بله خو که ښکلی ده ونه هم لري…

تیرماښام موږ د تاج محل له جادویی غیږې راووتو، داګرې دښار په سړه اوآرامه غیږه کې روان وو، هلته چې دتاج دشاوخوا په انډول ډیرروښانه نه و، دواټ پرغاړه په سلګونو خواران داسې چې تا به ویل دا یې همیشنې استوګنڅی دی یوې اوبلې خواته په خواږه خوب باندې ویده وو. لاره تیاره وه، لکشمي اوپوجا څنګ په څنګ روانې وې، ما په همدغه مهال پوجا ته وریاده کړه چې شاجهان لکه چې اګره له سامان برجه په همداسې یوه تیاره شپه لیدلې وه چې خپلې ګرانې لورجهان آرا ته هغې ته چې دژوند ترپایه هم له ده څخه دیوې شیبې له پاره بیله نه شوه ویلی وو:

که له دې زندانه داځل ووتم اوبخت یاري راسره وکړه داځل به دتورو مرمرو تاج داګرې ښارته ورډالۍ کوم…

زما خبره لا پای ته نه وه رسیدلې چې دپوجا پښه په کوم شي بنده شوه، نژدې وه چې پړمخې ولویږي، اکبرخان راکلکه کړه، ترهغو چې هوټل ته نه وو رسیدلي،دوی دواړه لاس ترلاس سره روان وو. همالته زما زړه ته ورسیده چې اکبرخان لالی هسې هم دغرو واو دغروشو….

په هغه شپه موږ ترناوخته داستوګنځي په بڼ کې کیناستو، ټول سره دوه دوه شوي ول اوپه خپلوخپلو کې سره ډوب ول، لکشمی له ماسره ترناوخته پورې ناسته وه، اکبرخان لالي له پوجاسره ګوتې خوږې کړې وې اوهغه نور له نوروسره څوک یوځای اوڅوک بل ځای کښته پورته کیدل، په هغه شپه لکشمي ډیره هڅه وکړه چې زما له خولې یوڅه واوري… یوځل یې راته وویل چې تا خو ویلی وو چې له تاج سره دمینې خبره به هلته درته کوم اوس خوهغه وعده پرځای کړه اوراته ویې وایه…

مابیاهم ورته وخندل او ورته ومې ویل:

ـ تاج محل دیوې تلپاتې مینې نوم اونښه دی،دمینې، د هغه څه چې انسان بې له هغې څخه انسان نه دی،انسان له هغې پرته دیوه سپیره بیابان په شان دی چې څوک یې هم په خوند او رنګ نه یادوي…

دا راته موسکۍ شوه لاس یې زما پرمخ را تیرکړ:

ـ ته هم مینه پیژنې؟

ـ هو، لږ لږ ځکه چې ما ته هم ځان انسان ښکاري…

ـ راته ویلای شې چې مینه څه ته وایی؟

خوما خپل عذر ورته څرګند کړ او ورته ومې ویل:

ـ له بده مرغه چې یوخوله بابادمه تراوسه مینه چا تعریف نه کړه، بله داچې ماته هم دمینې دستاینې او تعریف له پاره ویی او کلیمې په خوله نه راځي….

ـ په زړه کې دې هم څه نه درځي؟

ـ یوڅه خو شته، خو دویلو له پاره یې یوڅه لکه ژبه نه لرم…

ځوشیبې په فکرکې راته وزنګیده، بیایی ترخوله راته ووتل:

ـ نو چې داسې ده، له تاپرته چې ټیکۍ اولنډۍ واورو نوره ښه نه درباندې کیږي،یوه ټیکۍ راته واچوه…

موږ همدا خبرې سره کولې چې منیش په پاروتی باندې لاس وراچولی وو. اوزموږ په وړاندې یې څو څو وارې کلکه کلکه ښکل کړه، له لکشمي یې دلنډۍ نشه والوزوله، او ما ته یې په وارخطاډول وویل هلته وګوره…

هغوی یوه اوبل ته داڅوومه مچکه سره ورغبرګه کړه، خوما ځان ناګاراچولی و. هغې ته مې په دغه اړه هیڅ ځواب هم ورغبرګ نه کړ… له هغې خوا پوجا اواکبرخان سره خوا پرخوا را روان وو، زموږ خواته راغلل، پوجا راته وخندل:

ـ اکبرخان غوندې څوک ما غوښت لکه چې خدای…. دده ټول عمر په هندوستان کې تیرشوی…

مااکبرخان ته وکتل، سترګې یوڅه خړې راته ښکاره شوې، دپوجا ځواب مې په خندا ورغبرګ کړ:

ـ بس نوره ته پوهیږې او دی… تاسې دخدای سره جوړکړي موږ دغله وو…

نه پوهیږم چې اکبرخان په څه شي پسې یوې خوا ته شو، لکشمی زر خپله خبره پوجا ته وکړه:

جلکۍ کوښښ وکړه، چې درنه خطا نه شي، تو د یې وساته، پام چې دولت خان غوندې درنه نه شي…

ما ته بیا دځان په اړه پوښتنه پیداشوه، لکشمی لکه چې اور پرې لګیدلی وی پرما باندې په هغه توره شپه کې راغرمه غرمه شوه…
ـ ته نه پوهیږې چې دا یویونیم کال زه تا اوبه اوبه کړم، زه خو څه اوسپنه نه یم… زه انسان یم… هیله لرم، زړه لرم… او داټول ما پرتا پورې تړلي دي خوته…

ماددغې خبرې لاره لاډیره پخوا څارله اوپه دې فکرکې وم چې یوه ورځ به خامخا دشهوت دتوپان له همداسې یوې څپې سره په یوه همداسې ځای کې غاړوځم… مایې لاس په لاس کې ونیو، پرمخ مې یې کیڼ لاس راتیرکړ، داوښکولارې مې یې پرمخ، پرښکلي مخ ورلنډې کړې او ورته ومې ویل:

 ـ ته مه خپه کیږه زه هم مینه درسره لرم، پرما هم ګرانه یې خو…

 ـ نوخو یانې څه؟

 په داسې حال کې چې لاس یې زما پرلاس باندې موښه ما بیاورته وویل:

 ـ آیادا اړینه ده چې څوک له چا سره مینه کوي، دچا چې څوک خوښیږي هغه باید یوازې د… په مقصد وي؟ اوکه نورارزښتونه هم باید په پام کې ونیول شي…زه خو فکرکوم هغه هم په درناوي سره په پام کې ونیول شي او یادکړه شی…

ـ نور ارزښتونه یانی ځه؟

ـ دا خو اړینه نه ده چې انسان دې په خپله دومره لو یي سره دومره کمزوی شي چې یوازې دې دشهوت جنډه ترنورو ارزښتونو لوړه وبولی په شهوت که دانسانیت بنسټ ایښودل شوی، خوبیایی دشهواني لویۍ ماڼۍ هم په خورا بده بڼه رانسکوره شوې ده. انسان دې ته اړتیالري چې له مورسره مینه ولري، له خورسره یې ولري،له طبیعیت سره مینه ولري، له انسان سره مینه ولري اوپه پای کې له هغه ابدیت سره باید مینه ولري هغه چې تقدیریې ورپورې تړلې…

زماداخبره لاپای ته رسیدلې نه وه چې لکشمي مې په خبره کې راولویده:

ـ ستا ددې لویې فلسفې له مخې زه په کومه ډله کې راځم؟ زه خو نه ستا موریم، نه ستاخوریم اونه هم ستا غرنی طبعیت یم… زه باید څه وکړم؟

ماورته وویل:

ـ زه هم ستا په اړه تراوسه وروستۍ پایلې ته نه یم رسیدلی اوپه دې تراوسه هم لاسم نه پوهیږم چې زه له تاسره ولې مینه لرم اویایې نه لرم؟

هغې راته وخندل اولاس مې یې په خپل لاس کې کلک ونیو:

ـ دا لاس دې چې اوس زما په لاس کې ایښی په دې هم څه احساس نه درته پیداکیږي؟

ـ داسې هم نه ده چې ګواکی زه بې احساسه یم، زه احساس کوم خو په خوند او ارزښت سره نه، زه په دې پوهیږم چې ته پرما ګرانه یې خو…

خودهغې زړه زما دغه خبره لکه چې یانه منله اویاداچې نه یې درک کوله… ځکه یې راته وویل:

ـ زه نه غواړم چې ته باید ټول عمر زما مینې ته دصبرخیمه ووهې، زه شیبه غنیمت ګڼم، له ماسره داوږدو عمرونو خبرې مه کوه، یوازې دا راته ووایه چې دم درحال دې څه نیت دی؟

ماورته وخندل اوپه سړه سینه مې ترخوله ورته راووتل:

ـ نه شم کولای چې ځان په دغه سیند له موزو اوپڼو سره یوځای لکه چې ستاخوښه ده ورلاهو کړم…

ـ ولې؟

ـ ځکه چې زما اوستا دژوند اواحساس، او ان عواطفو دنیا خدای محکومه پیداکړې ده… زه او ته په بیلو بیلو کړیو اوپنجرو کې د ژوند اوتاریخ دګناهګارانو په شان پراته یو، احساس مو بندی دی، ژوند مو زندۍ دی، او عواطف مو لاهم غلامان دي…

ـ پوه نه شوم څنګه، داخو ډیره درنه فلسفه وه…

مابیاورته وویل:

ـ وګوره ته دم غنیمت بولې، اوزه دژوند غم خورم، ته وایې چې زما همداګړۍ سمه تیره شي، اوزه وایم چې اوږد عمرښایي موږ ته په مخ کې وي… ته وایی ټوله دنیا دې په ماپسې بد وایی اوزه وایم چې که یوه دروغ او ناروا هم راپسې وویله شي، زه باید ځان ووژنم، ستا موراوپلار به وویاړي چې ته یوملګری پیداکړې، خو زما مور اوپلار که داسې څه دبل په خوله هم وواري، ښایی ټول عمرله شرمه چا ته سترګې هم ورپورته نه کړي، لوی ویاړ به یې داوي چې یاما ووژني اویاهم خپل ځانونه… ته ووایه زه څنګه کولای شم چې دپیړیو پیړو، دهیلو او امیدونو اوګروهوپردرنه جونګړه مې دیوې لنډ مدتې احساسي شیبې له پاره اور پورې کړم… هو، دریغه چې ما دومره جرآت درلودای اویامې داکارکولای شوای… زه هم انسان یم، زه له تاسرمینه لرم…. خو؟

زه پوهیدم چې زه په دغه شان خبرو داسې څوک ښکارم چې ګواکي آسمان په توپونو ورته ولم، زه په دې هم پوهیدم چې دا هغه دشګو بندونه وو چې ما ځانته جوړول او ددې د درانه احساس سیلاب په خپلو څپوکې له ځان سره وړل او وړل… زموږ دمیزپه سر دشرابو بوتل ایښۍ و، هم یې ماته اوهم یې ځانته ګیلاسونه ډک کړل، ما که هرڅومره ورته وویل، چې زه ددې کارمیړنی نه یم، زه له دوزخه ډاریږم، زه نه شم کولای په هغه دنیا دخپلې دغې ګناه ځواب ورکړم… خو دې همدا راته ویل چې ته دا په سر واړوه، زه ستا پرځای دهغه سوال اوځواب میدان ته ورځم، موږ هم مذهب لرو، موږ هم دخدای دلارې پیروان یو او موږ هم په هغه خدای له تاسۍ سره شریک یو چې هغه دهرڅه بادار دی او هرڅه دهغه په اشاره جوړیږي او ورانیږي… ته دا په سرواړوه، ما هم په ټول ژوند کې دالیونۍ اوبه په څکه هم نه دي څکلې، خو نن یې له تاسره څښم، هو له تاسره چې زړه دې دخپلو توروغرونوپه شان له ژونده تور دی، ته دا په سرواړوه… اوله هرڅه بې غمه اوسه…

ما چې دشرابو ګیلاس ته وکتل،له زړه مې یوازې یوخدای خبرو، هیځ لاره مې نه درلوده، که رښتیا ووایم په همدغه شیبه کې دلکشمي له خبرې سره سم هغه لنډۍ رایاده شوه چې:

چلم وهه دوړې یی باسه دتمباکیوبه دې زه ضامینه شمه…

پرمایی هغه ګیلاس لکه دجادوګرې په شان په سرواړاوه، څو نورماهم پسې وڅښل… اوتوکل مې پرخدای وکړ، له ځان سره مې وویل چې پرسیند خو لاهو شوم څه یوه نیزه اوڅه لس… داپه همدغه شیبه کې لکه بلبله راته لګیاوه لایې ګیلاس هم په سر نه واړولی چې همدایې راته ویل چې:

ـ ته نورمه وایه چې زه له تاسره مینه لرم، اوس زما وار دی چې ووایم زه له تاسره مینه لرم… په دې چې ته خو نه دځان دآزادۍ په اړه فکرکولای شې اونه هم دنورو…

تردې زیاتې یی یوڅو نورې هم راته وویلی، زه یې دومره راوپاروم چې له ډیره درده مې هغه لیک چې په همدغو ورځو کې مې خپل پلارته په همدغه اړه استولی وای چې دانوڅه ګناه ده چې که زه له دغې هندوستانۍ سره چې ټول عمر یې له ما سره تیرشواوزه یې په هرڅه باورلرم واده وکړم، زه پوهیږم چې دغه نجلۍ به کله هم ما بدمرغه نه کړي… خوهغه یوازې دایوه اوږده غونډله راته لیکلې وه چې:

– ته پوهیږې اوکاردې، که ته له هغې سره واده وکړې نو هغه ورځ هم راتلونکې ده چې هغه به لکه موږ غوندې مري، خو موږ به په کلي کې نه پوهیږو چې دهغې دمرګ په ورځ به موږ دهغې له پاره دقبربندوبست کوو اوکه دلرګیو؟ یوازې دغه ستونزه یې حل کړه نوربه خدای خیرکړي…

مادغه جمله دې ته لکه څنګه چې وه ولوسته، هغه زما په ځنځیر اوزولانه شوي تقدیرباندې پوه شوه، په دې پوه شوه چې زه او یاهم داخپله څومره محکوم یو، هغه پوه شوه چې زما په زړه کې دهغې په اړه څه نشته اوهرڅه لکه په اوبوکې لمر داسې روښانه دي، په خپله ټوله ښکلا یې یوځل بیاد زړه له کومي غیږه راکړه اوپه یوه اوبله خوایی داسې مچې کړم چې دغاښود تاو درد یې ترډیرو پوره زما پرمخ باندې خپل سیورې له نري نري درد سره غوړولی و. له دغه شان مچولووروسته یې دخپل زړه درد په دغه خبره کې ترخوله راویوست:

ـ زه مینه درسره لرم، هو، دومره مینه، چې ان قبرته له هغې سره درسره ځم، سره له دې چې قبراوسوزیدل زما هم لکه ستا په شان نه خوښیږي، خو که بله لاره نه وه، هغه هم درسره منم…

شپه ترنیمایی اوښتې وه، هغې په دغه وروستۍ شیبه کې هم هیله راڅخه وکړه او راته یې وویل:

ـ یوه لنډۍ، یوه وړه لنډۍ چې دزړه تسل مې پرې وشی، نوره نو شپه په سپیده چاود باندې خپله کډه وراړوي… ماڅوګیلاسه په سرواړل خوداسې نه ښکاریدم چې زه به له چتې وتلې وم او نه هم لکشمي داسې راته ښکاریده، له هغې مې پوښتنه وکړه چې داڅنګه شراب دي چې پرمایې هیڅ اغیز تراوسه هم نه ښکاري، هغه راته په خندا شوه اوراته ویې ویل،داشراب نه دي، په دې خاطرچې ته دوزخ ته ولاړنه شې،ما له هغو ډډه وکړه… زماعقیده هم له شرابوسره مروره ده….

ما نن هغې ته دزړه خبره وکړه، هغه چې دا ډیره موده ما نه شوای ورته کولای او زما پرزړه یې درنه کیږدۍ وهلې وه، خو نن یې زړه ته ورسیده چې زه هم دې غوندې انسان یم، لکه دې غوندې د ژوند په رمزباندې پوهیږم، خو یوازې په یوه توپیر چې دې په خپل ژوند کې په یوشمیرهغو خنډونوچې دانسان په مخکې وي برې موندلی و اوما نه شوای کولای چې ځان له هغوڅخه راوباسم.همداوه چې ددې زما دژوند شډل تو ب خوښیده، دا زما په شډ والي باندې پوهیده اودهغه هرڅه یې په زور او زیر دواړه ورمعلوم وو او په هغو کې یې خپله نیکمرغی لیده، هغې ته زما حیا، زما وفا، زما ژوند زما له تاریخه ددې په مخ کې پراته وو اوهرڅه یې انې اونورو مشرانو لکه هنداره داسې ورښودلي وو،خوماته داسې څه چا نه وو ویلي، زه وم چې ددې په باب مې هرڅه یوازې ددې په ظاهرکې کتل، ان چې ددې په ظاهر کې مې هم دځان له پاره دبدمرغۍ څه نه لیدل، په دې چې هغه زما پرخوا را روانه وه خوما په ځان کې داتوان نه لیده چې هغه زماد اندوژوند پرپراخه ورشوپه څه شان راګډیږي اوځان هغه سرمنزل ته رسوي لکه چې یوه ورځ زه اوهغه په یوه وینه اویوه مینه پورې هلته تړلی وو… هو په هغه مینه چې دې اوس په کیسوکې لیده او په هغه وینه کې چې تراوسه یې رنګ اواحساس لکه زما دهغې په شان و.

زه یې ترلاس ونیوم، لاس یې زما په لاس کې و، دهغې دبدن تودوخه مادهغې له لاسه په خپل ټول درنښت سره احساسوله، په هغه شپه یې د وروستي ځل له پاره دچا خبره په مزه مزه ښکل کړم او بیا یې خپله دپلاراونیکه حق لنډۍ دنورو ډیرو تودو هیلو پرځای رانه وغوښته، هو، لنډۍ هغه چې دې به تل دخپل تاوده زړه تسل پرهغې باندې کاوه، زه لږ ترې یوې خواته شوم، مخامخ ورته ودریدم اوپه مینه مینه مې ترخوله ورته راووته:

یاري دنه کوم ډاریږم           دلرې لرې تماشې به دې کومه…

اوپه هغه شپه زموږ دمینې بنډار دهغې په موسکا کې تیت وپرک شو… لږشیبه وروسته زموږ موټر متورا ته ورسید هلته مو له یوه پرتمین جومات څخه دحق آ‌ذان ترغوږ شو، ما هلته دسهار لمونځ وکړ، خو چې لمرراخاته نو بیا موږ دهمدغه ښار په زړه کې هلته په لوړ باندې د رادها اوکرشنا له طلایی مجسمو سره ولاړ وو، هلته چې هندکیو نوي په خورا درنښت سره دهغو په پښو کې خپل ارادتونه او سهارني ګلان په مینه ښندل او شندل او دهغوی دتلپاتې مینې اوارات قدردانی یې کاوه…

لکشمي هم درادها ترمجسمې لږ رادیخواله ځان سره یوڅه ویل، داسې چې ما نه اوریدل، خو کله چې را نژدې شوه، وامې وریدل چې له ځانه سره یې اوس هم زما هغه لنډۍ زمزمه کوله، هو، لنډې

 یاري دنه کوم ډاریږم        دلرې لرې تماشې به دې کومه…

پاتې لري

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.