د بښنې نړیوال سازمان: د پاکستان حکومت دې د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي

bbc.com/pashto

438

کابل

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په سملاسي ډول دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ‘خپلسره نیول او ځورول’ بند کړي.

دغه سازمان دا غوښتنه د جون شلمې یا د کډوالو نړیوالې ورځ په مناسبت یوه رپوټ کې کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي دغه افغانان د طالبانو لخوا د ځورول کېدو له وېرې له خپل هېواده تښتېدلي او پاکستان ته یې پناه وړې، خو هلته هم خوندي نه دي‌ پاتې.

دغه سازمان ويلي “وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې له تبعیض سره مخامخ دي، ډېر خراب دی.”

په رپوټ کې راغلي،‌ چې‌ له دوی ډېر افغانان په عادي‌ ویزو پاکستان ته تللي، هلته یې اوس د کډوالو په توګه د ثبتېدو پروسه پام وړ ټکنۍ ده، او دا چې د ویزو وخت یې اوښتی دی.

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مرستیالې مشرې ‘دینوشیکا دیسانایکه’ ويلي “دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته اړین نړیوال پام نه ور اوړي.”

هغه زیاته کړې چې دغه افغانان اوس له داسې ناممکن وضعیت سره مخامخ دي، چې نه پاکستان کې د پاتې کېدای شي او نه هم بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي.

د اغلې دیسانایکه په وینا “مبهم حقوقي وضعیت او د کډوالۍ یا دریم هېواد ته د لېږدېدو پیچلو پروسو دوی [افغان کډوال] نور هم زیانګالي‌ کړي‌ دي.”

پاکستان

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د بښنې نړیوال سازمان رپوټ‌ کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ “یو‌اېن‌ایچ‌سي‌ار” سره د کډوالو په توګه د دغو افغانانو د ثبتېدو او همدا راز د پاکستان حکومت لخوا یې د ویزو د نوي کېدو پروسې ډېر وخت اخلي او دغه ځنډ پاکستاني پولیسو ته دوی ځورول او نورو چارواکو ته له دوی د پیسو شکول اسانه کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي‌ د سند، کراچۍ، پېښور، چمن او کوټې په ګډون یې د پاکستان له لروبر د افغان کډوالو د نیول کېدو او ځورول کېدو ګڼ رپوټونه ترلاسه کړي‌.

دغه سازمان په دې لړ پاکستان کې له یو شمېر مېشتو افغان کډوالو سره مرکې هم کړې.

له دوی د حسن په مستعار نوم یوه افغان پناه غوښتونکي چې د جمهوریت پر مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کارمن و، ویلي پولیسو یې اسلام اباد کې د شپې له مخې کور پلټلی او له شاوخوا ۲۰ نورو افغانانو سره یې یو ځای د پولیسو مرکز ته بیولی دی.

نوموړی وايي “له موږ یې پاسپورتونه او جیبي بکسې واخیستې، څو ځله یې تالاشي کړو. ان هغه کسان یې هم ونیول چې ویزې او پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد یې درلودل.”

حسن وايي د نیول کېدو پر سهار د ۳۰ زره کلدارو ‘جریمي’ بدل کې بېرته خوشې شوی، خو پولیسو یې نه نیول کېدو لامل روښانه کړی او نه یې هم د جریمې پاڼه ورکړې ده.

پنځو نورو افغان کډوالو هم د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې تر نیول کېدو وروسته ترې د پنځو او ۳۰ زرو کلدارو ترمنځ پیسې اخیستل شوې.

د یادونې ده چې په پاکستان کې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې افغان سفارت مسوولینو هم د روانې جون میاشتو لومړیو کې تایيد کړه چې پاکستاني امنیتي ادارو په اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې لسګونه افغانان نیولي دي.

بي‌بي‌سي
د عکس تشریح،پاکستان کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو د بې برخلیکه وضعیت له کبله احتجاجونه هم کړي

پاکستان کې میشت افغانان د اسناد نشتوالي له کبله د سیمکارتونو د موندلو، بانکي حسابونو د پرانیستلو او ان د لنډمهاله وسېدو لپاره د کورونو په کرایه کولو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان په دې تمه پاکستان ته اوښتي چې له هغه ځایه به لویدیزو هېوادونو ته د تګ لاره چاره ومومي.‌

امریکا، کاناډا، بریتانیا او جرمني د هغو افغانانو د ایستلو پروګرامونه اعلان کړي،‌ چې افغانستان کې یې له دوی سره کار کړی او یا د طالبانو لخوا د ځورول کېدو له خطر سره مخامخ وي.‌

دا چې دغه هېوادونه اوس په افغانستان کې دېپلوماتیکې استازولۍ نه لري، نو دغو افغانانو ته په کور دننه ویزې نشي صادرولی.

خو دغو افغانانو ته پاکستان کې هم د دریمو هېوادونو د ویزو ترلاسه کولو پروسه ډېر وخت اخلي.

سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مرستیاله مشره دغو ټولو ستونزو ته په اشارې وايي دغه افغان کډوال او پناه غوښتونکي له هره اړخه ستونزه سره لاس ګریوان دي او سملاسي ملاتړ ته اړتیا لري.

د یو اېن اېچ سي د مالوماتو له مخې پاکستان کې په ټوله کې له ۳ اعشاریه ۷ میلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي، چې له دوی یوازې ۱ اعشاریه ۴ میلیونه رسمآ راجستر شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي د پاکستان له حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ یې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو او ځورول کېدو په تړاو غبرګون غوښتی، خو ځواب لا نه دی ورکړ شوی.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.