پرادبیاتو خبري

همت عمرزوی

418
ادبیات ترډېره بریده د خیال او ذوق د دنیا سره سروکار لري، د انساني اګاه اوناخوداګاه جهان پر غولي د خپل معنوي ځواک زین کړی نیلی په ټوپونو او غورځنګونو ځغلوي، او د (ټاکلي مرام) پر هسکه جنډه د خپل فتح کړي منزل د یادګارمٌهر ټاپه کوي، د انسان روحي اوتخیلي غوښتني، هیلي، خوبونه اوخیالونه پردې بازار خپل پېراوپلور ترسره کوي،(ګټه) چې د انسان همېشنې ورکه ده دلته ډېره نه محسوسېږي، انساني مناسبات د مادې پرتاله نه محاسبه کېږي، د جسمي لذت د فایدې اوتاوان ریاضیکي فرمولونه دلته کار نه ورکوي، د انسان خودفریبه چلونه او دلفریبه چمونه بې تاوه اوبې چلاوه دي، بلاخره پردې نړی د ژوند اصيل خونداورنګ څرګندېږي اوتجربه کېږي.
ولي! دا دنیا دومره نوهم د انساني ناروغیوڅخه مصونه اوبې غمه نه ده،  ددې نسبتا” سالمي نړی روغ وجود هم د مادي مرضونو توري بلا وهلی اوداغلی دی، دلته هم انسان دا مغروره نرګیسي دعوه کړې چې بس(زه یم!) دغه ناروغی لکه ساري مرض په ډېرشدت او وخامت سرایت کړی او د انتشار څپې يې هرلوري ته تللي اوغځېدلي دي، زه چې کله هم د مادي دنیا له کرغېړن چلند څخه روحي ستړی سوی یم نو د یو څو شېبو د دروني آرامتیاپه پارمي دغي خیالي دنیاته پناه وروړي ده، او پرځان به یې نه حراموم تریوحده مي دغه د سکون مراد ترسره کړی هم دی، اما! دلته چې کوم څه زورونکي دي هغه(زه)یم، زه هغه بده بلاده چې لکه مرګی هيچاته يې ښه زړه نه دی ورکړی، ماته چې ددې دنیا پرنرمواطلسي او مینه ګرو کوڅو داظالم(زه) په مخه راسي نو وېښته له ډېره خښمه ورته ږيږسي، زړه مي له درده وپړسېږي او د خیال په ټالونوکې سر راباندي وګرځي، اوس پوښتنه داده چې ددې دردونکي مرض څخه د نجات بله دنیا چېرته اوپه کومه ولټوو؟
یوفرضي ځواب:
د مادي دنیا پر شوربازار خوهسي هم داچاره ناشوني ده چې مونږ وکولای سو چې(زه) د ويښ وجدان په ارادي پړي وتړو، نوڅه به کوو؟ دابه کوو چې په دغه نسبتا” غیرمادي جهان کې به لکه د رحمان بابا رح شعوري هڅه کوو چې دغه بې رامه او ناآرامه (مست لوک) به اېلوو او دلته به دده نه پوره کېدونکو غوښتنو ته د وجدان په کلکه څپېړه نه! وایو، که مو دلته دغه ادبي جهاد د نفساني ميرڅمن د وهلو اوځپلو په موخه ترسره کړ نو ګوندي په سپين مخ اوپاکه خوله د مادي دنیا د مدهوشه بازار پر نیمه ويښه فکرونو هم لږ اغېز وښندو اوکه مونږ دلته د(زه) په ناپایه دریاب کې د غرقېدو اوډوبېدو مرګوني سلګی وهو نو نه به (داشړی وړی سي@ نه به سر هغه بېړی سي).
ادبیات یوازي د خیال پرنړی د ذوق تنده خړوبول نه دي بلکي د سپېڅلي ریاضت د دروني تطهیرد دایمي پاکی یو روحي تجربه هم ده، اودایي لابله چې د نورو عملي ښېګڼو ترڅنګ د انسان مادي ژوند د (انسانیت) پرمعیارونو سیال اوسمبال ښه ترا عیارولای او تنظیمولای سي، خو په دې شرط چې نیت صفاوي…!
په پېروزینه اودرناوي.
٢٩\٣\١٤٠٢

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.