له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالي

آصف بهاند

317

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي هغه ډول

چې نه خلاصېدونکې خواشنۍ ته ورته دی

 

تر څو پورې به مو ماشومان او کوچنیانو تر مځکې لاندې د خښو شوو چاودېدونکو توکو ښکار کېـږي؟

لوږه، له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په لړ کې تر ټولو لوی ـ مضر او نه جبیره کېدونکی تاوتریخوالی دی. له ماشومانو او کوچنیانو سره د لوږې د تاوتریخوالي تر څنگ، بل داسې تاوتریخوالی چې ښایي لړلۍ یې تر ډېرو کلونو پسې وغځېـږي؛ تر مځکې لاندې هغه خښ شوي چاودېدونکي توکي دي چې همدې غټانو یا مشرانو خښ کړي دی او تر ټولو ډېـر او لومړني قربانیان یې همدا ماشومان او کوچنیان دي. د بي بي سي په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي دي چې په تېر میلادي کال (۲۰۲۲) کې اوه‌سوه ماشومانو او کوچنانو ته یې مرگ ژوبله اړولې ده. د یاد رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د یوه ماشوم د تصویر له خپرولو سره چې په یو ویجاړ ټولګي کې ولاړ دی او تورې تختې ته ګوري ویلي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې ماینونو، د جګړې پاتې شونو او نورو چاودېدونکو توکو څه باندې اوه سوه ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې ادارې ویلي چې دا په ورځ کې دوه ماشومان کېږي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې په دې څه باندې اوه سوه ماشومانو کې څومره یې وژل شوي او څومره یې ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماینونو او جګړې د پاتې شونو له امله د سلګونو ماشومانو د مرګ ژوبلې خبره داسې مهال کړې چې دا اونۍ یعنې د مې میاشتې له ۲۲ نه تر ۲۵ نېټې پورې د ملکي وګړو د خوندیتوب د اونې په توګه لمانځل کېږي.

د بشري چارو او بېړنیو مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې جویاس مسویا په همدې مناسبت یوه ویډیويي پیغام کې ویلي ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې د جګړې درنه بیه ملکي وګړو پرې کړې.

“دا ما ځوروي چې وایم ۲۰۲۲ د هغو ملکي وګړو لپاره چې په جګړو کې ایسار پاتې دي د نه زغمولو یو بل کال و. په افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، اوکرایین، یمن، او په دې وروستیو کې سوډان کې ملکي وګړي په دوامداره توګه د جګړې له بوږنوونکي کړاو نه ځورېږي. هر کال زرګونه کسان وژل کېږي او ټپیانېږي”…»

تېروتنې مشران کوي، پورې یې د معیوبېدو او مړینې تر بریده پورې ماشومان ــ کوچنیان او راتلونکي نسلونه پرېکوي.

سره له دې چې له چاودېدنکو توکو سره د مبارزې ځانگړې ادارې عامو خلکو ته د نه چاودل شوو چاودېدونکو توکو په باب معلوات ورکوي،

خو دا معلوات کافي نه وي او بیا هم ماشومان او کوچنیان د دې پټو بلاو ښکار گرځي او خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر ټولو نوې بېلگه یې د افغانستان په کندهار کې د ۲۰۲۳ ام کال د می په دوه‌ویشتمه د راکټ سرګلولې د چاودنې له امله د یو کوچني وژل کېدل او د یو تن ټپي کېدل دي. په دې باب د تاند په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند دوشنبه ، د جوزا لومړۍ، د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د راکټ سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او ۲ نور ټپيان دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې دا پېښه د سرګاو کارېز په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینو د یادو ماشومانو د کورنیو او اقتصادي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغانستان بېساری بشري او اقتصادي ناورین زغمي، چې له امله یې ماشومان هم سخت اغېزمن شوي.

د ماشومانو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، ډېری افغان ماشومان د بېوزلۍ له امله د زړو اوسپنو ټولولو ته اړ وتي، چې د داسې پېښو سبب کیږي.»

زموږ په هېواد کې د پوهې او سواد د نشتوالي یا تیټې کچې په وجه او د نړیوالو مضرو ځواکونو د غیرانساني موخو د ترسره کېدو په پار؛ دا دی ډېر کلونه وشول چې جگړه زموږ په هېواد کې را میلمنه شوې، اوس که لږ ارامه شوې هم ده، خو تاثیرات یې د ژوند پر بېلابېلو برخو باندې محسوس دی، څو نسلونو ته یې ژوند ورزهرجن کړی دی او ښایي دا زهرجنتوب یې څو نور نسلونه هم وڅکي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.