په مصنوعي ډول د انساني جنین د ماډلونو جوړولو اندېښنې پارولي

355

په لابراتوار کې جوړ شوي د انسان جنین ته ورته جوړښتونه

ساینس پوهانو د انسان د بدن له حیاتي حجراتو څخه په استفادې په لابراتوار کې داسې جوړښتونه تیار کړي چې د انسان جنین ته ورته دي.

پدې برخه کې ګړندی پرمختګ او د سیانسپوهانو ترمنځ سیالي روانه ده چې له امله یې ځینو کارپوهانو اندېښنه ښودلې او په مصنوعي ډول د انسان جنین ته ورته جوړښتونو رامینځته کولو دپاره یې د سختو مقرراتو غوښتنه کړې ده.

د نړۍ څو لابراتوارونو په تیرو اوو ورځو کې پدې برخه کې د خپلو پرمختګونو په اړه ځینې معلومات په رسمي ډول له خپرېدو وړاندې افشا کړي دي. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې له دغو معلوماتو سره باید په احتیاط چلند وشي ځکه چې په اړه یې رسمي بیاکتنه نه ده شوې.

د معلوماتو له مخې، دغه لابراتوارونه توانېدلي چې د مختلفو تخنیکونو په وسیله د انسان حیاتي حجرې د نارینه سپرم او ښځینه هګۍ له القاح پرته د انسان جنین ته په ورته جوړښت بدلې کړي.

ددې څېړنو موخه د عقامت، د معیوبو ماشومانو زېږولو او میندوارۍ د داسې نورو ستونزو د لاملونو لټون ښودل شوی دی. د انسان د جنین په اړه دا ډول ژورې څېړنې پخوا د اخلاقي اندېښنو په وجه ممکنې نه وې.

د “مګدالینا زرنیکا-ګوټز” په نوم د کیمبرج پوهنتون او د کالیفورنیا د ټیکنالوژۍ انسټیټوټ ګډې کاري ډلې د خپلو تازه څېړنو په اړه تېره چهارشنبې د متحده ایالاتو په باسټن کې د حیاتي حجرات د څېړنو د نړیوالې ټولنې په کلنې غونډې کې معلومات ورکړل.

له دې یوه ورځ وروسته، د اسرائیل د “ویزمن” ساینس انسټیټوټ ابتدايي معلومات خپاره کړل چې ښيي له حیاتي حجرو یې د انسان جنین ته ورته جوړښت تیار کړی دی.

د انسان د جنین ماډلونو جوړولو هدف د عقامت او میندوارۍ د ستونزو د حل د لارو چارو لټول ښودل شوی دی.
د انسان د جنین ماډلونو جوړولو هدف د عقامت او میندوارۍ د ستونزو د حل د لارو چارو لټول ښودل شوی دی.
تېره اونۍ د چین او متحده ایالاتو یو شمېر نورو تحقیقاتي ډلو او لابراتوارونو هم د انسان د جنین په اړه د خپلو څېړنو ابتدايي معلومات خپاره کړل.

خو دغو څېړونکو د رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې د دوی کار یې د “مصنوعي جنین” جوړول ګڼلي او ویلي یې دي چې دا ماډلونه باید له دې کبله مصنوعي و نه ګڼل شي چې د انسان د حیاتي حجرو په اساس جوړ شوي دي.

د څېړونکو تر منځ سیالي

په دې برخه کې د بیلابیلو څېړنو د پایلو خپرېدل د څېړونکو ترمنځ روانه سخته سیالي په ګوته کوي.

د تیر کال د اګست په میاشت کې د زرنیکا-ګوټز او د اسرائیل د ساینس ټولنې په یوه وخت د خپلو هغو تحقیقاتو په اړه معلومات خپاره کړل چې د موږکانو له حیاتي حجرو څخه یې په لومړي ځل د جنین په څیر جوړښتونه رامینځته کړي وو.

دغو دواړو ادارو ویلي چې د تازه څېړنو په اړه یې بیا کتنه کیږي. د اسرائیل د ساینس انسټیټوټ څېړونکي جیکب هانا فرانس پرس ته وویل چې د دوی له خوا جوړ شوي ماډلونه “پلاسینټا، د ژیړو کڅوړه، امینوټیک غار” او د جنین داسې نورې ځانګړتیاوې لري چې د هغه په وینا، د زرنیکا-ګویټز له خوا رامینځته شوي جوړښتونه یې نلري.

نورو څیړونکو هم د اسرائیل د کار ستاینه کړې چې جنین ته ورته جوړښتونو په جوړولو کې یې جنیټیکي تعدیلات ندي کړي او یوازې کیمیاوي طریقې یې کارولي دي.

د چین او امریکا یو شمېر لابراتوارونو تازه د انسان جنین ته ورته ماډلونو جوړولو خبر ورکړی دی.
د چین او امریکا یو شمېر لابراتوارونو تازه د انسان جنین ته ورته ماډلونو جوړولو خبر ورکړی دی.
د جرمني د “میکس پلانک انسټیټوت” د جینیتیک څیړونکي، جیسي وینویلیټ وویل: “له طبیعي جنین سره د [اسرائیل] د ماډل ورته والی د پام وړ او بې ساری دی.”

نور څېړونکو هم دا پرمختګونه مهم بللي خو غوښتنه یې کړې ده چې د مختلفو ډلو د کارونو د پرتله کولو وړاندې لومړی باید انتظار وشي چې د دوی د څېړنو په اړه رسمي بیاکتنه وشي.

د بریتانیې د ریډینګ پوهنتون د بیولوژۍ استاد داريوس ویډرا وویل: “موږ باید له احساساتي خبرو ډډه وکړو ځکه چې دا ټیکنالوژي په لومړیو مراحلو کې ده او پدې برخه کې نويو لارښوونو ته اړتیا شته.”

‘تور بکس’

دواړو لابراتوارونو ویلي چې په ۱۴ ورځو کې یې خپل د جنین ماډلونه رامینځته کړي دي. دا په ډیرو هیوادونو کې په لابراتوار کې د انساني جنین د ودې ورکولو لپاره قانوني موده ټاکل شوې ده.

له ۱۴ ورځو وروسته جنین د حجرو تنظیمول پیلوي ترڅو د مغزو په شمول د غړو جوړښت رامینځته کړي. دا مرحله د “تور بکس” په نوم یادیږي ځکه چې له دې هاخوا د انسان د جنین په اړه لږ څه پیژندل شوي دي.

پدې برخه کې د څیړنې مقررات د هیوادونو تر مینځ توپیر لري. خو زیاتره دا مقررات یوازې د هغو جنینونو په اړه پلي کیږي چې د القاح په نتیجه کې رامنځته شوي، او د جنین د تازه ماډلونو جوړولو ته ځکه اجازه ورکړل شوې چې القاح شوي ندي.

په لابراتوار کې د جنین ساتل
په لابراتوار کې د جنین ساتل
د کیمبرج پوهنتون د جمعې په ورځ وویل چې د حیاتي حجراتو په اساس د انسان د جنین ماډلونو جوړولو دپاره یې په انګلستان کې د لومړني کاري چوکاټ رامینځته کولو په هدف یوه پروژه پیل کړې ده.

ساینس پوهانو ټینګار کړی چې دوی په پام کې نلري چې خپل د جنین ماډلونه د انسان په رحم کې ځای په ځای کړي، او ویلي یې دي چې که دا کار ترسره هم شي، د ماشوم رامینځته کېدو لامل نه کیږي.

څېړونکو وویل، د پخوانیو څیړنو په ترڅ کې د جنین دا ډول یو ماډل د یو بیزو په رحم کې له ایښودل کېدو وروسته د امیندوارۍ ځینې نښې رامینځته کړې وې، خو ژوندی پاتې نه شو.

د انګلستان د فرانسس کریک انسټیټوټ کارپوه جیمز بریسکو له څیړونکو وغوښتل چې پدې څېړنو کې له “احتیاط، تدبیر او شفافیت” څخه کار واخلي.

نوموړي وویل: “خطر دا دی چې غلط ګامونه یا ناسمې ادعاګانې به په خلکو او پالیسي جوړونکو باندې ناوړه اغیزې ولري، او پدې برخه کې به د څیړنو دپاره د شاتګ لامل شي.”

امریکا غږ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.