د کانکور ازموینه اووه پړاونه لري، چې له نوملیکنې پیل، د ازموینې شمولیت کارت، بایومتریک، کوډ ریشته، د پوښتنو کتابچې چاپولو، ځواب پاڼې کتلو او پایلو اعلان سره پای ته رسېږي.
ځواب پاڼه د ازموینې ګډونوال سرنویشت ټآکونکې ده او دا هغه سند دی، چې د ازموینې هر ګډونوال لپاره د هغه له آی ډي، شهرت او انځور سره سمه یوازې یوه دانه چاپیږي.
دغه پاڼه کې ګډون کوونکی په مربوطه مستطیل کې دننه لاسلیک کوي، د اناث یا ذکور دایره توروي، د پوښتنو پر وړاندې د ځوابونو دایرې په سمه توګه توروي، د کوډ رشتو په جدول کې خپل کوډونه په دقیق ډول رسوي او په پای کې د ممتحن استاد لاسلیک پرې ترلاسه کوي.
کله چې ازموینه پای ته ورسېږي، د ازموینې له ځای څخه ټول مواد د ازموینې ملي ادارې د ازموینو په کمېټه کې صندقونه د مربوطه پلاوي او استادانو له خوا پرانیستل کیږي، د پوښتنو کتابچې، ځواب پاڼې، حاضري او د ګډونوالو کارتونه تصفیه کیږي، د پوښتنو کتابچې ځانته بېلې او قرنطین کیږي او ځواب پاڼې د OMR سیستم خونې ته لېږدول کیږی، د Optical Mark Reader(OMR) یا د تورو نښو لوستو ماشین د مخصوصو تخنیکي چکونو وروسته ټوله ډیټا سیستم ته انتقالیږي.
دا سیستم د ازموینو ملي کمېټې ترټولو خوندي ځای دی، په دې ځای کې د امنیتي مسؤلینو، ادارې رهبري پلاوي او کمېټې غړو په شتون کې د مربوطه تخنیکي مسؤلینو له خوا د ازموینو د پایلو پر چمتووالي یا د سکورینګ مرحله ترسره کیږي.
په دې پړاو کې د ځواب پاڼو تورې شوې دایرې چې مخکې د OMR ماشین پواسطه لوستل شوي، د ګډونوالو ای ډي نمبرونه او د تحصیلي څانګو کوډ ریشتې، د ځانګړو تخنیکي کمپیوټري پروسو له لارې سره په اتومات ډول کتل کیږي، سمو ځوابونو ته نومرې ورکول کیږي او داوطلبان د خپلو انتخابونو له مخې د اړوندو پوهنتونونو تحصیلي څانګو ته ورپیژندل کیږي.
د سکورینګ پړاو نه وروسته د ازموینو پایلې بشپړیږي او د مطبوعاتي کنفرانس له لارې اعلانیږي.
ورپسې د ازموینو ملي ادارې په ویب پاڼه کې اپلوډ یا ځای پر ځای کیږي او داوطلبان کولی شي خپلې پایلې د ای ډی نمبر په داخلولو سره ترلاسه کړي.
وروسته له دې چې د ازموینو پایلې اعلان شي، د ازموینو ملي ادارې له خوا هر تحصیلي بنسټ ته د ورپیژندل شویو محصلانو لستونه ترتیب او د نوم لیکنې لپاره اړوند بنسټ ته لیږل کیږي.
نوي محصلان باید په لومړیو شلو ورځو کې د نوم لیکنې لپاره تحصیلي بنسټ ته مراجعه وکړي او خپل درسونه پیل کړي، که محصلان تر لومړیو شلو ورځو نوم لیکنې ته حاضر نه شي د تحصیلي بنسټ له خوا منفک کیږي.
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.