د لستوڼي مار

ليک: س، سيرت

544
د ملګرو ملتونو هم عجیبه پاليسي ده ۱۶ جولای ېې د مارانو ورځ اعلان کړيده د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې مارانو ته د دښمنانو په سترګه کتل کيږي خو په اروپايي هېوادونو کې ما ران په فارمونو کې پالل کېږي او له زهرو ېې ډول ډول درملنې جوړيږي دا اوس زمونږه بد بختي ده چې مونږ ماران دښمنان بلو او اروپایې علمپوهان بيا دهمدې مارانو په زهرو دانسانانو درملنې کوي.
لومړی باید په دې ځانونه پوهه کړو چې دعلم او پوهې په وسېله همدا ماران، غونډلان اولړمان دانسان په ګټه استعماليږي او په ناپوهۍ سره دا ټول دښمنان او په لیدلو ېې وژنو.
د مار پېژندونکو په وينا ماران په ۷۲ ډوله دي چې هر یو ډول ېې ځانګړی نوم لري په دې کې زيات غټ او ښکار کوونکی افعي مار دی، دا مار تور رنګ لري چې دافريقا په ځنګلونو کې ليدل کېږي او خوراک ېې دځنګل نور ځناور دی بیا تر ټولو وړوکې مار له ۱۲ ډولو منګريانو څخه چيني منګرې دې چې سپين رنګ لري او تر اتو انچونو زيات نه وي ژوند په دښتو د ځناورو په غایته موادو(خوشايو) کې کوي دا مار چې څوک وچيچي په همغه وخت مري کله چې په خوشايو کې وي ترې خړ لوګی پورته کيږي.
په ملګرو ملتونو کې تر ۲۱ زيات هېوادونه ثبت شوي چې د مارانو فارمونه لري او له زهر و ېې د تارياکو په څير په درملنو کې کار اخلي.
په مارانوکې يو شمیر ډولونه شته چې خپله چاته څه نه وايي خو که وځورول شي عکسل العمل ځرګندوي چې هغه شير منګرې دی او دا شير منګری په مارانو کې پاچا یادیږي.
شير منګری دخوی نه اصیل وي چاته څه وايي چې ځورول شوی نه وي خوله نه لګوي خو بيا بل مار چې دکپچه په نوم ياديږي هغه چې هر څه وګوري بريد پرې کوي پاڼو ګران (مارنيوونکي) کپچه ماران په پيټارونو کې بيا بيا دم اومنتر کوي چې له اودې ونه ووځي.
هغه څوک چې ماران پيژني هغوې ته دهر ډول مار خصلتونه څرګند وي چې هر ډول ېې ېو له بله جدا جدا خصلتونه لري لکه ازچي مار، نیل مار، نيله مار ، پلنګ مار ګسټ مار، کوندې کنګره مار ، کوچا مار، شاه مار، نيمچه مار، سګ مار، سګسر مار، سګچور مار، ميا مار، ميافه مار، حلقه کولي مار چې ددې ټولو مارانو زهر هم سره توپير او دانسانانو د وينې په څېر منفي او مثبت ګروپونه لري.
دمنګريانو څخه شير منګری ،کور منګری، موخېل منګری، چېني منګری، پيس منګری چې په منګريانو کې سخت منګريان دې طب پوهان ېې له زهرو داسې درملنې جوړوي چې قیمتونه ېې ډېر لوړ او دځانګړو مرضونو لپاره ېې کاروي.
يو ډول مار چې عام خلک او په ځانګړې توګه ولسي او سېاستوال ېې دلستوڼي مار یادوي دا ډول ماران په ظاهره ځان دوستان معرفي کوي خو په عمل کې سرسخت دښمنان وي چې يو شمیر انسانانو ته هم د لستوڼي ماران ويل کيږي، د ځنې هېوادونو سېاستوال دافغانانو سره دلستوڼي د مارانو په څير چلند کوي او يوشمېر له سیاسته ناخبره او بې تجربې واکمن دلستوڼې له مارانو ناکامه تمې لري او همدا نامامه تمې او نا بالغه پاليسي ده چې له بده مرغه افغانان ېې د هر اړخېزو تاوانونو سره مخ کړل او مخ کېږي .
په نړيواله کچه دلستوڼي دمارانو په اړه هم کومه اوده يا پاليسي او منتر نشته چې افغانستان ترې وژغورل شي زه به همدومره ووایم چې افغانستان او دافغانستان خېر خوا هېوادونه دې الله دهر ډول مارانو وساتي او دا منتربه په افغانستان چف کړم (مو بستم، زبان بستم ، استغان بستم، دندان بستم رګ رګ مارا بستم ، بستم ترا به ننګين حضرت داوود پيغمبر به تخت حضرت سليمان پيغمبر به اوده ېې اخوند سا صاحب به حکم خدا به اوده رسول خدا به أذن پير استاد ) ګوره که د افغانستان له وجوده دلستوڼي دمارانو زهر مړه شي او هم افغانان په مارانو کې دلستوڼي مار وپيژني بيابه ان شا الله ټول له افغانستانه تللي وکړي خپل هېواد ته راستانه او د سوکاله ژوند خاوندان به شي

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.