پر افغانستان او سیمه د امریکا او پاکستان تازه خبرې

498
محمد اسماعیل شاکر/ دویچه ویله

4 ساعتونه مخکې

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزېرانو ویلي دي چې په سیمه او افغانستان کې پر ګډو اندېښنو غږېدلي. آیا دواړو هېوادونو ته نوې اندېښنې راټوکېدلي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویناپاڼې، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له قوله لیکلي، چې په تېر یو کال کې له امریکا سره د شپږ پړاوه مذاکراتو په پایله کې اړیکې لاپسې متنوع او ټينګې شوي.

سرچینه زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په تيليفوني اړیکه کې په سیمه کې د سولې، ټیکاو او پرمختګ د ټینګښت په اړه پر ګډو همکاریو خبرې کړي.

د ترهګریزو ګواښونو په اړه ګډې اندېښنې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویناپاڼه لیکي: «دوی دغه راز، د ترهګرۍ د ګواښونو په ګډون د سیمې پر امنیتي وضعیت بحث وکړ او په افغانستان کې يې د سولې او ثبات د ټینګښت په اړه د خپلو ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وشو.»

هاخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې ښاغلي زرداري سره یې په تيليفوني خبرو کې د سیمي او افغانستان پر وضعیت خبرې کړي.

هغه زیاته کړې: «موږ یوه ښه تيليفونې اړیکه لرله چې په هغه کې مو پاکستان کې د اقتصادي بیا رغېدا پر ملاتړ او د افغانستان په ګډون پر ګډو سیمه ییزو اندېښنو بحث وکړ.»

اسلام آباد کې پاکستاني خبریال او شنونکي طاهرخان دویچه ویله ته وویل، د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکو کې معمولا ترینګلتیا وي، خو د افغانستان په موضوع کې تل هڅه شوې چې پر ګډو ګټو او اندېښنو تمرکز وشي. ده وویل: «نن سبا ډېرې مسلې دي، ترهګري ده او پاکستان کې د ټي ټي پي خبره کوي.»

پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې خوندې مرکزونه لري. دا ادعا د طالبانو حکومت نه مني او امریکا هم په دې اړه په رسمي ډول خپل دريځ نه دی په ډاګه کړی.

آیا پاکستان او امریکا د طالبانو د رسمیت پېژندنې له پاره لابې کوي؟

طاهر خان وايي، په دې وروستیو کې پر افغانستان او سیمه د امریکا، پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ خبرې اترې ډېرې شوي چې ان په دې خبرو کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع هم مطرح کیږي.

د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو یوه پلاوي د افغانستان له پاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف خان دراني سره هم کتلي دي.

ښاغلي درواني په دې اړه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي: «د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږ کوونکي فریدون سینیرلي سره مو پر افغانستان خبرې وکړې، د طالبانو رژیم په رسمیت پیژندل، د ټي ټي پي پټنځایونه، د ښځو حقونه، بانکي محدودیتونه، د افغانستان کنګل شوې شتمني او بشري بحران په خبرو اترو کې غټ ټکي ول.»

خو په آلمان کې د سیاسي چارو آفغان شنونکي وایس ناصري دویچه ویله ته وویل، نړۍ لاهم د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندنې ته چمتو نه ده. هغه وویل: «د امریکا، پاکستان، ناټو، اروپايي ټولنې، شانګهايي او د نړۍ د ټولو هېوادونو یو تصمیم دی، هغوی طالبانو ته مشخص وړاندیزونه لري او مشخص شرطونه لري، ترڅو چې طالبان دغه شرایط پوره نه کړي د نړۍ هیڅ هېواد به د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت ونه مني.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې تردې یوه ورځ وړاندې د امریکا او پاکستان پوځي چارواکو هم د افغانستان او سیمه په امنیت خبرې کړې وې.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره په راولپینډۍ کې کتلي او په دې کتنه کې پر دفاعي همکاریو خبرې شوي.

دا خبرې اترې داسې مهال دي چې په پاکستان کې د ټي ټي پي فعالیتونه او برېدونه ډېریږي او پاکستاني چارواکي تور لګوي چې یاده ډله له افغان خاورې خپل بریدونه پلانوي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.