باعزته سوله! چي نه ولس پکي وږی وي، نه ت.الیب

نقیب احمد قریشي

876
باعزته سوله! چي نه ولس پکي وږی وي، نه ت.الیب:
– دې سړي ورته وويل چي سوله فکر غواړي، دوی ورته وويل چي فکر نه؛ دوی تا نه غواړي!
– ده ورته وويل چي سوله به وي، ډوډۍ به‌ نه وي، دوی ورته وويل چې نو نه دي وي.
– ده بيا ورته وويل چې سوله به وي، پوهنتونونه او ښوونځي به نه وي. دوی ورته وويل چي دوی داسي نه کوي، بدل سوي دي.
– ده ورته وويل چي بيا به استبداد وي، سپوڼ به هم نه سئ وهلای. دوی ورته وويل چې موږ له دوی سره پوهيږو، ته‌ لږ څنګ ته سه.
– دی بیا ورته لګیا سو چي باعزته سوله غواړم! دوی ورته وویل چي سوله بې عزته او باعزته نه لري. سوله – سوله ده.
– دی مسکی سو، ورته ويې ويل د باعزته او بې عزته سولي په مانا به وروسته وپوهېږئ!!
– ده ورته وويل چي د نړۍ سره به مو اړيکي پرې سي؛ پوځ به مو له منځه ولاړ سي، میلیونونه کسان به مهاجر سي، مطبوعات به وځپل سي او خوارځواکې د بیان آزادي به له منځه ولاړه سي!
دوی ورته وویل: “وچه ډوډۍ ګیلاس اوبه دي وي، خو سوله دي وي!”
– ده ورته وويل سهی دی، ولاړئ داسي ولاړئ چي خپه دی، له یوه کس څخه نه؛ بلکي له یوه درست بې شعوره ولس څخه.
عجيبه خلک دي، سړی ورڅخه ولاړی څنګ ته سو، دوی اوس ده ته وايي چي وږي يو، تږي يو، ملا دی، بلا ده، موږ ټول خوري،
څه وکړو؟
……………….ک
بيا د دې ولس”!” یوې کوچنۍ برخي ږغ پوره کړ: زموږ پوهنتونونه خلاص کړئ، کاروبارونه مو ولاړ دي، ټکس او مالیه مو ولي لوړه کړه؟ او ولي يې اخلئ، دا په اسلام کي نسته، تاسي باید زکات او عشر ټول کړئ چي کیسه ټوله اسلامي سي! پسي زیاته یې کړه: زموږ اولادونه بېکاره سول او پر ځای یې ملاصاحب او قاري صاحبان راغله! ولي!
له بېلابېلو خواوو ځوابونه ورته راغلل، درې يې را اخلو:
یو: دا تاسي چي کوم څه غواړئ دا په شروة الصلاط، نور الظلم، بوستان او ګلستان کي نه دي راغلي!
دوه: نور څه شي غواړئ!
درې: پلانه ده و دینګه ده!

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.