محبس او قفس

عبدالقیوم

175

یوه خبره تل یاد ساتۍ، هغه دا چي سردار محمد داود خان په خپلي کورنۍ کښي  له پاچا (محمد ظاهر خان) سره تربور ګلوي پالل، په هیواد کښي یې له( روشنفکري نهضت ) سره سرسخته  دښمني کول. تل یې تلاښ دا وه چي ځان مطرح کړي نو په هیواد کښي یې د( شاهي نظام د نړولو او روشنفکري نهضت د له منځه وړلو) تلاښ کاوه. په ژور خفګان سره چي سردار محمد داود خان د ځان او خپلي کورنۍ په قربانۍ سره په هم دغه مقصد کوم چي وختي یې  ځانته ټاکلی وو بریالی سو. ولس او هیواد یې خونړی پرېښود. پر دې دوو خبروبه په تفصل سره ددې لیکني په نورو برخو کښي بحث کوو.

 

۱ ـ د سردار محمد داود خان پېژندنه او زده کړي یې.

که څه چي ټولي پېښي مي مخته تېري سوي دي بیا به هم ښه وي چي د هیواد هغو تاریخونو  او لېکلو پاڼو ته مراجعه  وکړو چي سم لیکل سویدي. و به ګورو چي هلته  د بې غرضو افغانانو لخوا د سردار محمد داود خان د ژوند، زده کړو او کار په باب بیله (دوی) څخه نورو خلګو څه لیکل دي؟

سردارمحمد داود خان په ۱۲۸۸ هجري شمسي کال د کابل په شاهي کورنۍ کي زېږېدلۍ دئ سردارمحمد داود خان د سردارعزیزخان زوی، د سردار یوسف لمسی، د سردار عبدالقدوس خان کړوسی، د سردار یحیی خان کوسی، د سردارسلطان احمد (طلا یي ) پردی  او د سردار پاينده محمد له رېښې څخه وو. نوټ: تاریخونه د سدوزو د سلطنت  څخه وروسته د بارکزو د سلطنت بیا  له محمد نادرخان څخه شروع د سردار محمد داودخان تر ورستیو پوري دا د محمد زو سلطنتونه لیکي، دا ځل د دوست محمد خان د پېښوري ورور( سردار سلطان احمد طلائي )  د اولادونو یا محمدزو سلطنت  چي په نادرخان سره را پیل په سردار محمد داود خان سره پای ته رسېږي، پاته دي نه وي چي سردار سلطان احمد طلأ یي هغه شخصه وو چي پېښاور یې  د انګرېزانو پر نماینده (رجت سینګ) باندي د څو پېسو په مقابل کي خرڅه کړ.

سردار محمد داود خان په ۱۳۱۱هجري شمسي کال کي یعني کوم وخت چي ۲۲کلن وو د یوه کال د پاره فرانسې ته واستول سو، البته علاقمند خلگ یې تبلیغ کوي چي په فرانسه کي یې د مهندسی په څانګه کي  درس ووایه. (په یوه کال کي فرانسوی ژبه نه زده کېږي، درس ویل خو لویه خبره ده.)

   په۱۳۱۳هجري، شمسي کال کي بېرته کابل ته راغلۍ د یوه کال لپاره یې د نظامي زده کړو په نوم ځان مصروف کړې، نظامي زده کړي هم د یوه کال کار نه دئ. (هغه نظامي زده کړي چي نور نظامیانو یې په لسو( ۱۰) کلونو کي تکمیله وي ) سردارمحمد داود خان هغه زده کړي په نهو( ۹ ) میاشتو کي بشپړي کړې،  د یوه کال په تېرېدو سره ، د محمد ظاهر خان په شان کله چي سردار محمد داود خان ته د حربي پوهنتون څخه د فراغت سند جوړسو، سردار محمد داود خان د برېد جنرال په رتبه مقررسوو. (داسي وي قانون، داسي وي انصاف، تردرېيم برېدمن، دوهم برېدمن، لومړی برېدمن، تورن، جگتورن، جگړن، ډگرمن او ډگروال، رتبو یې په پټو سترګو یو غټ گام وا ړاوه ) کوم چي په نور ماله توګه به لږ افغان نظامیان د شلو، پنځویشتو کلونو سخته کون کار وروسته هم دغه مقام ته رسېدل، ځکه د هري نظامي رتبې څخه بلي رتبې ته درې کاله وخت ضروري وو. لکه څنگه چي يې د لسو تعليمي کلونو تعلمي سند په (۹) میاشتو کي پلاس راوړۍ په د غه شان يې د شلو(۲۰) کالونو وظیفوي  کار او فعالیت سرته نه رسولو، خو د برید جنرالۍ درېشي یې وا غوستل، څوک وو چي و پوښتي؟ او څوک سته چي ځانته ګوته ونسي.؟

برید جنرال سردارمحمد داود خان د۲۴ کالن وو چي  په ۱۳۱۴ هجري شمسي کال یعني یوکال یې لا په وظیفه کي پوره تیرکړی نه وه چي تورن جنرال سو د کندهارولایت( کندهار، هلمند، زابل، روزگان، فراه، نیمروز)نایب الحکومه او قوماندان د قول اردو له پوره صلاحیت سره مقررسو.

 علامه عبدالحق مجددي او ډاکتر فضل الله مجددي، په خپل ګتاب ” تاریخ افغانستان از امېر کبېرتا رهبر کبېر” کښي سر دار محمد داود خان داسي را پېژني:   داود خان خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په کابل کې او لوړې زده کړې يې په حربيه لېسه کې بشپړې کړې. نوموړي په مشرقي او کندهار کې د نايب الحکومه، د ملي اردو د مرکزي قوماندانۍ، د کورنيو چارو او ملي دفاع په وزارتونو کې د ندې ترسره کړې دي. ….. په خپله پریکړه کې، هغه یو خپلواک رایه ورکوونکی وو. هغه د پاچا د حکمونو او نظرونو سره سم نه وو.  نوټ :  زموږ د هیواد تاریخ سم نه دی لیکل سوئ، حتا د پاچهانو او رئیس جمهورانو درسته پېژندنه  نه لرو، ښه مثال یې ښاغلي سردارمحمد داود خان دئ، چي پر پېژندنه یې بېلي بېلي لیکني سته.

۲ ـ کومي دولتي دندي یې لرلې؟ یا پر کومو دولتي دندو پاته سوی دئ؟

سردار محمد داود خان په ۱۹۳۴م کال کې د مشرقي ولايت نايب الحکومه شو. په ۱۹۳۵ م کال کې د کندهار ولايت نايب الحکومه په حيث مقرر شو. د ۱۹۳۹ م کال څخه تر ۱۹۴۷ م کال پورې د مرکزي قواوو بولندوی وو. پر ۱۹۴۸ م کال د يوه کال لپاره د کورنيو چارو وزير سو. د څه مودې لپاره پاريس کې افغان سفيروو. ۱۳۲۸ هـ ش څخه تر ۱۳۳۲هـ ش  د ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۳ م کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې  د څلورو کلو له پاره د دفاع وزير وو. د دفاع وزېر د دمکراسی په خپکولو کي تر هر بل چا فعال وو.

غبار د خپل لیکلي تاریخ په ۲۵۳ص کي لیکي ترجمه:

” محمد داود خان د خپل اکا نادرشاه په شان په هغه خپل ځانگړي عصبانیت سره وویل: حکومت دغیري حکومتي جریدو خپریدو او حزبوته اجازه نه ورکوي”. د سردارداودخان او سردارنعیم خان کوښښ داوو چي ظاهرشاه ته ځانونه نژدې کړي، هم داسي یې وکړل، څو په نتیجه کي د شاه محمودخان صدراعظم په کابینه کي ورگډېږي.د دفاع د وزات پر چوکۍ ناست لمړی منفي کار او کمال د سردارمحمد داودخان داوو چي د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیه یې ړنگه کړل، دغلام محمدغبارد تښتونې کار ته یې لاس واچاوه خو پکښي ناکام سو، د پورته ذکرسوو سازمانونو ډېرپاک نفسه غړي یې بیله دلیله ونيول بندیان یې کړل، د کور یا ارگ دننه یې د شاه محمودخان صدراعظم یاخپل د پلارد میرې زي ورور پرضدد پادشاه محمدظاهرخان نظرخراب کړی او بلاخره یې ځان صدراعظم کړ.

  د پارلمان داتمي دوري په انتخاباتوکي یې گوتي خوڅه چي لاسونه او پښې ټولي ووهلي. دده دلاس وهنو پر ضد جميعت وطن او نداخلق سازمانو نو په گډه یوه مظاهره وکړل. سردارداودخان ډېر ژر د هغوی زیات شمېر فعالین ونيول، بندیان یې کړل. یو شميرددغو بندیانو څخه بیله دوسيی د سرکاري کورنۍ د جوړي کړي محکمي د پریکړي په حکم د( ۱۴ )کلو د پاره په وحشت، زجراو عذاب کي په زندانوکي هم تیرکړل. چي د سردار محمد داود خان داعمل یې دده د نورو اعمالوپه شان د افغانیت، اسلامي احکامو او بشریت یوضد عمل بلل کیدای سي. د مثال په توگه:ميرغلامحمدغبار، عبدالرحمن محمودی، عبدالحی عزیز، ميرمحمدصدیق فرهنگ، براتعلي تاج، غلام سرورجويا، عبالقیوم رسول، علی محمدخروش، فتح محمدخان فرقه مشر، سلطان حمد، نصرالله یوسفي، غلام فاروق اعتمادي، امان لله محمودی، ابوبکر، عبدالحلیم عاطفی، علی احمد نعیمي، محمدرحیم محمودی. په همدې توگه یې ډېر ترور، مسموم او لادرک کړل. د محمدآصف آهنگ خبري وې. سوال دادئ ایا پورته اشخاص انسانان، افغانان او مسلمانان نه وه؟ کورنۍ، او لادو نه، ښځي او دوستان يې نه لرل؟ اوپه دې خاروره او هیوادکي يې د افغانانو په صفت د اوسیدو، کار، خبرو او سياست حق نه لاره؟. او خپل سردارمحمد داودخان او یا بل واکدارته دوهلو، بندي کولو او وژلو حق د کوم ځایه ورکړل سوئ وو؟پورته خلگو څه کول؟ خبري یې کولې، مقالې یې خپرولې، مظاهره یې کړې وه، بس نومرگ یې سرداري کورنۍ ته روا وو؟.

  ښاغلې د اکاډميسني کاندید محمد ابراهیم عطائی په خبل اثر:” د افغانستان پرمعاصر تاریخ یوه لنده کتنه”، کی بل ځاي، د شاه محمودخان د صدارت دوختونو ددموکراسی دزوال په باب ترهربل چا د سردار محمد داودخان نقش اساسي بولې داسي لیکي :

“علاوه پردې سردارمحمد داودخان چي د دېکتاتوری پلاروو، د سپه سالارپه وړاندی یې مشکلات ایجادول او شدېد سبوتاژ ئې مخته اچولی وو، “ص۲۴۵ البته د سپه سالارڅخه مطلب سردارشامحمود خان دي پرپورته یاد کړل سوو منورینو یو ډېر شمېر دویښو زلمیانو مخکني غړي د هیواد زده کړي وال دروښانه فکر لرونکي شخصیتونه، څوک لس، شپږ، پنځه او څلورکلو د پاره د کابل او کندهار کي په زندانوکي واچول. او یوشمېرئې تبعیدهم کړل. بندیان کوم څوک چي د داود خان له زندانه ژوندي راووتل ډیروله هغوی څخه خپل نورمال حالت دلاسه ورکړی وو، ما لیکونکي ډېر له دغوبندیانو خپل د نژدې لېدلې دي. بندیان لکه:فیض محمد انگار، محمدعالم بڅرکی، حاجي محمدحسین هوتکي، محمدانورخان څگزي، عبدالهادي خان توخي، خواخوږی، غلام جیلاني خان ا لکوزی، قاضي بهرام خان، قاضي عبدالصمدخان، او نور تبعید لکه:محمدرسول پښتون او نور. دغبار په تاریخ کي په ۲۴۱ص کي دزیاتو نومونو ذکر سوئ دئ. تاسو یې هلته لوستلای سئ. نوربیا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.