پوتين: پريګوژين په خپل ژوند کي «سخت اشتباهات» کړي دي

554
15 دقیقې مخکې

په روسيه کې د واګنر ډلې د مشر يوګني پريګوژين تر شکمنې مړينې وروسته ولسمشر ولاديمير پوتين هغه يو »لايق« سړی بللی چې البته »سخت اشتباهات« يې کړي دي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين »د قربانيانو له کورنيو سره« همدردي څرګنده کړې ده. په دې ترڅ کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د الوتکې لويدو په پېښه کې چې پريګوژين پکې ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، د خپل هېواد ښکېلتيا رد کړې ده.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت هم د راکټ په واسطه د الوتکې د ويشتل کېدو کوم شواهد نه دي موندلي. پوتين په تلويزيون کې خپرېدونکې يوې وينا کې پريګوژين داسې »سړی چې سرنوشت يې پېچلی، چې په خپل ژوند کې يې سخت اشتباهات کړي دي، خو لازمې پايلې يې لاس ته وروړې دي« بللی دی

د الوتکې لويدو په پېښه کې د اجيرو ډلې واګنر مړه شوو غړو د پوتين په خبره د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ مياشتې راهيسې په اوکراين کې د جګړې په برخه کې »مهمه ونډه« لرلې ده چې د الوتکې د پېښې په هکله پلټنې به »تر پايه پورې« دوام ولري.

د پوتين په خبره »موږ به ووينو چې پلټونکي په نژدې راتلونکي کې څه وايي. تحقيقات روان دي، هم تخنيکي او هم جنيتيک تحقيقات« چې دغه چاره به »يو څه وخت« په بر کې ونيسي. د کرملين مشر دا هم وويل چې پريګوژين د الوتکې د حادثې په ورځ »له افريقا څخه راستون شوی وو«. الوتکه يې د چهارشنبې ورځې په ماښام د توير په سيمه کې کوشنکينو ښار ته څېرمه ولوېده.

له ناورينو څخه د حفاظت د وزارت په خبره له لسو تنو څخه چې په طياره کې سپاره ول، يو هم ژوندی پاته نه شو. د روسيې د هوايي چلند ادارې روساوياتسيا دا هم تائيد کړه چې پريګوژين په دغه طياره کې له مسکو څخه د سان پېټرزبورګ پر لار وو. خو چارواکو د واګنر د مشر يوګني پريګوژين مرګ لا په رسمي توګه تائید کړی نه دی، ځکه چې موندل شوي جسدونه لا پېژندل شوي نه دي.

د روساوياتسيا د څرګندونو له مخې د مړو له ډلې څخه يو هم ښايي د پريګوژين نژدې همکار، دميتري اوتکين وي.

په واشنګټن کې د پېنتاګون وياند، پېټ رايدر په دې ترڅ کې ويلي دي چې د متحده آيالاتو پوځ »هيڅ داسې معلومات نه لري چې ګوندې له ځمکې هوا ته توغندی دې د طيارې د لويدو سبب شوی وي.« رايدر زياته کړه چې د الوتکې د لويدو دليل ورته معلوم نه دی، خو داسې ښکاري چې »هغه (پريګوژين) ښايي وژل شوی وي.«

د چچنيا واکمن او د پوتين نژدې متحد، رمضان قديروف په تلګرام کې پريګوژین يو »اوسپنيز کس« وباله چې شکنمه مړينه يې »د ټول دولت له پاره لويه ضايعه« ده.

په جون مياشت کې تر لنډمهاله بغاوت مخکي د واګنر ډلې په اوکراين کې د روسيې په جګړه کې مهم نقش لاره. خو په ورته وخت کې پريګوژين د پوځ له مشرتابه سره مخالفت هم ښکاره کړ.

د جون مياشتي پر ۲۳مه نېټه د واګنر اجيرانو د روسيې په جنوب کې پوځي تاسيسات اشغال کړل چې بيا يې د مسکو پر لور مارش پيل کړ. دغه بغاوت يو څو ساعته وروسته پای ته ورسېد، خو له کبله يې پريګوژين د ولسمشر پوتين قدرت تر سوال لاندې راوست.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.