کله چې طوطي والوت/وتښتېد

لیکنه: نقيب احمد قریشي

1,253

کله چې طوطي والوت/وتښتېد

لیکوال: نقيب احمد قریشي
کندهار
د نارويژي “انتو ایسپیرو” دغه کتاب چې ٦٠-کاله مخکې چاپ شوی او د نړۍ د زیاتو خلکو له خورا تود هرکلي سره مخ شوی دی. پښتو ژبې ته دا کتاب لیکوال او ژورناليسټ ښاغلي محمد طارق بزګر را ژباړلی دی.
دا يې دوهم ځل دی د چاپ تر ماشینونو وځي.
دا ځل نوموړی کتاب د ٣٠٠٠- ټوکو په شمېر چاپ شوی او افغان انسان زما په نظر په لومړي ځل له یوه کتاب سره نسبتاً ښه برخورد کړی، هغه داسې چې د کتاب د لومړي چاپ څرک دا مهال د ټول هیواد په کتابپلورنځيو کې نه تر سترګو کیږي.
دا کتاب د ماشومانو لپاره یوه خورا په زړه پورې کیسه لري، ناولګوټی یې هم بللای سو.
د ماشومانو د ذهني ودې او پراخ لرلید درلودلو لپاره دا کتاب د لوستنې د آسانتيا په موخه پر څو بېلابېلو عنوانونو یا برخو ویشل شوی دی.
دا کتاب د دوهمځلې لپاره د دعوت رسنيز مرکز لخوا د کابل په مطبعو کې د درېیو زرو په تيراژ چاپ شوی چې ژباړن یې له لوستونکو هیله کوي چې خپلو ماشومانو ته یې ولولي او تر هغه وروسته یې یوې بلې داسې کورنۍ ته امانت وسپاري چې هغوی یې هم خپلو کوچنیانو/ماشومانو ته ولولي او په همدې ډول دې د یوه ګرځنده کتابتون بڼه ورکړي.
یوه مور [چې دا مهال له زدکړو محرومې دي] چې کله دا کتاب خپلو اولادونو ته لولي، تر لوستنې وروسته دي د دې نايابه کیسې نچوړ/لنډیز او پيغام په ماشومانه او معصومانه ژبه خپلو بچو ته بیان کړي.
پښتو ژبه د نورو برخو تر څنګ د ماشوم ادبياتو کې هم خورا ډېره خواره ده. لیکوال یې اړ او مکلف دې چې په دې برخه کې هم تحقيق وکړي او هم يې له نورو ژبو څخه خپلې ژبې ته را وژباړي، تر څو په پښتو ادبياتو کې د ماشوم د ادب اړوند څه نا څه مواد موندل شوي وي.
د ماشومانو لپاره دا کیسه په ٢٠٢١م کال کې په اروپا کې په کتابي بڼه خپور شو چې د لوستونکو له تود هرکلي سره مخ شو او ډیر ژر د خلکو له سترګو ورک شو/وپلورل شو.
نوموړی کتاب: کله چې طوطي والوت/وتښتېد، د خپرندوی ارګان د یاداښت او د ژباړن تر سریزې او شرحې وروسته تر دغه عنوانونو لاندې ماشومانو ته یوه نسبتاً اوږده کیسه کوي.
– طوطي صوفیا؛
– صوفیا تښتي “الوزي”
– لټون پیل کیږي؛
– جایزه اعلان شوه؛
– د طوطيانو ډیر ډولونه؛
– د بلاګانو په ځنګل کې؛
– په پاچايي ماڼۍ کې؛
مشهوره خبره ده چې پر ماشوم پانګونه پر هیواد پانګونه ده، د هغه پر راتلونکي پانګونه ده؛ نو سر له همدې شېبې خپلو بچيانو ته د ښو کتابونو په رانیولو او لوستلو کي ځنډ مه کوئ او همدا اوس دا کار پیل کړئ.
دا منم چې د هرې کورنۍ اقتصادي حالت په پوره ډول مخ په ځوړ روان دی، خو له کتاب څخه چاره نشته، لکه د ډوډۍ او اوبو څخه؛ ځکه لکه څنګه چې ښه خواړه په فزیکي ډول د انسان/ماشوم پر وجود ښه اغېز کوي؛ همدارنګه د یوه ښه کتاب اخیستل او لوستل د ماشوم پر ذهن خورا ښې اغېزې شیندي او راتلونکې یې جوړوي.
د ماشومانو د کیسو په اړه خپله د یوه ماشوم د خولې تعریف/پېژند داسې دی:” کیسه که په هر څه شروع کیږي؛ خو باید په خوښۍ پای ته ورسیږي. که د خوښۍ پر ځای په غم او ژړا پای ته ورسیږي، هغې کیسې ته د ماشوم کیسه نه شو ویلای”.
نو راشئ! چې د ماشومانو لپاره دا کیسه خپلو کوچنیانو ته په لوړ ږغ ولولو چې پیل او پای یې د ماشوم له تعریف سره سم دي که نه؟!
یادونه:- په کندهار کې د يادو کتابونو د تر لاسه کولو آدرسونه:
اول: افغان کتابپلورنځی/ کتاب او قلم مارکیټ ارګ
دوهم: صداقت کتابپلورنځی/ ارګ بازار
درېیم: کروړ کتابپلورنځی/ سردار مدد خان څلورلارې

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.