د لاس غرگې

حاجره حرکت

277

د کار په ستر دفتر کې د راي اچونې پايله اعلان شوه. گڼه گوڼه زياته وه، زموږ همکار، انور چې په طنز ويلو او ټوکو کې له ټولو مخکې دی وویل:
وگورئ، د انتخاباتو کميسون ته موږ بايد سبق ورکړو، چې رايې ورکونه کې دي روڼتيا له موږه زده کړي. همکاران ډله ډله راتلل، نوي مشرتابه ته د مبارکۍ ورکولو له پاره په کتار کې ولاړ وو. زما د خيال مزي يې تیردوه کاله مخکې ته وروگرزول:
هغه مهال د هېواد په دغه سیمه ایزې رادیو کې مې ساه تنګه وه، اوریدونکې مو د نورو بې شمیره نوموتو رادیویې او تلویوزونې خپرونو مینه وال و. خو زموږ د رسنۍ ریس د ډیرو کوښښونو سره سره کوم پرمختګ نه و رامنځ ته شوی. که څه هم تجربه لرونکي خبریالان هموګمارل شول، چې په هغې کې زه او مرغلره هم شاملې وو، لا حالت هماغسې ياتې و ، ځکه زموږ وړاندیزونه نه منل کیدل او خپرونې مو په وچو خبرونو او تحقیقې راپورونو ولاړې وې، چې د نورو رسنیو له رنګینو خپرونو سره په سیالۍ کې پاتې راتلو،. تر څو زموږ د کار چاپیریال کې د همکارانو په خبره یوه بله ناکامه هڅه وه، چې یو بل ځوان وګمارل شو.
ډير ژر موږ ټولو دغه نوی بې تجربې همکار تر پوښتنې لاندې راوست. په لومړي سر کې زما نږدۍ ملګرې او همکاره مرغلره راغله او زما په غوږ کې وویل: راځه چې یو څوک درته وښیم .

زه په خپل کار بوخته وم، ما ویل، ته ځه، زه وروسته درځم. خو وروسته د غرمې ډوډۍ پرمهال یو نوی ځوان د نورو همکارانو په منځ کې ناست و، راته یې په ګوته کړ . ما ورته وکتل د شلو کالو راته ښکاره شو. ما ویل مرغلرې. دا ډیر کم عمره نه دی؟ مرغلرې کړه: دا نوی همکار همدا دوه مياشتې مخکې د ژورنالیزم له پوهنځې فارغ شوی او له وړاندې ولسوالۍ راغلې، محب ارمان نومیږي. ما کړه ښه خبره ده، عمر به یې دومره کم هم نه وي، هسې ډیر کمکې ښکاري، هرکله دي راشي. مرغلرې کړه،موږ هر یو د څو څو کلونو کاري تجربه لرو ، ما کړه، ښه نو اوس ده ته د شک په سترګه کتل کیږي. مرغلرې ټنده تروه کړه: ته نه وې ترینې، په کانتین کې ټولو همکارانو یو غورمچ جوړ کړې وو، چې کم عمره او بې تجربې دی.

لږه موده وروسته هغه ورځ د پسرلي موسم لمرينه توده ورځ وه او زموږ د کارځاي په انگړ کې چې د اکاسی ونې ولاړې دي،گرمې هوا کې ورسره د اصيلو گلابو څو بوټو ټوله فضا عطرينه کړې وه، د خوشبوي څپې زموږ کاري فضا کې هم خپل اغيز کړی و.
زه او مرغلره چې تل د تحقيقی راپورنو له پاره سره په گډه کار کوو، هسی په ټوکو وغوښتل، چې دغه نوی راغلې وازمایو. مرغلرې ماته اشاره وکړه او ما کړه: «ارمان صاحب! که تاسی په څيړنيزه برخه کې له موږ سره کار وکړئ، ډير به ښه شي. هغه پوښتنه وکړه:
د څه شي په اړه؟ ما کړه:
دغه موضوع چې ولي په ټولنه کې، مخ په ډيريدونکي توگه د غلا او ترهگرو فعالعیتونو وجه څه ده او لامل یې څه دی؟ په اړه يې که راته خام مواد پیدا کړئ.
محب،چې په ونه کې لوړ دنگ او په اوږو کې پلن زلمې وو، خپلې زرزي غټې سترگې يې يو ځل ماته او بيا مرغلرې ته وغړولې، د خپل نصواري رنګه جمپر غاړه یې سمه کړه، چې د ده له ګڼو وبښتانو سره ښه بریښیده. څو شيبې چوپ شو او بيا يې په کرار وويل:
ماته کولې شئ يو ساعت وخت راکړئ. موږ دواړو په حیرانۍ يو بل ته وکتل. ځکه موږ هسي هغه ازمایه چې څه ډول غبرگون ښيې. اټکل دا وه، چې پرته له ځنده به د نه ځواب راکړي او يا به وخت وغواړي.
ما کړه: اوس لس بچې دي، تر ۱۱ بجو وخت لري. په دې هکله مو نورې خبرې ونه کړې، زه او مرغلره په خپل کار کې داسی بوختې شو،چې هډو مو له ياده ووتل.

لا ۱۱ بجو ته لس منټه پاتې و، زموږ د کار په ستره کوټه کې چې اته ميزونه دوه، دوه څنگ په څنگ او شا په شا ايښې وو، محب زموږ تر خوا راغې او څو پاڼې ليکنه يې زموږ مخې ته کښوده.
موږ دواړو په حیرانۍ سره يو بل ته وکتل، باور مو نه راته چې په لنډ وخت کې به، د يوې څيړنيزې موضوع له پاره به دومره ډير څه وليکلې شی. ما کړه: شاباس! ته خو ډير مخکې يې. مرغلرې مې خبره ونيوله، لومړې خو يې ولوله او بيا پريکړه وکړه. محب په ژورو کتلو سره چوپ و او څو شيبې وروسته يې وويل: بلکل تاسې يې وارزوئ بيا راته خپل نظر وواياست.
لیکل شوی پاڼې مو ترې واخيستې، هسې هم د ډوډۍ وخت و، هر څه مو پريښودل او په ډير غور مو د هغه ليکنه ولوستله. هغه ډيرې سرچينې وړاندې کړي وې.

لکه په ښار کې دننه او له ښاره لږ بهر لرې د فقر او بیکارۍ کچې ارزول، په ښار او بازار کې روانې نادودې،چې معيوبين تر پلونو لاندې پراته دی. يتيم ماشومان څه ډول په شاقه کارونو اخته دي، کم عمره ماشومان ښوونځيو ته د ورتگ توان نه لري. په وړاندې کلیو کې په کم عمر کې د جینکو واده کول، د سړک پر غاړو د سوالګرو ماشومانو او کونډو ميندو خیرات غوښتل، تر پلونو لاندې په نشه یې توکو روږدو انسانانو شتون او د شتمنو خلکو بې شانه شانداره ژوند. دغه راز د هغوي د اوسیدلو ماڼۍ چې پرتې لارې ورته تړل شوی دي، شامدام بریښنا لري او خواته کورونه په تیاره کې پټ وي. يا هم په دفترونو کي رشوت او فساد، له قانون څخه سرغړونې. ورته بې شميره بيلگې يې راوړي وي،چې زه او مرغلره يې تر ډيرې اغيزې لاندې راوستو.
د دغه وړانديزونو له لوستلو وروسته موږ دواړه له ځايه پورته شو او محب مو لټوو.

له خپل همکار، انور نه مو پوښتنه وکړه، ما کړه: محب ارمان چیرته دی؟ انور،پرته له ځنډه وویل: په هغه خوارکي څه کوئ، اوس مې په کانتین کې ولیده.
موږ په بیړه په هغه پسې کانتين ته ولاړو، هلته مو ولیده، عجيبه وه، دلته يې هم يو پنډ کتاب يې پرانيستې و، په کې بوخت و. په دې شيبه کې مرغلرې خپلې تورې سترگې راواړولي، ما تل هغې ته ويل، ستا سترگې ډيرې ژورې دي او د هر څه په ليدلو يې تل ته کوزيږي. خواوس زه په شک کې وم، لکه چې د دغه ځوان بې سارې وړتيا په ارزونه کې پاتې راغلې وو.

زړه نا زړه مو يو بل ته وکتل، په پاې کې ما وويل: ارمان صاحب ! هغه ژر له کتابه خپل سر راپورته کړ.
ما کړه: مهربانې مو کړي اودومره هر اړخیزه لیکنه مو ډیره په زړه پورې ده. خو ده همداسې په ځير ځير راته کتل.
ما زياته کړه: ډيرو مهمو موضوع گانو ته دې گوته نيولي. هغه لا هم چوپ و، مرغلره زموږ په خبرو کې راولیده: زه او ترينه سبا ته پر يوه مهمه موضوع يوځاي کار کوو، که راسره مرسته وکړې. د ارمان پر شونډو موسکا راښکاره شوه.
ولې نه په ډيره مینه.
او همدا و چې موږ په گډه کار پيل کړ، ډير ژر د ټولو همکارانو له پاره محب ارمان مرستې ته ولاړ و، انور خو ورته د لاس غرگې لقب کښيود. معنا دا چې هر چاته د مرستې له پاره تیار و.. لږه موده لا نه وه تيره چې زموږ د خپرونې زوږ پورته شو.
تر ډيرو رادیوې خپرونو مخکې شو…

او دا دې اوس يو دوه کاله وروسته د تلويزوني خپرونو مشرتابه د څوکۍ له پاره محب ارمان په رايې اچونه کې تر ټولو نوماندانو مخکې او د ريس په توگه وټاکل شو. انور لا خوشاله و او په دې موده کې ورسره دوستي ټینګه شوې، ځکه خو یې موږًته کړه: د لاس غرګې خو په ریښتیا زموږ له پاره د لاس غرګې شو.
په دې شيبه کې مرغلرې ديکه راکړه، راځه چې ارمان صاحب ته مبارکی ورکړو! او د تیرو دوه کلونو په هکله يې زما د خيال مزي وشلول. پاې.

۱- د لاس غرګې هغه د غونډسکې په څیر تيګه ده چې د کور میرمن د خوړو پخولو په وخت کې ، لکه هوږه، مرچ ، دڼیا او نور پرې میده کوي. د ضرورت په وخت کې پر کوم حیوان لکه پشې هم ګوزار کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.