اې وړکۍ شوپرکې

پتانه ژوند

301

ته مې ډېررررره خوښیږې!
غواړم څنګ ته دي کښینم درسره خبرې وکم لیږ وخاندم ډېره موده وشوه چې هیڅ مې نه دي خندلي !

خو نه پوهیږم چې ستا ولي نه خوښیږم !
دوی وایي زړه په زړه هنداره ده خو لکه چې دا صحح نه دي دروغ دي.

ته ډېره ښه یې! ستا جامې څومره ښکلې دي ,څومره ښکلي رنګونه کې کار شوي دي !
ته څومررررره ښکلې ښکارې!

زما هم همداسې جامې ډیرې خوښې دي, خو نه پوهیږم…….

زه کولای شم ستا څنګ ته راشم?
له نږدې درسره خبرې کولای شم!
یو څه نږدې درتلای سم?
یو څه نور هم?

زه نه پوهیږم چې ولي….

زه چې هر کله ستا خواته راځم او کله تاته د پوښتنې لپاره غیږه درکوم ته راباندي لاړې توف کوې!
ایا زه دومره بد انسان یم!

زه پوهیږم !
چې موږ بد خلک یو !
پوهیږم چې موږ د همدې لیاقت لرو,موږ د همدې حقداره یو
ځکه موږ خپل وطن پلورلی هغه وطن چې ستا هم دی.

پوهیږم چې زموږ په مخونو باید لاړې توف شي, لا تر دې هم بد څه!
موږ د دې وړ یو!
پوهیږم چې موږ د بخښلو نه یو !
خو څه کیږي ته ما اوبخښه!
زه هم ستا پڅیر یم زړه مې ډېر تنګ شوی !

غواړم لاړه شم دا ښار خوشې کړم چیرته لري ولاړه سم !
مګر له امکانه لرې!
زه دا وطن تنها نه شم پریښودی!
د هغه هم زما په څیر زړه ډیر خفه دی بیخې ستا پڅیر غوسه دی.
که زه داسې وکم هغه به ډیر یواځې شي!
زه داسې نه شم کولای!
هغه هیڅ نه خاندې هیڅ نه خورې!
زړه یې ډیر ډک دی
ډیر ګردونه یې په مخ پراته دي, هغه ګردونه ) کوم چې ورنه کرکه لري!
د مغولو د اسونو ګردونه)
زما وطن د مغولو د اسونو دپښو له ګردو کرکه لري له همدې ګردو خوشحال خان هم کرکه لرله!

اې مهربانې او جادویي شوپرکې!
زما او ستا کیسه یوه ده!
ته زما نه لرې مه ځه ته مې ملګرې شه!
لطفأ څه کیږي!!!!

زه کولای شم ستا څنګ ته کښیم ?
ته زما کیسه اورې?
مګر ته ولي خاموشه یې?
ایا زه دومره بده یم
خو …زه دې هرڅه ته اړتیا لرم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.