آلمان په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې لپاره مرسته کوي

306
9 ساعتونه مخکې

آلمان غواړي سږکال په افغانستان کې د لوږې سره د مبارزې له پاره د خوړو نړیوال پروګرام ته ۲۵ میلیونه یورو ځانګړې کړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې له پاره ۲۵ میلیونه یورو په پام کې نیول  شوي دي، خو دا په دې معنی نه ده چې د روان کال تر پایه به دغه مبلغ ۲۵ میلیونه یورو وي، ځکه چې لا هم د تغیر راتلو امکان شته.

افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی. د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د کمښت له امله په دې هیواد کې ډیرو اړمنو خلکو سره مرسته نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سره له دې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي د خوړو له پاره کم خوراکي توکي لري، خو په راتلونکو میاشتو کې به یوازي له درو ملیونو کسانو سره مرسته وشي.

آلمان په تېرو کلونو کې له امریکا متحده ایالاتو وروسته له افغانستان سره د بشري مرستو دویم ستر تمویلونکی هېواد وو.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د المان حکومت په ۲۰۲۲ کال کې ۱۲۲ میلیونه یورو او په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۹۸ میلیونه یورو له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو په موخه د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړي دي. د دغه سازمان په وینا سږ کال د آلمان ونډه پنځه میلیونه یورو تائید شوې ده.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې ته اشاره کړې ده چې مالي کال لا پای ته نه دی رسېدلی. هغه وویل چې دې احصایې ته باید په دقت سره وکتل شي ځکه د المان د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي، چې د بشري مرستو په برخه کې تل انعطاف پذیره وي .

په ورته وخت کې هغه په ​​افغانستان کې د پروژو له پاره د بشري مرستو د برابرولو د څرانګوالي په اړه “نړیوالې اجماع” ته اشاره وکړه. په دې توګه یادې مرستې یوازې د بشردوستانه اصولو سره سم په هغو ځایونو کې لګول کیږي چیرې چې میرمنې کولای شي پکې کار ته دوام ورکړي او دارنګه مرستې اړمنو ماشومانو ته ورسول شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو سیستماتیک محدودیتونه وغندل کوم چې په نړۍ کې بې ساري ګڼل کیږي.

بشر دوستانه مرستې د بشري، ناپلیتوب بې پریتوب او خپلواکو اصولو له مخې وړاندې کیږي. یعنې د دغو مرستو د تر لاسه کولو ټاکونکی عامل د خلکو د اړتيا کچه ده او سياسي، اقتصادي، نظامي او نور اهداف پکې باید کوم نقش و نه لري.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.