10 ساعتونه مخکې
د ۲۰۲۳م کال د کرېکټ نړیوال جام افغانستان ته وړل شوی دی. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند دویچه ویله ته وویل، چې دا نړیوال جام نن سهار کابل ته رارسېدلی، چې د کابل په هوایي ډګر او بیا وروسته ورته په کرېکټ بورډ کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات په خبره د ۲۰۲۳م کال د کرېکټ نړیوال جام له متحده عربي اماراتو راوړل شوی، چې دوې ورځې به په افغانستان کې وي: «د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کرېکټ بورډ ته وسپارل شو، چې نن سهار کابل ته را ورسید او نن به د کابل ځینو تاریخي ځایونو ته یوړل شي.»

سادات زیاتوی، دا نړیوال جام به سبا هم په افغانستان کې وي او د نندارې له پاره به د افغانستان یوه ولایت ته هم یوړل شي، خو نوموړي د دغه ولایت نوم یاد نه کړ.
د کرېکټ نړیوال جام د نړۍ پر ۱۸ هېوادونو ګرځول کیږي. که څه هم پخوا ویل شوي وو چې په دې هېوادونو کې افغانستان شامل نه دی خو اوس دغه جام افغانستان ته هم وړل شوی دی.

د ۲۰۲۳م د کرېکټ نړیوال جام یو ورځنۍ سیالۍ به د اکتوبر په پنځمه نېټه په هند کې پیل شي او د نوامبر تر ۱۹ به دوام وکړي، چې د نړۍ لسو هېوادونو لوبډلې پکې برخه لري.
د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۷ نېټه د هند په درمسالا کې له بنګله دېش سره ده.
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.