له تا وروسته

آموو

373

فکر کوم خپل لس کاله مخکیني عمر او زمانې ته تللې یم.
هغه وخت چې په خپلو احساساتو هېڅ نه پوهېدم.
له مینې مې تعریف نه درلود.
او د زړه د درزا تېزوالی مې نه وو تجربه کړی.

له تا وروسته
فکر کوم خپل لس کاله مخکیني عمر او زمانې ته تللې یم.
حتی خواړه هم کټ مټ د همغه لس کاله مخکینۍ زمانې، ښه خوند لري.
د سپوږمۍ شتون او نه شتون راته توپیر نه کا.
له باران سره هېڅ تړاو نه لرم.
نه یې ورېدل خوښي راکوي او نه یې نه ورېدو پسې خفه کېږم.
او د همغه زمانې په څېر مې په طبیعت باور کلک شوی.

باور کوی شې؟
له تا وروسته هر څه زما د لس کلنۍ د عمر په څېر خوندور شوي دي.

خو یو څه!!
یو څه
یعنې څه؟
خو موسیقي!
موسیقي هېڅ خوند نه لري.
ځکه په هېڅ سندره که ته نه راښکارې.
او له تا وروسته هېڅ نه شم نڅلی.
نڅل راته ستغه دریږي.
دا ځکه چې زړه مې پښتون دی
او پښتانه په هرې بدې پېښې او غم اوږد ماتم کوي.
نو د ما روح هم
ستا د لېرې کېدو په پېښې په ماتم کې دی
او ممکن له کال وروسته وکوی شم وناڅم
ممکن د لېرې کېدو غم دې بیا د کال مړی شي، هېر شي، ورک شي او ژوند ترې بیا خپل عادي څرخ ته راوګرځي.

11/09/2023

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.