د شپون صاحب د شپږم تلین په ویر

سلیمان لایق

295

د استاد سعدالدین شپون د مړنی له كبله د سلیمان لایق د خواخوږي پیغام

هغه د ځانګړي سلوک او طنزي کرکتر لرونکی پښتو لیکوال-سعدالدین شپون چې کم کسان یې د خبرو اترو سکونډونکې شیوې ته ټینګېدی شوای، د ژوند له کرښې څخه ووت او د ملکوت د مساپرو په کتار پسې روان شو.

انا لله و انا الیه راجعون

زه او هغه د یوه کول او د یوه فرهنګ او یوې ژبې لرونکي وو. دواړه ځینې ممیزاتو لکه وطنپالنه، له ملي افغاني میراثونو سره مینه، د خلکو او خاورې له وحدت او بشپړتیا سره وفاداری او له ملي ادبیاتو سره لیونۍ مینې او دایمي شغل، سره ورته کړي یو. او له دې ور هغه خوا د فکري او سیاسی سرچینو د مباینت با وجود، شپون د خپل ځان د خیر او مصلحت په باره کې پر ما بشپړ باور درلود. کله چی په ۱۳۳۲ هـ ش کال په سیاسی علتونو د اسلامي علومو له تحصیل څخه محروم شوم، تر ډیرو ستونځو او لوړو ژورو وروسته د ادبیاتو په فاکولته کې ومنل شوم، هلته مې د ژبې او ادبیاتو زده کړه پیل کړه. له نیکه مرغه شپون په همغه فاکولته او په همغې څانګې او ټولګي کې زده کړه کوله. د پخوانۍ پیژندګلوۍ پر بنیاد زموږ تر منځ د ژورې پیژندګلوۍ او تماس شونتیا رامنځ ته شوه. په پوهنتوني محصلانو کې دي په خپله ظریفه طبع، طنزي شیوه او حاضرځوابۍ مشخص شوی و. درسي سویه یې لوړه وه او انگلیسی یې پخه زده کړې وه. زما اړیکې له «شپونکي» سره په څلور کلنې تحصیلې دورې کې ورور ګلویزې شوې او د اعتماد مرحلې ته ورسیدلې.

موږ تحصیل پای کړ خو خپل روابط مو وساتل. له ما سره د شپون سلوک ډیر ځانګړی ؤ. زه په ‌ذات البینی مناسباتو کې د دې مستعد داستان لیکونکي د فوق العاده رعایتونو او لورېینو ډیر پوروړی یم. سره له دې چې ما به هغه د ظریفو طنزي حرکاتو له امله په کلکو الفاظو انتقاداوه، خو له ما څخه نه خپه کیده او په خپله ځانګړې طریقه به یې زه آرامولم.

هغه د افغانستان په پښتو ژبو فرهنګیانو کې زموږ د مهال یو مبتکر شخصیت، مشهور لیکوال او د ژور اغیز او شهرت خاوند دی. شپون د خپل پراخو او ارزښتمنو ادبي هستونو له کبله د هغو محدودو ادبي څیرو له منځه یو تن دی چې د پښتو ادب په تاریخ کې به په درنو ټکو ثبت او یاد شي.

مُآل ته د شپونکي د ورګرزیدو له کبله د ده کورنۍ ، مشرانو او کشرانو ته، په تیره د ده درنې او میړنۍ میرمنې ته چې له وخته پخوایې د افشا شوي مرګ د توفان په انتظار کې د هغه روانی بحران ته وږه ورکړه او په هغه کې یې له مرګ سره د روغبړ زغم پیاوړی کړ، د زړه له کومې د تسلا او غم رازۍ آداب وړاندې کوم.

هغه د مرګ پر دهشت غلبه وکړه او په ده پسې له ور روانو دوستانو سره یې په سړه سینه او ډاډمنه روحیه خدای پاماني وکړه.

تاریخ مُآل باندي د اعتقاد زړور لارویان نه هیروي!!!

خدای دې هغه وبخښي او د جنتونو دروازې دې د هغه پر مخ پرانیزی!

جرمنی ـ د ولفرات ښار

د سپتمبر ۱۱ ـ ۲۰۱۷ میلادی کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.