کابل کې يوه مېرمن چې له ۲۵ کلونو راهسې یوه خونه کې بندي وه، ژغورل شوې

281

کابل کې يوه مېرمن چې له ۲۵ کلونو راهسې یوه خونه کې بندي وه، ژغورل شوې

د کابل د امنیې قومنداني مسوولان وایي، د پلازمېنې لسمې امنيتي حوزې اړوند په یوه کور کې يوه مېرمن چې له ۲۵ کلونو راهيسې يوه خونه کې بندي ساتل کېده، ژغورلې ده.

د دوی په وينا، امنيتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ، پر ياد کور عمليات کړي او دغه مېرمن يې ژغورلې.

د کابل امنیې قومنداني وياند خالد ځدراڼ پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» ليکلي، دغه مېرمن د خپلو وروڼو له خوا بندي شوې وه او خواړه او څښاک به يې له کړکۍ ورکول.

ځدراڼ همداراز ليکلي چې د پېښې په تړاو د ياد کور څلور کسان نیول شوي دي.

هغه زياته کړې چې له بنده ژغورل شوې مېرمن د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې.

د کابل امنیې قومنداني وياند دا نه دي ويلي چې دغه مېرمن ولې دومره کلونه په دې خونه کې بندي ساتل کېده.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.