د نړۍپه روان اقتصادي ناورين د اوکراین د جګړې اغېز

حميدالله بسيا

273

د کرونا وايروس پر مرګونې تېرې شوې څپې سربېره د روان نړيوال بحران يو لامل د روسيې او اوکراين تر منځ وروستۍ شخړه او د روسيې او اوکراين له بندرونو څخه د غلو دانو نه صادرېدل ګڼل کېږي. د روسيې، بلاروس او اوکراين هېوادونه چې د نړۍ د اړتیا وړ غلې دانې توليدوي ،  او ځمکه یې د (چورنې زيم) تورې خاورې په نامه چې د کروندې لپاره بهترينه ځمکه ده يادېږيد افريقا او اسيا شپږدېرش هېوادونه چې زياتره یې بې وزله هېوادونه دي د خپل د ضرورت وړ غلې له نيمايي زياته برخه له له روسيې او اوکراين څخه واردوي.

خو لويديځ (ناټو او امريکا) په سياسي استفادې او اقتصادي بنديزونو د روان کال په لومړنيو مياشتو کې د روسيې پر صادراتو بنديز ولګاوه او نړۍ يې د لوږې د بحران طرف ته يوګام نوره هم ورټېل وهله. خو له ښه مرغه وروسته له هغه چې د تېر جولایی په ۲۲ مه د ملګرو ملتونو او ترکيې په هلوځلو، منځګړتوب او نظارت روسيې او اوکراين تر منځ يو تړون لاسليک شو او په پايله کې یې غلو دانو او کيمياوي سرې ته اجازه ورکړل شوه چې د روسیې او اوکراين له بندرونو دې نړۍ ته صادر شي يو ښه مثبت زېری شو خو بيا د جنګونو له امله کله کله دا بهير ودرول شي او کله بيا روان وي.

د غلو دانو په اړه د تورې بحيرې تړون چې له مخې یې د روسيې او اوکراين غله جات د نړۍ بازارونو ته لار پيدا کوله او دا تړون تر دې څو ورځو مخکې پورې لا هم عملي بڼه لرله او د ترکيې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب د روسيې او اوکراين د چارواکو تر منځ شوی وو او په جريان کې یې د د اوکراین له بندرونو څخه 32.8 ملیون ټنه کارګوغلې صادر شوې وي خو پر ځای ددې چې بې وزلو هېوادونو ته واستول شي او د ایتوپیا، یمن، افغانستان، سوډان، سومالیا د خلکو ته ور ولېږل شي ، دې غله جاتو مخ اروپا ته ګرځول شوی وو او دې يادوو بې وزلو هېوادونو ته يوازې تر یو میلیون ټنه کم خوراکي مواد او سرې استول شوي دي. د کارګو دوه پر دریمه برخه د اروپا او شمالي امریکا هېوادنو ته ورسیده چې هڅه کوي د نړۍ د خوراکي توکو بازار انحصار کړي.

يانې په يو ډول د اوکرایین غله په ښکاره ډول د بشردوستانه چارې په نامه د لویديځو هېوادونو لخوا غلا شوي. او ددې تړون په بيا نه تمديد سره وضعيت د نړۍ په بې وزله هېوادونو کې لا پسې خرابیږي. د نړۍ د ۸۲ هېوادونو اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. له ۲۰۲۲ کال راهیسې په بې وزلۍ کې د اوسېدونکو کسانو شمېر ۷۱،۵ میلیونه او د لوږې له امله ۴۷ میلیونه زیات شوی دی.

وضعیت چې لا له وړاندې د اقلیم د بدلون له امله خراب شوی  په ځینو افریقایي هیوادونو کې، د څارویو دریمه برخه د وچکالۍ له امله مړه شوي، او په هرو ۴۸ ثانیو کې یو سړی د لوږې له امله مړ کیږي. نن سبا۲۸۰ ملیون خلک – دافريقا د لویې وچې پنځمه برخه له لوږې سره مخ دي.

روسيه د تورې بحيرې څخه د غله جاتو د صادراتو له تړون څخه ځکه پر شا شوه چې وايي غله جات ددې پرځای چې د نړۍ بې وزلو او اړمنو هېوادونو ته ولېږل شي په غلط ادرس اروپا او شمالي امريکا ته رسېږي او هلته د سوداګرو لخوا انحصار او د خپل اړتياوې پرې حل کوي په داسې حال کې چې اصلي اړتيا د غريبو او بې وزلو افريقايي او اسيايي هېوادونو ده چې خلک یې د لوږې له امله د مرګ په سرحد ناست دي. 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.