!د روسيې انتخابات او لاس وهنې

ليکنه: حميدالله بسيا

259
روسیه د نړۍ تر ټولو پراخ هېواد ، چې د ۱۱ (ټايم زونونو) درلودونکی دی يانې په دې مانا چې که په يوه سر کې یې د سهار ۶ بجې وي په بل سر کې به  یې د ماښام ۵ بجې وي، د اسيا او اروپا په دواړو لويو وچو کې پرته ده او له ۱۴ اسيایي او اروپايي هېوادونو سره پولې لري. شاوخوا ۱۴۶ ميليونه نفوس لري او پرون د مارچ (۱۷ مه)  یې د ولسمشريزو ټولټاکنو  وروستۍ ورځ وه، د ولسمشر لپاره د خلکو د مستقيمو او پټو رايو دې لړۍ دری ورځې دوام وکړ او دا د روسيې په تاريخ کې لومړی ځل وو چې د رايو ورکولو پروسې دری ورځې وخت ونيو ، د رايو صندوقونو ته د رايو اچولو پروسه  د مارچ په ۱۵ مه سهار پيل شوه او د مارچ تر  ۱۷ ماښام پورې یې دری ورځې دوام وکړ، چې پکې د روسيې پر اوسني ولسمشر ويلاديمير پوتين سربېره دریو نورو کانديدانو نيکولای ښارتينوف ( د کمونيسټ ګوند لخوا)، ليونید سلوتسکي (د ليبرال ډيموکراټ ګوند کانديد)، او دوانکوف ( د نوي خلکوګوند) لخوا کانديدان وو. شاوخوا ۱۱۴ ميلیونه روسان د رايو ورکولو لپاره واجد شرایط وو چې د هغو له جملې څخه ۱۱۲ ميليونه  په روسيه کې ژوند کاوه.ګټونکی کانديد چې د روسيې د انتخاباتو د ادارې له لارې به په رسمي ډول اعلانېږي د ولسمشري د لوړې مراسم د مې مياشتې پر اوومه نېټه ترسره کوي.
دا ټاکنې د ۲۰۲۰ کال د روسيې په اساسي قانون کې د تعديل وروسته لومړۍ ټاکنې دي او که په دې ټاکنو کې د روسيې اوسنی ولسمشر ولاديمير پوتين بريالی شي هغه به له ستالين وروسته د روسيې دويم حاکم وي چې تر ټولو اوږده موده په واک کې پاتې کېږي.
د تېرې شپې د لومړنيو شمېرو له مخې تر اوسه پورې په انتخاباتو کې د روسيې اوسنی ولسمشر ويلاديمير پوتين مخکښ دی او د شمېرل شويو رايو شاوخوا ۷۸ سلنه یې خپلې کړې دي او تر څنګ یې سيالو کانديدانو هم هر يوه تر اوسه پورې له دوه تر دری ميلیونه رايې ګټلې دي، د روسيې د انتخاباتو د ادارې د څرګندونو له مخې د معمول خلاف او د تېرو ټاکنو برعکس سږکال په انتخاباتو کې د خلکو ګډون ډېر او پراخ وو او ډېرو خلکو په دې انتخاباتو کې ګډون کړی وو، که څه هم امريکا او اروپا دا انتخاباتو په برخه کې ډېر ناخوښه او مايوسه دي او وايي چې دا د دوی د ډيموکراټيکو اصولو پر بنسټ نه دي ترسره شوې او يوځل بيا پوتين په واک کې د پاتې کېدو چانس ډېر دی نو بالاخره یې وار له مخې دا پروسه يوه ډرامه ګڼلې ده.
د روسيې د خارجه وزارت د راپور له مخې  لويديځ په ميلياردونو ډالر پانګونه کړې ده ترڅو د روسيې انتخاباتو پروسه سبوتاژه او خرابه کړي ، خو د دوی په وينا ددې مخه ونيول شوه او انتخابات له توقع ښه سرته ورسېدل ،له بله اړخه د انتخاباتو په ورځو کې د اوکراين لخوا د ډرون حملې او نورې چريکي حملې هم ډېرې شوې دي  او په دې تېرو دريو ورځو کې یې له بېلابېلو لارو هڅه وکړه چې د انتخاباتو مرکزونه په هغو ځايونو کې په نښه کړي چې روسیې تازه په خپل هېواد پورې تړلي دي تر څو خلک په رايو اچولو کې برخه وانخلي.
له بله اړخه امريکا او اروپا چې له پوتين سره یې سياسي اړيکې تر وروستۍ کچې خرابې دي او د روسيې او اوکراين دشخړې له امله په غيرمستقيم ډول يو د بل په مقابل کې یې د جنګ سنګر نيولی دی دا ټاکنې جعلي پروسه بللې ده ځکه د دوی د خوښې کار او هغه کار چې دوی غوښتل په روسيه کې ترسره نشو او يو ځل بيا د دوی جدي سيال پوتين د روسيې د ولسمشر په توګه مخکښ نوماند دی او اروپا او امريکا نه غواړي روسیه د پوتين تر ادارې لاندې وويني.
خو يوه خبره واضح او څرګنده ده چې له دويمې نړيوالې جګړې او ان له هغه مخکې چې روسيه په دومره پراخوالي او ستروالي متحده پاتې شوې ده هغه د دوی د يووالي او ملت پالنې احساسات دي، دوی ټول په يوه روسيه سره راټول او متحد دي او په ټولو کې نشنلستي احساسات چې هغه روسيه په دې دومره ستروالي او پراخوالي يوه ګڼي تازه دي، او لا تر اوسه پورې یې په غوږونو کې هغه سندرې ازانګه کوي که موږ متحد يوو او موږ سره يو ځای يوو د نازي المان غوندې قوي پوځونو ته هم ماتې ورکولی شو، نو زما په نظر يوازينی مهم شی چې روسيه یې يو تر بل هر وخت متحده ساتلې هغه د روسانو  يووالی او ملي احساسات دي چې د خپل هېواد پر وړاندې يې لري او د تاريخ له پاڼو يې زده کړي دي چې ناپليون او هېټلر د موږ د ټينکالوجي له امله شکست نه دی خوړلی بلکې د موږ د ملي احساساتو او يووالي او اتحاد په پايله کې مات شول.
په هر حال معلومه به شي چې د روسيې د انتخاباتو اداره د بريالي کانديد اعلان په څومره فيصدي او څوک اعلانوي خو د اوسنيو شمېرو له مخې چې د رايو تر ۵۰ فيصده کمې شمېرل شوې دي او ابتدايي شمېرې دي پوتين يوځل بيا بريالی ګڼل کېږي. چې دا د اروپا او امريکا لپاره ښه خبر نه دی او نه غواړي چې روسيه دې د پوتين تر رهبري لاندې يوځل بيا د شپږو کلونو لپاره پاتې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.