کلتوري تفاوتونه، قضاوتونه او فکري تیروتنې

جانداد جهاني

351

په اوسنې نړۍ چې هر ډول خلک ژوند کوي، د انسانانو کړه وړه باورونه او لیدلوري له دومره ورته والي سره سره ډیر تفاوتونه هم لري. البته تفاوتونه انساني ټولنو ته ښکلا وربښي او اوسنۍ نړۍ کې تنوع هم یو ارزښت شمیرل کیږي. خو په ډیرو یو نواخته او شاته پاته ټولنو کې د کلتوري ارزښتونو په اړوند ناسم لیدلوری ، غیر اخلاقي قضاوتونه او بلاخره غیر منطقي خطا ګاني وجود لري. چې په اړوند یې لا تر اوسه ښه پوهاوی ندی را منځ ته شوی.

په دې باب زموږ د ټولنې ځیني مشهوري او مروجې تیروتنې په دې توګه دي.

اول : افراطي تعمیم یا (Over Generalization) ځیني خلک بې له دې چې د مسلې ژورو ته وګوري فقط په یوه قضیه او یوه مشاهده قضاوت کوي مثلا که کوم اروپایي له کوم حیوان سره واده کړی وي وایي دا ده اروپایان داسي بد اخلاقه دي شکر دي چې موږ اوغانان یو غیرت لرو، په داسي حال کې چې د همدې خلکو په کلي کې به لسګونه هلکانو له حیواناتو سره بې له کوم واده، قرار داد یا قانون څخه تر واده ژوري اړیکي ساتلي وي. او په عین حال کې به سلکونه میلونه اروپایان وي چې اصلا یې کوم حیوان سره د واده سوچ هم نه وي کړی.

ځیني افغان په دوامداره توګه همداسي له بوډا خونو (Nursing home) څخه شکایت کوي یا دا سي یوه پیښه چې وویني کوم امریکایي له خپل پلار یا مور سره بد چلند کړي وي بیا وایي شکر چې اوغانان یو دوی خو له خپلو والدینو سره داسي بد چلند کوي، وګوره!

دوي د یوه امریکایي د ژوند کیسه په ټولې امریکا او حتي ټول ۶ میلیارده نفوس تعمیم کې. دا داسې ده لکه یو امریکایی چې د یو افغانې کورنۍ له حالته خبر شي چې مور او پلار رټي او یا له میرمنو سره بد چلند کوي او بیا فیسبوک کې ولیکي ” ټول افغانان له میندو سره بد چلند کوي” سمه ده چې ځیني افغانان له مور او پلار سره د وحشت تر کچې بد چلند کوي. ډیري داسي پیښي ریپورټ شوي چې افغاني اولادونو والدین وژلي دي ولې دا ډول نتیجه اخیستنه ختا ده، داسې چې ګواکېټول افغانان له میندو سره بد چلند کوي ځکه نهایت کې داسې کسان هم شته چې میندو سره ښه سلوک کوي. عین کیسه د امریکایانو په اړه هم صدق کوي.

دویم : د ځینو افغانانو د قضاوت په دستګاه کې بله ستونزه Ethnocentrism ده دا په دې مانا چې یو کس خپل کلتوري ارزښت معیار ونیسي او د نورو کلتوري ارزښتونه د هماغه په اساس قضاوت کوي. دا لکه د کابل یو دوکاندار چې یو د پاوو کاڼی واخلي او د اروپایانو یوه کیلویي تیږه ورباندي تلي او وایي دا ستاسو یو کیلویي تیږه غلطه ده زیاته ده یا زموږ تر چارکي کمه ده. شاید په دې مثال کې د وزني معیارونو تفاوت ته متوجه شوي یاست د ارزښتونو د ارزولو لپاره هم په هره ټولنه کې یو لړ لیکلي یا نلیکل شوي معیارونه وجود لري چې د هغو په اساس یي اندازه کوي زموږ لپاره لازمه ده تنها تفاوت ته متوجه شو.

موږ همیشه خپل کلتور معیار نیولی او نور کلتورونه ورباندي اندازه کوو موږ داسې فرض کړې چې هرڅه موږ ته په کوچنیوالي را ښودل شوي معیار دې او د نورو کلتوري ارزښتونه، عادات او د ژوند سټایل باید هغو سره مقایسه شي مثلا موږ له اوله فکر کوو چې مینه او ملګرتیا غلط کار دي او که هر څوک یي کوي نو بد کوي ځکه زموږ د جومات ملا ماته ویلي وو چې دا بد کار دي. کیدی شي په بلله ټولنه کې مینه ملګرتیا او صداقت یو ارزښت وي.
همداسي د بوډا خونو په اړوند موږ له اوله داسې قضاوت کوو چې د مشرانو کور (Nursing home) یو غلط فرهنګ دی او خپل کور کې د مشرانو ساتل سم کار دی البته زه په دې نظر نه یم چې یا دا ښه ده یا هاغه اصلآ دا د ټولنو او کلتورونو انتخاب دی شاید یو امریکایی بوډا دې سره ډیر خوښ وي چې د مشرانو کور ته ځي تر دې چې د اولادونو کور کې پاته کیږی خو یو افغاني بوډا حتمآ غواړي اولادونو سره پاته شي.

د ethnocentrism ختا هغه وخت درک کولی شئ چې یوه معکوسه سناریو تصور کړئ، مثلآ فرض کړئ یوه امریکایي بوډۍ د ځدراڼو د شواک ولسوالی ته راځي او ګوري چې میرمنو اوږده کمیسونه اغوستي دي. دا امریکایي میرمنه عین ختا کوي او په انسټاګرام باندي پوسټ کوي او وایي دا افغانان ختا خلک دي میرمنو ته یې وګوره ددې پرځای چې زموږ غوندي نیمه پوښ او سپک کالي واغوندي دومره ستر ستر توکري (تیکې) یې په ځان را تاو کړي دي دا خلک کاملا په غلطه دي دوی باید زموږ ساحلونو ته د راغلو سیلانیانو غوندي لباس واغوندي. پوهیږئ موږ به فورآ د هغې د قضاوت په دستګاه کې ختا ته متوجه شو ولې خپلې ختا ته په اسانه نشو متوجه کیدلی.

دریم: چیري پیکینګ ” Cherry Picking” موږ افغانانو د کلتوري ارزښتونو د مقایسې په باب بله ختا داده چې موږ همیشه د خپل کلتور بارزه او مثبته نقطه د بل کلتور له ټیټي او منفي نقطې یا ځانګړنې سره مقایسه کوو. مثلا یوه اروپایي ټولنه بل سل مثبتي کلتوري ځانګړني لري، د انسان ارزښت به پکې ساتل شوی وي، برابري به حاکمه و ، نجونو ته به د زده کړو حق ورکول شوي وي، عدالت به وي، ثروت او رفاه به وي، څوک به په چا کار نه لري او همداسي …. خو موږ هغه یوه هم نه وینو فقط په یوه منفي نقطه پسې یې ګرځو مثلا یوې امریکایی نجلۍ ته یې خورلڼې په غاړه کې پړۍ ور اچولی وي او په څلورو روانه وي بیا موږ وایو هوهو دا ده په غرب کې د ښځې ارزښت دا ده غربي د بشر حقوق. په دا سې حال کې چې هغو به په خپله خوښه او له شوقه داسي کار کړی وي او یو میلیارد انسانانو کې به یوه قضیه وي.

موږ بیا هغه راوړو د خپل کلتور هغه تر ټولو روښانه اړخ سره یي مقایسه کوو خو له بلې خوا مو بیا د خپل کلتور په هره ناروا سترګي پټي وي. که د ښځو په بدو کې ورکول وی . که د مهر او ولور لپاره د لوڼو خرڅول وي ، که له زده کړو او کار د میرمنو محروم کول وي، که د غیرت په نوم د خپلو خلکو و.ژ.ل وي ، که بدیاني وي ، که تربور ګلویاني وي، که د یو بل پښې وهل وي، که خشونت امیزه حاکمیت او استبداد وي ، که سرکوب او سانسور وي، که په ماشومانو تجاوزونه او بچه بازیانې وي ،که قا.چا. ق وي ، که د نیشیې توکو پیر پلور کښت او استفاده وي ، که فقر او غربت وي ، او که له همدې را ولاړ شوی تحقیر او دربدري وي خو دا موږ ته هیڅ نه دي دا هیڅکله له نورو ټولنو سره نه مقایسه کوو نه وایو نورو انساني ټولنو څنګه هارموني را منځ ته کوي څومره یي د جنایتونو مقیاس کم کړی او موږ لا اوس هم د یو بل سر ته ناست یو. دا هیڅ نه دي خو که غرب کې یوه غیر اخلاقي پیښه یا جرم وشي بیا وایو” شوکور سي بسلمان یو “

دا کیسې د یو ټیپیکل(عادي) افغان سړي له نظره هیڅ ستونزه نلري ولې د یو نړیوالو منل شویو شاخصونو او انساني سلیم عقل له نظره کلتوري ټیټوال په ګوته کوي. زموږ لید لوری افغاني دی او له دې ختا ګانو خالي ندی زه باوري یم زموږ د کلتور په اړه به لا زیات ملاحظات موجود وي چې موږ ته هیڅ نه را مالومیږي او یا بر عکس ښه راته ښکاري. کوم چې د جنایت تر کچې په محکومیت ارزي.

ښه داده چې د نورو په باب له قضاوت مخکې اول خپل ګریوان کې وګورو او همدارنګه خپلې د قضاوت دستګاه ته تشریف یوسو چې د کومو ختاګانو ښکار شوي خو به نه یو.
او همدارنګه په دې ځان پوه کړو چې هره ټولنه جلا ارزښتونه لري ځیني کړنې کیدلی شې یوه ټولنه کې جرم او غیر اخلاقي وي خو په بله ټولنه کې به عادي وي. یا بر عکس دومره افراطي عکس العمل ته اړتیا نشته.

نوټ: دا لیکنه مې مخکې لیکلې وه اوس هغه افغان ژورنالیست تر پوست پوري را یاده شوه چې د خپلي کورنۍ یوه رومانټیکه کیسه یي د لندن له یو ښاري بس څخه روایت کړې وه، نو ما ویل راځه موضوع ګرمه ده یو دوه لیکنې به خپله هم پکې تیرې کړم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.