د ا.ا مشر نیمروز ته سفر کړی

510

د ا.ا مشر شیخ هبت‌.الله اخندزاده نیمروز ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره يې لیدلي دي.

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجا.هد نن پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د ا.ا مشر وړمه ورځ یاد ولایت ته په سفر کې له ولایتي مسئوولینو، رئیسانو، د علماوو شورا له غړو، متنفذینو، د جهادي مدرسې له استادانو، قاضیانو، ولسوالانو او یو شمېرو نورو مشرانو سره لیدلي دي.

هغه زیاته کړې: «عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی یادو مسئوولینو ته علمي او هر اړخیزه وینا وکړه، د ولس سره د ترحم او شفقت، د هغوی مشکلاتو ته د رسېدنې، د هغوی د قربانیو د قدرداني کولو، خپلو مسئوولیتونو ته د متوجه کېدلو او په سمه توګه ادا کولو، د ځانونو اصلاح، امر بالمعروف او په قضایي چارو کې د استقلال ساتلو په اړه یې هدایات او سپارښتنې وکړې.»

مجا.هد زیاتوي، د ا.ا مشر د ناستې پر مهال د هغوی ستونزې واورېدې او ورته د رسېدنې په برخه کې یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

پژواک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.