شخصیت جوړونه ځانګړي مهارتونه او بېلابېل هنرونه غواړي. که موږ له ځانه یو ښه شخصیت جوړول غواړو، نو باید لومړی باور ترلاسه کړو، په تجربو تمرکز زیات کړو، ځان ته مو ارزښت ورکړو او د ستونزو په وړاندې مبارزه پېل کړو.
که وغواړو یو ښه شخصیت ولرو، نو موږ دلته اته معتبر میتودونه بیانوو چې په شخصیت جوړونه کې مرسته کولای شي.
لومړی: باوري اوسئ او هېڅکله باور مه بایلئ
باور د ښه ژوند یو ستر راز دی، که په ټولنه کې باور ولرئ؛ ژوند به مو له ستونزو سره په مبارزه کې مخکښ رول ولوبوي. باور ستاسو د چلند د ځانګړتیاوو یوه مهمه برخه ده چې ستاسو شخصیت ورته اړتیا لري. که مو یو ځل باور بایلود، ستاسو شخصیت ورسره خامیږي او بې باوره کېږئ. تر هر څه ستاسو ځان تاسو ته ډېر ارزښت لري او خپل ځان مو په باور ارزښتمن کړئ.
دويم: دروغ مه وایئ او ریښتیني اوسئ
د شخصیت جوړونې لپاره یوه بله ښه ځانګړنه هم دا ده چې تاسو باید تل صادقه اوسئ او هېڅلکه دروغ ونه وایئ. دروغ ویل ددې تر څنګ چې تاسې د ټول عمر لپاره بې باوره کوي، بلکې تاسو لټۍ ته هم سوق کوي، ځکه که نن یو کار ونه کړئ او سبا مو ریئس ته دروغ (بهانه) وکړئ، راتلونکي کې هم دې کار ته اړ کېږئ؛ ددې لپاره چې ښه مخته ولاړ شئ، باید تل ریښتیني اوسئ.
درېیم: ماتې ته هرکلی کوئ
که تاسې بریالي اشخاص ګورئ، دوی په لومړي او دوهم ځل دې مقام ته نه دي رسیدلي. تجربه او مهارتونه تاسې تر بریا رسوي، خو په دې لړۍ کې تاسې ممکن له ماتو سره هم مخ شئ. د بریاوو تر شا چې کوم راز دی، هغه د ماتو زغمل دي او بریالي اشخاص ماتې زغملی شي.
څلورم: ټولنیزې اړیکې ښې وپالئ
ښه اخلاق او ښې اړیکې د ټولنیز ژوند د سینګار جامه ده. د ښه شخصیت خاوندان تل له ښه چلند او سلوک څخه کار اخلي. که تاسې ټولنیزې اړیکې ښې او پراخې کړئ، نو هومره مو شخصیت ورسره لوړېدای شي.
پینځم: ځان ته مو یو هدف وټاکئ
بریالي خلک تل پر ځان باور لري؛ نو ځکه خو ځان ته هدف هم ستر ټاکي. که تاسې کوچنی هدف وټاکئ، نو ممکن ژر یې ترلاسه کړئ؛ ښه خبره دا ده چې ځان ته ستر هدف وټاکئ. دغه راز خپل خیالات او تصوراتو ته په سپکه مه ګورئ، بلکې خپلو چارو ته لا ښه پام وکړئ او د خپل هدف شا ونیسئ.
شپږم: امانت دار اوسئ
امانت خیانتول ستاسو شخصیت بې باوره کوي. دروغ ویل، خیانت کول، په وعده وفا نه کول؛ درې هغه سترې ځانګړنې دي، چې په خپلېدا یې انسان دوه مخی، بې باوره او رسوا کیږي. بریالي اشخاص تل امانت په خپل مالک سپاري او نه یې خیانتوي.
اووم: مسؤلیت مننونکي اوسئ
مسؤلیت ستاسو چارې ښې تنظیموي او تاسو خپلو چارو سره محتاط کوي؛ څو له تېروتنو وژغورل شئ. بریالي اشخاص تل خپل مسؤلیت په ډېر ویاړ مخته وړي او په دې خوښ وي چې د خپلې رشتې له ادرسه هېوادوالو ته خدمت کوي. هر شخص د ټولنې یو غړی بلل کیږي او ددې ټولنې په جوړښت او سمون کې باید مسؤلانه رول ولوبوي.
اتم: وخت مو اداره کړئ
انسان د عمر په جریان کې یو تر ټولو ارزښتناکه فرصت لري، چې هغه د وخت درلودل دی. که موږ هر څومره شتمني ولرو خو وخت پرې نه شو اخیستلی. د نن ورځې یوه لحظه په میلیاردونو پېسو واپس لاسته نشئ راوړلئ. انګرېزان متل کوي چې (Time is money/gold) یعنې وخت د زرو څخه زیات قیمت لري. بریالي اشخاص تل له خپل وخت څخه ښه ګټه پورته کوي، دوی همداراز له ځان سره د ورځنیو بوختیاوو یو مهالوېش هم لري چې خپلې چارې د همدې مهالوېش مطابق مخته وړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.