د هند او افغانستان سیاسي اړیکې په تاریخي بهیر کې

پروفیسور رشید

419

د هند او افغانستان سیاسي اړیکې په تاریخي بهیر کې

 روانې مصنوعي ستونزې

یادونه:  دغه لیکنه د هغوپرله پسې پوښتنو په ځواب کې لیکم چې په تیرو دوو ورځو کې په هند کې دافغانستان د سفارت د احتمالي بندیدوپه اړه ماته راغلې دي.

——————————-

     داټولوته څرګنده ده چې دهندوستان حکومت په کابل دطالبانوله راتګ سره په یوه وخت کې خپله پالیسې دسیمې اونړې دنورو هیوادو په شان همداسې په یواستوي ډول دافغانستان په وړاندې غوره کړه، هند هم طالبان په رسمیت ونه پیژندل اوخپله تګلاره یې دانساني اوبشري مرستوپراستولو باندې محدوده وساتله، دنړۍ یوشمیرهیوادو د طالبي حکومت په وړاندې د تعامل تګلاره تر رسمیت پیژندلوپورې غوره وبلله  چې نړیوالې ټولنې اوپه خاصه توګه هندهم پرهمدغه دریځ باندې د افغانستان په وړاندې پاتې شو، اوله یوې لنډې مودې وروسته دوی هم په کابل کې خپل سفارت ته تخنیکي اواړینه ډله واستوله چې هلته دبشري مرستواوله افغان حکومت سره دتعامل پربنسټ مخ په وړاندې ولاړشي، ددغه بهیرپه ترڅ کې په رښتیا چې هم هند اوهم طالبان ترډیره حده یوه بل ته ژمن پرمخ لاړل،خوڅه چې په دغه ترڅ کې د انزوا پرکونج پاتې شوهغه په هندکې افغان سفارت اودهغه یوشمیرچارواکي ول، چې دیوه کال په اوږدوکې یې شمیر له پنځلسوتنه څخه ترپنځوشپږو پورې کښته را ولوید ځکه چې زیاتره یې نورو هیوادو ته ووتل، یوشمیرچې پاتې شول په هغوی کې هم ستوتزې رامنځ ته شوې، یوشمیر نوی دیپلوماتان چې طالبانو رامعرفي کړل هغوی په فکري اوتجربي لحاظ په کارپوه کسان ووخوهغوی دسفارت له خوا ځواب کړل شول. خوکوم څه چې دسفارت اودافغانستان د خارجه وزارت ترمنځ روان ول په هغوکې هم انډول نه و، ځکه یې د توپیرونواوکش کړپ خبره دهنداوافغانستان مطبوعاتو ته راووته، طالبانودخپلې عبوري دورې له پاره یوکس له پخوانیومامورینوڅخه چې په سفارت کې یې کارکاوه ورمعرفي کړخوسفارت یې پرمخ دروازه وتړله اوهغه یې له یوه موټرسره له سفارت دباندې پریښود اواجازه یې ورنه کړه چې باید سفارت ته وردننه شي،غالبآ چې خبره لومړی میدیا اوبیا دهندترباندنیوچارو وزارت پورې ورسیده خو هغوی هم په څرګنده داخبره د سفارت داخلي موضوع وبلله، له ستونزې سره لیوالتیا ونه ښوده اوخپل چلند یې بیا هم دتعامل له مخې په ډاګه نه کړ، نه یې دطالبانواستازي اوګمارل شوي کس ته غوڅ ځواب ورکړاونه یی هم دسفارت ادعا دخپل دیپلومات په وړاندې دمداخلې وړ وبلله. دلته په سفارت کې داکیسه توده شوه، خوپه څنګ کې یې په هند کې د زرګونوافغانانو اوترټولومهمه دافغان زده کونکومساله چې څه یې په هند کې په درسونوبوخت وو اوڅه هم په هیواد کې دکورونا پرلامل بند پاتې وو هم دهند دلوری اوهم دسفارت له خوا د بې توپیرۍ ښکارشوه، چې تراوسه هم په سلګونوافغان زده کونکي دخپلې راتلونکې په اړه سخت اندیښمن په هندکې پراته دي، سفارت وایی له موږسره دهند دحکومت مرسته نه وه ،هند وایي چې زموږ له خلکوترخلکو پالیسي همداسې روانه ده ان چې سږ یې دافغانانوله پاره د انلالین زده کړو په چوکاټ کې دنویو بورسونواعلان هم پرهمدغه لامل وکړ.

په هرډول راځو دغه ټکي ته چې په هند کې د افغانستان سفارت هند بند کړ که سفارتي چارواکو ؟ 

هندوستان په دغه برخه کې تراوسه هیڅ ډول عکس العمل نه دی ښودلی او نه یې  سفارتي چارواکوته په دغه اړه کوم رسمي یاداشت چې په دغه برخه کې رسمي بڼه ولري اود دیپلوماتیکواصولو له مخې اړین هم دی دوی ته نه دی سپارلی ، هندي باخبره کارپوهان اوسیاسي کتونکي په دغه اړه  وایي چې څلور میاشتې کیږي افغان استازی په سفارت کې نشته، دیپلوماتان له یوه دوو پرته نورټول نورو هیوادوته ولاړل، پرچا چې طالبانو باورکړی سره له دې چې هند په دغه برخه کې کوم عکس العمل نه لري هغه سفارت ته نه پریښودل کیږي ، دا په خپل وار د افغانانو د خپل منځي  ستونزو د ایجاد مقدمه اوزیږنده ده، چې هند په دغه اړه یوازې دا مسوولیت لري چې یوه روښانه تګلاره په  سیاسي اوامنیتي لحاظ ترسره کړي لکه چې داکاریې دنړیوالودیپلوماتیکو قوانیوله مخې لري ترسره کړی دی.خوداچې دافغانانوپه خپل منځي چاروکې مداخله نه کوي ، په دغه اړه د سفارتي چارواکو له خوا دملامتۍ بارهم هندي مقاماتوته افغاني  نه بلکي شخصي ښکاري. چې د هندي او یوشمیرافغاني څارونکواوکتونکوله خواهم داډول دریځ اوتورلګول اوغیرسیاسي ژبه کارول په دیپلوماتیکه کچه نه دهند اونه هم دافغانستان په ګټه دي اونه هم کله دهندله آزادۍ وروسته د هند او افغانستان د سیاسي اړیکوپه تاریخ کې ددې ډول څرګندونومثال نه ترسترګوکیږي.

د همدغې تګلارې پراساس یوشمیرسیاسي کتونکي اود هند اوافغانستان د چارو تحلیل کونکي له لندن څخه د سفیرماموند زي وروستۍ مطبوعاتي څرګندونې اود سفارتي چارواکو یادښت یوازې شخصي بڼه لري چې له مخې یې هڅه شوې د هند اوافعانستان دخلکو سیاسي او دپیلوماتیکو اړیکوپه ترڅ کې یوه څرګنده بې باوري رامنځ ته کړي، په هندکې باخبره افغانان هم په دغه اړه پردې نظردي چې دافغان سفارت کارو داډول له سیاسي مسوولیته لري څرګندونې په هندکې د زرګونو زده کونکو اوپه زرګونو افغان اوسیدونکوپه وړاندې له بې مسوولیتۍ پرته د نور څه استازیتوب نه کوي، دهند اوافغانستان په فرهنګي اوتجارتي اړیکوکې دطالبانود حکومت په راتګ سره له تعلیمی اوویزې له ستونزوپرته په یو شمیربرخو لکه تجارت کې لوی پرمختګ هم رامنځ ته شوی دی، دهنداوافغانستان دتجارت کچه دجمهوریت پرپرتله  له یوه میلیارد ډالروڅخه نږدې دوو میلیاردو ته رسیدلې ده ، دبشري مرستولړۍ هم لکه د جمهوریت د دورپه شان نورماله روانه ده، همدا ده چې یوشمیر کتونکي دا پوښتنه رامنځ ته کوي چې آیا دا به سمه نه وه چې افغان سفارتي چارواکو دهند او افغانستان د تاریخی اوسیاسي نیکو اړیکوپه اړه  دداسې غیرد یپلوماتیکې ژبې پرځای له د یپلوماتیکې ژبې څخه کاراخیستی وای ؟  دوی له دغه ټکي انکارکوي چې له دوی سره دهند د دولت مستقیمه مرسته نه وه ؟ دوی دهغونږدې یو لک افغانانو د ژوند په اړه هم فکرکړی چې دم ګړۍ دلته په هندکې ژوند کوي ؟ له دوی سره د زرګونوافغان زده کونکو ژوند اوتعلیمي بهیر پوښتنه په لومړیتوب کې مطرح وه که نه؟

دا ټولې پوښتنې په تیروڅو ورځوکې دلته په هندکې مطرح دي، چې باید هغوته په سراسري نظرسره ونه کتل شي، نني اوسباني هند دافغانستان له پاره دیوه ښه دوست په توګه په تیره بیا دسیمې دهغو هیوادوپه وړاندې چې تل یې افغانستان ته ستونزې را منځ ته کړې دي مهم اود پاملرنې وړدی، هند په تیرو شلوکالوکې تر ۶۰ زره زیات افغان ځوانانوته په هندکې د زده کړې آسانتیا برابره کړه چې همدا اوس هم د افعانستان دادارې شمزۍ هم دغه کادرونه جوړوي، ځکه خود دداسې یوه هیواد په وړاندې باید د ملي دیپلوماسۍ د اصولواو د هند اوافغانستان د تاریخی دوستي اوپه نړیوال ډګرکې دګډ دریخ لرونکی هیواد اوملګري په توګه چلند وشي، دهند په وړاندې موږ باید د خپلو ملی ګټو پربنسټ دریځ ته متوجه واوسو، هند داسې هیواد نه دی چې له موږ سره دې په هغه اودغه مطلب کله هم لاس اوګریوان شي، موږ باید له دغه هیواد سره د متقابل احترام او متقابلواړیکودرناوی له یاده ونه باسو، به کله هم دهغومیلیاردو ډالرو مرستې لړۍ له یاده ونه باسی هغه چې دغه هیواد په تیرو درو لسیزوکې د افغانستان په بیا جوړونه کې  پرافغانستان باندې لورولې دي.  ځکه خوهیله داده چې که یوافغان هم په افغان سفارت کې پاتې وي باید دغه سفارت دافغانستان د لوړو ملي ګټو ، نه شخصي په خاطرپرانیستی وساتي، ځکه چې د آسیا دتاریخ په دغو حساسوشیبوکې موږ هند ته او هند افغانستان ته اړتیا لري. دهند ملت تراوسه هم دخپلې آزادۍ په ترڅ کې دافعانانو، د پښتنو او خدایی خدمتګارانو ژوندۍ مبارزه له یاده کله هم نه ده ایستلې او دهند د آزادۍ د اتلانوکې په لست کې یې  د لوی پاچا خان ، خان عبدالغفارخان اوغازي امان الله خان نومونه  په زرینو کرښو لیکلي دي . چې افغان نوي نسلونه به هم کله دغه لویه او تاریخي دوستي د څو تنو د شخصي ځان غوښتنې قرباني نه کړي.

په درنښت

پروفیسور رشید – د نهروپوهنتون استاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.