ډبليو ايف پي: افغانستان کې به د مرستې کمېدو له امله اړمنې ښځې ډېرې زيانمنې شي

340

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، نن دوشنبه «د اکتوبر ۲يمه» پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې د دغه سازمان د مالي سرچینو د کمښت له امله یو میلیون افغان میندې او ماشومان د خوراکي توکو له مرستې بې برخې شوي دي.

دغه پروګرام زياته کړې، چې د  مرستو د کموالي له امله به په افغانستان کې اړمنې مېرمنې تر ټولو ډېرې زیانمنې شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي دي: «په افغانستان کې د مرستو د کمولو تر ټولو ستر لګښت ښځې ورکوي. له یو میلیون څخه ډیرې میندې او ماشومان نور د بودیجې د سخت کمښت له امله د تغذیې مرستې نه شي ترلاسه کولای.»

د خوړو نړیوال پروګرام مسوولانو د سپتمبر د مياشتې په اتلسمه نېټه وویل، چې د خپل تاریخ تر ټولو بد مالي کړکېچ سره لاس ګریوان دي او دا چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د اړتیا تامینول له بې مخینې ستونزو سره مخامخ شوي.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان مشرې په وينا،‌ چې په افغانستان کې د خپل پروګرام دوام لپاره ان د را روانې اکتوبر میاشتې تر وروستیو کافي پیسې نه لري او که مرسته ور ونه رسېږي نو له افغانستانه به په بشپړ ډول وتلو ته اړ شي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو نړیوال پروګرام مشرې درې میاشتې مخکې هم ویلي و چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان کافي خواړه نه لري، په تش نس ویدېږي‌ او دا چې څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ او مړینې له خطرونو سره مخامخ دي.

افغان پرس

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.