ډاکټر محمد ابراهیم شینواری د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کونکی: محمد طارق بزګر

831

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری د دعوت سره په مرکه کې:

د هېواد په دننه کې ځوانانو ته مې وړاندیز دی چې په عزم، نرمۍ او سوله ایز ډول له چارواکو لومړی د امنیت او تعلیم حقوق وغواړي

فکر نه کوم که ژر دې کوم لوی افغانستان شموله نوی حرکت رامنځ ته شي

پخوانی نظام په دننه کې یو لاس او یوه خوله نه وو

د دعوت رسنیز مرکز خدمتونه د ډېرې ستاینې وړ دي


 

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۸ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي.

پوښتنه: د افغانستان روان وضعیت ستاسو له نظره څنګه دی؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: تر مننې وروسته،

مثبت اړخ دا دی چې هره ورځ اوس په سلګونو ځوانان نه مري، ملوک الطوایفي نشته او د فساد کچه او پراختیا کمه شوې ده. منفي اړخونه دا دي چې، ولس ته له نسبي فزیکي امنیت پرته رواني او ټولنیز امنیت نه دی برابر شوی، اساسي خدمات ورته نه عرضه کیږي، د ښځو د تعلیم او کار په وړاندې په ځانګړي ډول بندیزونه لګول شوي دي، د قانون حاکمیت نشته، لا تر اوسه هم د اشخاصو له خوا خلک بې عزته کېدای شي او حتی وژل کېدای شي. روزل شوي کادرونه له هېواده ووتل، کار اهل ته نه ورکول کیږي، حاکمه ډله پر ملت تکبر کوي، ځان لومړی درجه هیوادوال ګڼي او نور دویمه درجه.

پوښتنه: روان وضعیت به تر کومه دوام وکړی په داسې حا کې چې نوی واکمن نه د ولس او نه هم د نړۍ سره یوه ژبه پیدا کولی شي. اوږد مهاله تاثیر به یې څه وي؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: دا تر ډېره په نوو واکمنو پورې اړه لري چې څنګه خپل ملي مکلفیتونه او نړیوال تعهدونه عملي کوي.

پوښتنه: څه باعث شول چې شل کلن جمهوریت دوه کاله وړاندې په څو ورځو کې له منځه لاړ؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: هغه نظام له یوې خوا په دننه کې یو لاس او یوه خوله نه وو، دویم یې تکیه د بهرنیو متحدینو په مالي، نظامي او لوژستیکي مرستو وه. کله چې نړیوالو حامیانو یې له ملاتړه لاس واخیست، ژر سقوط شو.

پوښتنه: د افغانستان راتلونکې ته څنګه ګورئ؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: نهیلي ښه نه ده. که غر لوړ دی، په سر یې لار شته. که مسؤولین خپل مسؤولیت ته متوجه شي، نړۍ هم د بشري خواخوږۍ او انساني ورورولۍ پر بنسټ له افغانانو سره تعامل وکړي، کېدای شي د بین الافغاني خبرو له لارې یو ټول شموله نظام ته لار اواره شي، چې په بهر کې به هم د هیواد انځور ورسره ښه شي. خو ظاهراً داسې نه ښکاري چې نوي واکمن دې څوک له ځان سره شریک کړي، دوی بیعت او مطلق اطاعت غواړي، چې مخالفې ډلې یې ورته نه حاضریږي.

پوښتنه: په افغانستان کې روغتیایي سیستم چې له پخوا هم ښه نه وو، اوس ستاسو له نظره (روغتیایي سیستم) څنګه، له کومو ننګونو سره مخ دي او په اوږد مهال کې تاسې روغتیایی سیستم ته څنګه ګورئ ؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: روغتیا او پوهنه دوه سکټورونه وو چې له ستونزو سره سره یې لوی پرمختګونه کړي وو. د میندو، ماشومانو او نویو زېږېدلیو مړینه تر پخوا ډېره راکمه شوې، د ژوند د اوږدوالي توقع لوړه شوې او د روغتیايي خدمتونو د پوښښ سطحه خصوصاً په کلیوالو سیمو کې ډېره لوړه شوې وه. اوس سیستم او رهبري هم کمزورې ده او نړیوال ملاتړ هم کم شوی دی. که خیرخواهانه هڅې ونه شي او نړیوال ارګانونه مرستې ونه کړي، د دې سیستم د سقوط امکان شته.

پوښتنه: دوه کاله کیږي چې د نجونو پرمخ د ښونځیو او لوړو زده کړو دروازې بندې دي ستاسو په نظر د دې په لنډ او اوږد مهال تاثیر به په افغانستان او د وطن په ښځینه قشر څه وي؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: دا د ملت د تشویش او نارضایتۍ تر ټولو لویه بېلګه ده. د نجونو او ښځو په محرومولو د ټولنې نیمه تنه فلجیږي. د نجونو د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې هم د جمهوریت په شلو کلونو کې کافي پرمختګ شوی وو، مثلاً:

تر څلور میلیونه نجونې زده کوونکی، تر ۹۰ زره معلمانې او اتلس زره ښوونځي چې نیمایي یې د نجونو ښوونځي وو.

په لکونو محصلانې او ۲۶۰۰ استادانې (۱۳۳۶ لسانس، ۱۱۷۵ ماستر او ۸۵ ډکتورا لرونکې) موجودې وې. د هېواد په هر ولایت کې لږ تر لږه د لوړو زده کړو یو دولتي پوهنتون یا موسسه وه او په دغو شلو کلونو کې له ۶ څخه ۳۶ ته ورسېدل. خصوصي پوهنتونونه تر دې څو چنده زیات وو.

اوس یې د نجونو پر مخ تقریباً ټولې تعلیمي او تحصیلي لارې تړلې او  واضح خبره هم پکې نه کوي.

پوښتنه: د ښونځیو، لوړو زده کړو او کار بندیز تاثیربه په رواني لحاط په ښځینه قشر څنګه وي؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: مایوسي، رواني فشار، ژور خفګان او پر ځان بې باوري. دا رواني نورو ناروغیو او ټولنیزو ستونزو ته لار اواروي.

پوښتنه: ستاسو په نظر څه د دې سبب شوي چې طالبان د انجونو د تعلیم او کار مخالفت کوی، ایا  دا د دوئ خپل نظر دی که له بهر یې د ملاتړو غوښتنه ده؟ ځکه د نړۍ په هیڅ اسلامي او غیر اسلامي هېواد کې د نجونو د تعلیم او کار مخه نه ده نیول شوې.

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: ما په یوه لیکنه کې د دې پریکړې احتمالي سببونه لیکلي وو چې دلته یې ستاسو سره په عین ډول شریکوم:

آیا د حاکمې ډلې د ټولو ملایانو دیني تعبیر د سترې محکمې د اوسني رییس د تعبیر په شان دی چې د نجونو زده کړه سمه نه بولي؟

که داسې و انګیرل شي چې د ځینو یا ټولو مشرانو نظر همداسې وي، نو په دې صورت کې ورسره مقابله مشکله ده. ځکه دا یوه فکري، سلوکي او د پالیسۍ مسئله ده او سلوک، فکر او پالیسي بدلول ډېر ستونزمن کار دی؛ زیات وخت، ډېرو هڅو او پراخې حوصلې ته اړتیا لري.

آیا حاکمه ډله په دې ډول له نړۍ څخه سیاسي امتیاز غواړي او یا د نړۍ له خوا پر دوی لګول شوو بندیزونو ته غبرګون ښایي؟

د نجونو د زده کړو، تحصیل او د ښځو د کار د بندولو سبب همدا وي، نو د دې بنسټیزې ستونزې حل کول هم عام ولس ته ګران کار دی. له بلې خوا باید واکداران د خپلو خلکو د اساسي حقوقو پر سر له بل چا امتیار ونه غواړي. خو که دا دلیل رښتینی وي، سیاسیون، او نړیوال تعلیمي، مدني او د بشر د حقوقو بنسټونه او هیوادونه په دې باب مرسته کولاې شي او داسې حل ته رسیدلای شي چې د مشروطو دوه اړخیزو امتیازونو په بدل کې سیاسي جوړ جاړی وشي. مدني بنسټونه او اشخاص د دې لپاره استازیتوب، دفاع، ملاتړ جلبول، خبرتیاوې خپرول، سازماندهي او پیغامونه شریکولای شي.

آیا د اقتصادي سرچینو او وسائلو د کمښت له امله د اوسنۍ ادارې له نظره د نجونو زده کړه وروستی اولویت دی

که د نجونو د تعلیم د ځنډ سبب اقتصادي ستونزې وي، نو لومړی خو دې اوسنۍ اداره دا په ښکاره ووایي، دوهم دې له نړۍ مرسته وغواړي او په دریم قدم کې دې له ملت څخه د صبر او حوصلې غوښتنه وکړي. البته که منابع محدودې وي، بیا دې هم د هلکانو او نجونو ترمنځ مساوي وویشل شي.

آیا په رښتیا کلتوري ستونزې د نجونو د زده کړو مخه نیسي؟ او آیا دا د کلیوالو او ښاریانو ترمنځ فکري جګړه ده؟

کلتور کوم ثابت عنصر نه دی؛ او د نورو ټولنیزو پدیدو په څیر تل د وخت او زمانې سره بدلون کوي. له بلې خوا د اسلام یوه ځانګړتیا دا هم ده چې ناوړه رواجونه اصلاح کوي. کله چې د یو انسان حق تلف کیږي، دا خو بیا لوی ثواب دی چې خنډ یې له مخې لیرې او ناوړه رواج اصلاح شي. په تېرو شلو کلونو کې د کونړ، پکتیکا او حتی د اوسنيو جنګیالیو تر کنټرول لاندې د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي فعال وو او هیچا دا کار د کلتور او فرهنګ خلاف نه ګاڼه.

آیا د بلې حریفې ډلې (د ا ع ش) سره فکري او عملي مقابلې ته د ځان تیار ساتلو یو تکتیک دی؟

داسې ویل کیږي چې د اوسنۍ ادارې ځینې جنګیالي د تمدن او ښاري توب نښې د غیر اسلامي ښکارندو په توګه ګڼي او که اداره د نجونو ښوونځيو ته (چې شرعي مشکل نه لري) اجازه ورکړي، دغه ناخبره ځوان جنګیالي به هغې بلې ډلې ته ورشي. د دې دلیل احتمال زیات نه دی، خو باید وڅېړل شي.

آیا د کوم بهرني فشار یا پټ تفاهم له امله د نجونو تعلیم بند شوی دی؟

دا هم یوه پوښتنه ده، خو د دې تر شا به منطق څه وي؟ ممکن ځینې هیوادونه نه غواړي چې د اوسنۍ ادارې یو متمدن تصویر نړۍ ته وړاندې شي او یا هم ځینې غرضي کړۍ د دوست په جامه کې غواړي په دغه ډول کړنو د اسلام مبارک دین د ترقۍ او تمدن پر خلاف معرفي شي.

که دا یوه پټه ژمنه او د دوستۍ په جامه کې د غرضي کړیو دسیسه وي، نو حل کول به یې ډېر سخت وي. ځکه لومړی خو د دغه دلیل ثابتول ستونزمن حتی ناممکن دي او دوهم سیاسي ډلې د پټو وعدو په باب هیڅ اسناد نه شریکوي؛ نو د عامو خلکو له خوا مقابله به ورسره چندان آسانه نه وي.

پوښتنه: اوسني تعلیمی نصاب چې طالبان یې پلی کوی همغه پخوانی د جمهوریت د مهال نصاب دی او که بدلون پکې راغلی؟ ستاسې معلومات په دې اړه څه دی؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: دقیق معلومات نه لرم، خو فکر کوم ځینې جزيي بدلونونه یې پکې راوستلي دي.

پوښتنه: د جمهوریت له سقوط وروسته په لکونو تعلیم یافته افغانان له هېواده ووتل د دې تعلیم کړو د وتلو علت او تاثیر به د افغانستان په نن او راتلونکې څه وي؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: د یو هېواد تر ټولو ستره پانګه بشري پانګه ده. د جمهوریت په شلو کلونو کې یو ځلانده پرمختګ د ښو کادرونو روزل وو. متاسفانه زیاتره یې له هېواده ووتل او نور هم تللو ته منتظر دي. د دې جبران په لسیزو کې هم نه کېږي.

پوښتنه: که وکتل شي په افغانستان کې هیڅ یو لوی ملي، سیاسي او افغانستان شموله حرکت نشته څه باید وشي تر څو ډیر افغانان په یوه حرکت یا یوه ټغر راغونډ شي؟ او که راغونډ نه شي څه به وشي؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: افغانستان شموله حرکت باید په داخل کې رامنځ ته شي. د جمهوریت په کلونو کې تمرکز پر دې وو چې پخوانۍ لویې ډلې ورو ورو کمزورې شي، ځکه هغوی ملکي او نظامي دواړه تشکیلات درلودل او د نوو سوله ایزو تشکلاتو د جوړېدو لپاره هم کومه اراده نه وه موجوده. ملت هم د زبرځواکونو د جګرو او ترې وروسته د کورنیو جنګو اوږده دوره ګاللې وه، چې قومي او سیمه ایز او فکري او نظریاتي بیلتون یې ژور کړی دی. نوی نسل هم ځپل شوی او مایوسه شوی دی. زه فکر نه کوم که ژر دې کوم لوی افغانستان شموله نوی حرکت رامنځ ته شي. باسوادو افغانانو ته زما وړاندیز دا دی چې:

د فکر تولیدونکي شي

د مثبتو فکرونو د روزونکيو په ډله کې هم شامل شي

ټول دې سیاسي مشرۍ ته نه کاندیدیږي. که دغه کار کوي نو بیا دې شپه و ورځ همدغه کار ته ورکړي

له تعصب او کرکې په ډکو  هغو بحثونو کې دې نه شریکیږي، چې یوازې زهر شیندي، ټپونه په ناسور بدلوي او د نوښت او خیر رسولو پروسې شنډوي.

که دوی دا پاس دوه کارونه وکړي او له وروستیو دوه و ډډه وکړي، په نتیجه کې به د نوو او مثبتو فکرونو او علمي موادو د خپرولو په شریف کار کې برخه واخلي چې په تدریج او اتومات ډول د پرمختګ، عدالت، انکشاف او انساني نیکمرغۍ لپاره لارې خلاصوي. د دې لپاره دې لوستي کادرونه په ځانګړي ډول پښتانه هغه څه وکړي چې کولای یې شي. ځکه کله چې غواړې د ټولنیزو، ساینسي، معلوماتي، دیني او ادبي موضوعاتو په باب یو څه پیدا کړي، په پښتو کې په ندرت پیدا کیږي، البته دري/ فارسي ته ایرانیانو کار کړی دی او زیاتره ستونزې پکې حلیږي، خو معلومات یې یو اړخیز دي. نو زموږ باسواده کادرونه د بېلګې په توګه دا لاندې کارونه کولی شي:

کتابونه او اثار لیکل

کتابونه او اثار ژباړل

موجود ټول پښتو اثار انلاین کول

موجودې پښتو ویب پاڼې حمایه کول

نوې ویب پاڼې جوړول

حضوري او انلاین زده کړې حمایه کول

د معلوماتو او پوهې شریکولو انلاین او حضوري فرصتونه ایجادول، فعال ساتل او تقویه کول

پوښتنه: هغو پیغلو او ځوانانو او په ټوله کې افغانانو ته مو پیغام او مشوره څه ده هغوئ چې له هېواده بهر او په لویدیځو او نورو هېوادونو کې ځای په ځای شوي دی څه باید وکړی او خپل وخت په څه تیر کړي مقصد لومړیتوب یې باید څه وي؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: بهرمیشتو ته مې دا پاس مشوره کافي ده، او د هېواد په دننه کې ځوانانو ته مې وړاندیز دی چې په عزم، نرمۍ او سوله ایز ډول له چارواکو لومړی د امنیت او تعلیم حقوق وغواړي، وروسته ترې د عدالت قیام او په پای کې په پریکړو کې د دوی د شریکولو غوښتنې وکړي. د انقلابي او ماجرایي لارې نه، بلکې د مدني، حوصله مندې او هوښیارې لارې دې د تفاهم او مشترکاتو د میندلو له لارې مبارزه او خدمت وکړي. جنګ، جګړې، فساد او شر ته دې نه ووایي.

پوښتنه: د دعوت رسنیز مرکز د فعالیتونو په اړه مو نظر څه دی او څه باید وشي چې دا فعالیتونه لا ښه شي؟

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری: ستاسو خدمتونه د ډېرې ستاینې وړ دي. د دې په قدر هغه څوک پوهیږي چې د بهرنیو هیوادونو په مصروف چاپیریال کې اوسیږي او دغسې د خیر کار ته وخت ورکوي، یا زړه غواړي خو وخت نه شي ورکولی. تاسو چې څو لسیزې دوامدار او ثابت قدمه خدمت کوئ، د دې محاسبه یوازې الله تعالی کولی شي او هماغه لوی رحیم ذات به یې اجر درکړي.

مننه، ستاسو لا بری، خوښي او نیکمرغي غواړم.

**********************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.