مصطفی سالک، د پښتو معاصرې شاعرۍ استازی

نورالحبیب نثار

457

د ډاکټر نورالحبیب نثار د پي ایچ ډي د مقالې یوه برخه

ښاغلی مصطفی سالک په ۱۳۵۰ کښې د ننګرهار د کنډي باغ د قاضيانو کلي کښې له سيداجان سالک کره زېږېدلی. پښتو غزل او نظم کښې د ځانګړې لارې شاعر دی. د ده لار د مينې او ښکلا د راز و نياز لار ده. د طاووس بڼکه، سندريزې چينې، توري ستوري او سپرلی په خال کښې يې شعري ټولګې دي چې په ۱۳۷۷، ۱۳۸۳، ۱۳۹۰ او ۱۳۹۳ کښې خپرې شوې. سپرلی په خال کښې د لومړيو درېواړو شعري ټولګو او ورسره ورسره د “غمي په کچکول کښې” شعري ټولګې ګډ جونګ دی چې “غمي په کچکول کښې” يې تر دغه مهاله وروستۍ شاعري ده.
د معاصر معياري شعر تر ټولو اهمه ځانګړتيا دا ده چې له خپل کلاسيک او معاصر شعر و ادب سره ژور تړاو لري. ښاغلي سالک دغه تړاو او تړون ته له پوره دقت سره پام کړی. د ده په شاعرۍ کښې د ځينې کلاسيک او معاصرو شاعرانو اثرات جوت دي. په ځانګړې توګه، د حمزه بابا له ښوونځي (خيبري ښوونځي) سره خپل تړاو ته ځينې بيتونو کښې پخپله هم څرګندې اشارې لري. دغه راز، دی د هندي سبک ځانګړې استعارې، مثلاً: هنداره، آيينه، حباب، حيرت، … کاروي او د دغه سبک ځينې ټکنيکونه، مثلاً: تشخيص، مدعا مثل، پيراډاکس، حس آمېزي او حسن تعليل يې د خوښې فني لوازم دي. د تضاد صنعت يې البته ډېر کارولی او ښکلی يې کارولی دی. دی د شيانو په تشخص او تجسم کښې ځکه ډېر بريالی دی چې استعاره ډېره کاروي او استعاره د تشخص او تجسم رامنځ ته کولو کښې اساسي نقش لري. دی په خپلې شاعرۍ کښې له لنډۍ، متل، محاورې، انګېرنې او نورو فوکلوري توکيو هم کار اخلي. سهل الممتنع بيتونه، بلکې غزلې لري. استاد محمد صديق پسرلی د ده شعري ټولګې، د طاووس بڼکې، ته له اشارې سره وايي:
“هر نظم او هر غزل يې، لکه د عمرونو آشنا چې مې له اوږده سفره راغلی وي، بيا بيا راږغوم چې نورې هم راته تازه خبرې وکړي. چار دې يې ښه وي، په خپله خوږه ژبه مې له ځانه سره د خيال هغو ټاپوګانو ته ورخېژوي چې د وزر لرونکو ښاپېريو يې هم لا نندارې نه دي په برخه شوي. هغه ډېر نالېدلي مناظر راوښيي او د هر ځای او هر څه په حال مې خبر کړي- خو د غزل په ژبه، د شور په ژبه، د حال په ژبه. دی رښتيا وايي:
د ملکوت سندرو غوږ نيولی،
ستا د بنګړو غوندې خبرې کوم.”
استاد پسرلی ليکي چې د سالک غزل د ښه غزل زياتره ځانګړتياوې لري:
“په غزلو کښې يې هم تغزل موجونه وهي، هم تخيل او مضمون آفريني. هم چستي لري، هم پوخوالی. هم تصويرونه لري، هم اندېښنې. هم د فلسفې څرک په کښې ځلېږي، هم د عرفان؛ يعنې د ښو غزلو اکثر صفات په کښې راغونډ شوي دي.”
استاد پسرلی وايي چې سالک په شعر کښې: “شيانو ته تشخص ورکوي. بې روحه شيان ژوندي او د شعور او احساس خاوندان کړي او ډېر ذهني حقايق له حسي شيانو سره ماهرانه غاړه غړۍ کړي او له دواړو يو ګډ تصوير وباسي.”
د سالک پر شاعرۍ که ځينې ځای د نورو اثر هم شوی، نوښت په کښې جوت دی. دی وايي:
شک مې پيدا شو په شوخۍ د غزل،
چا د پخوا غوندې لمبه ونه کړه.
حمزه بابا وايي:
لاس مې تېری وکړ خو شکمن شومه،
څنګه راته سره نه شوې دا څه چل دی؟!
د حمزه بابا د بيت دوهمه مسره استفهاميه ده. استفهام په وينا کښې تحرک زياتوي. د سالک د بيت دواړه مسرې خبري دي چې هغومره تحرک البته نشته په کې. مګر د ده په بيت کښې “د غزل شوخۍ” مضمون کښې نوښت او معنا کښې وسعت راوستی دی.
د چاپېريال له اغېزه خلاصی نشته. لرغوني يا معاصر شاعران راباندې خامخا څه نا څه اغېز شيندي. سالک نېکمرغه دی چې په غزل کښې يې د حمزه بابا د غزل رنګ خپور دی- دی وايي:
نور به په تېرو پسې نه ګرځمه
چې ضرورت د بهانې را نه شي.
حمزه بابا وايي:
ولې ورته زه به بې لوزي وريادومه
ولې د خفګان يې راته جوړه بهانه شي.
د رياضت تر حده خوارۍ د سالک شعر ته ځانګړی خوند، رنګ او اسلوب ورکړی . پروفيسر سيد محمد تقويم الحق کاکاخېل د ده د اسلوب په باره کښې ليکي:
“سالک ته دا احساس دی چې بې د زړه چاودون نه، نه په اسلوب کښې لذت پيدا کېږي، نه په احساساتو کښې تنوع او نه په خيال کښې معنويت:
ته دې ټپو ته رنګ د مينې ورکړه،
زه به غزل ته رياضت وکړمه.
دې رياضت د سالک شعر د زلمو د ډلې نه په فرق کړی دی او مشرانو ته نژدې کېږي.
ما چې د ده اشعار وکتل نو د حمزه شينواري مرحوم د ځوانۍ دور راته راياد شو، چې حمزه صاحب لا په وحدة الوجود کښې ورک شوی نه وو او خپل وجود يې لرلو.- هم هغه بلند تخيل، هم هغه ساده اظهار او هم هغه د ذاتي او قامي تشخصاتو آمېزش. دا يو شعر وګورئ:
په تغافل يې زه بېواکه نه شوم،
ما د ساقي نه انتقام واخيست.”
پروفيسر کاکاخېل وړاندې ليکي چې:
“د غزل رياضت الفاظو او اسلوب پورې محدود نه دی. د دې نه زيات رياضت د خيال تنظيم غواړي. د خيال فطرت دا دی چې هغه خور وور ځي او په يو ځای ودري نه. سالک د خيال د دې فطرت نه د خپلې خوښې رضا کار اخلي. کله يې په يوه نقطه ودروي چې څومره پرې اورېدونکي پوهېدی شي- پوهه شي؛ لکه:
سرابي حسنه ته خبر يې په دې؟
چې جلوهليو ته اوبه ښکارې.
او کله د اورېدونکي خيال ته اختيار ورکړي چې څومره خورېدی شي- خور شي او د خپل فطرت نه لطف واخلي:
د کلي خلک که خبر وي، نجوميان به وي نو،
ګنې په حال باندې زمونږه خو خبر ستوري دي.”
استاد پسرلی د “طاووس بڼکه” نومې شعري ټولګې د شاعرۍ د فورم باره کښې ليکي:
“د فورم او چوکاټ په اعتبار دوه ډوله شعرونه لري- غزلې او نظمونه…. په دغو دواړو ډولونو کښې که د نظمونو د تسلسل شرنګا د سړي پام په بله نه کړي، د ژبې او خيالونو له پلوه چندان توپير نه سره لري. د نظمونو ژبه او محتوا يې هم د غزل ژبه او محتوا لري چې دا پخپله د نظمونو ستره کاميابي ده.”
پروفيسر سيد تقويم الحق کاکاخېل هم وايي چې:
“سالک ډېر تېز او اثرناک نظمونه ليکلي دي او د هغه په نظمونو کښې د تغزل ډېر خوږ آمېزش دی.”
د سالک په شعر کښې د فلسفي تفکر څرک بېخي جوت دی:
خنديده لکه مينا زما په مخکې
څه نشه نشه ادا زما په مخکې
زما سترګې د تيارو د زمانې دي
پيدا شوې ده رڼا زما په مخکې
انتها د خير و شر ته مې تادي ده
چې يې شوې ابتدا زما په مخکې.
روښان پير د تصوف په مقاماتو کښې د سکونت مقام ورزيات کړی. په دې مقام کې وجداني حالت او کيفيت په عادي تجربه بدلېږي او شيبه په شيبه د صوفي روح ته ترنم ورکوي. د سالک په شعر کښې دې ته ورته تصوفي او عرفاني نکتې هم له خوند و رنګ سره بيان شوې دي:
وعده دې د راتللو هم ملګرې کړې نه وه،
چې دا به کوم مقام وو او په څه مې يادولې؟!
مينه کښې چې د پښتونولۍ خيال وساتل شي، پښتو روماني شاعري ځنې جوړه شي. د سالک شاعري پر همدې نظريې ولاړه ده. د ده په شاعرۍ کښې هوس منتفي شوی او دا د رومانټيکې شاعرۍ تر ټولو لويه ځانګړتيا ده. زموږ د رومانټيسيزم معرفت همدغه وړ عصيان غواړي چې سالک يې کوي .
د شونډو جام سره الله يادول،
دغه عصيان مې مکرر کړی دی.
همداسې ده. سالک خپل ټول ژوند هغه شرنګ (کړنګ) ګڼلی چې له لاسه غورځېدلې پيمانې نه يې رالټېدلی دی.”لاس نه غورځېدلې پيمانه” او له دغې پيمانې نه رالټېدلی “شرنګ” دوه بېلابېل، اما يو د بل متمم عرفاني ـ فلسفي مفاهيم دي چې شاعر په سمبوليکو انځورونو کښې ارائه کړي دي.
ټوله زنده ګي مې دغه شرنګ ګڼه،
لاس نه غورځېدلې پيمانه دې کړم.
پيرمحمد کاروان د سالک شعري ټولګه، د طاووس بڼکه، د سندرو ښايستوکې جزيره ګڼلې او له لوستلو سره يې ورته د چا خبره يو کم سل پوښتنې پيدا شوي چې نږه د سالک د شاعرۍ پر نزاکت او رنګينۍ سربېره، د هغه شاعرانه فطرت باندې دلالت کوي. دی ليکي:
“د طاووس بڼکه مې په لاس کښې ده او د سندرو په يوه ښايستوکې جزيره کښې ګرځم. د يوه مرموز ترنم نازکې څپې مې د ذوق له تږو دېوالونو سره لګېږي چې د شنو بنګړو د شرنګاشرنګ په شان خوږې لګېږي. له ځانه ښکلې پوښتنې کوم- يوه دپاسه سل پوښتنې:
مصطفی څنګه سالک شو او سالک څنګه شاعر شو؟؟ د چا په بدرګه کښې د فلسفې له شکمنو غرونو راتېر شو او د چا په لمسه د شوپنهاور له ټولګي نه راپټ شو؟؟ څنګه د حضرت حمزه بابا او نورو د رنګونو په بړبوکۍ کښې د خپل ځان او خپل رنګ په لټه شو؟؟… او څنګه يې د آسمان پر ځای پر خاورينه ځمکه يو ګرځنده ستوری پيدا کړ؟… د دې ښکليو يوې باندې سلو پوښتنو ځواب د مينې غوندې روښانه دی.”
کاروان وړاندې ليکي:
“د طاووس بڼکه د رنګونو هينداره ده. د غزلونو رنګ جدا او د نظمونو رنګ جدا دی. خو دا رنګونه له يو بل سره خپلوي پالي او يو بل ته په مينه مينه د ښايست لاسونه ورکوي. او په دې ډول د بېلتانه بريدونو ته ماتې ورکوي. غزلونه يې پاخه دي. په يو نيم غزل کښې يې ښايي ډېر د حمزه بابا او لږ د يو نيم بل معاصر شاعر د رنګ څرک وبرېښي. پر دې سربېره، داسې ښايستوکي غزل لري چې خوند او رنګ ته به يې په ښکلا ميېن حيران شي. لاندې غزل ته يې که د زړه او ذوق په سترګو په ځير وګورئ، ښايي د شاعرانه الهام ټاپه يې پر ټنډې ووينئ. د دې غزل يو دوه بيتونه رااخلم:
ياد به دې وي وخته پيمانه زما په لاس کښې وه
ستوري په ورغوي، زمانه زما په لاس کښې وه
زړه مې ستا کېږدۍ لره دروړی وو په موټي کښې
پښې پولۍ پولۍ وې، دردانه زما په لاس کښې وه….”
د سالک ځينې بيتونو او بيان کښې د صنايعو، بدايعو او معانيوو هجوم وينو؛ لاندې بيت کښې درې سره کيسې درې سره بېلابېلې معناګانې دي چې له ايجاز سره بيان شوې دي. وګورئ! په همدې يوه بيت کښې هم د تضاد صنعت کارېدلی؛ هم په کښې سياقة الاعداد راغلی؛ هم په کښې مراعات النظير دی؛ هم په کښې ښکلی تعليل شوی او هم په کښې غير مرتب لف و نشر وينو.
ستا د اوربل، ستا د رخسار، ستا د لېمو کيسه ده،
څه مختصره اوس زما د ورځو شپو کيسه ده.
په دې کيسه کښې اختصار دوې وجهې لري. يوه وجه يې دا ده چې کيسه فقط د شاعر د ورځو شپو ده؛ نه د بل چا. بله وجه يې دا ده چې دا کيسه فقط د هغه چا د اوربل، رخسار او لېمو ده چې د ده مطلوب دی او کوم خاص څوک دی. دغه راز، د دې اختصار يوه بله وجه هم شته او هغه دا ده چې اوربل، رخسار او لېمه درې سره په وجود کښې سره څېرمه موقعيت لري. دغه درې سره توکي يوه زمينه او فضا لري. د زمينې او فضا دغې ظاهري تنوع مګر باطني وحدت په دغه کيسه کښې د تأثر وحدت پيدا کړی دی.
سالک د فطرت شاعر دی. د پسرلي د رنګ و بو پر مهال چې ورته کوم خيالونه او تأثرات پيدا کېږي، دی وايي چې نه يې شي ويلی. عجب مقام دی! چې نه يې شي ويلی يو ډول شاعري ځنې جوړه شي، او چې ويې شي ويلی نو بل ډول !! بختور په دواړو حالتونو کښې شاعر دی.
د اشتياق موسکي کېدل اشتياق ته تشخص ورکول دي. په لاندې بيت کښې “پسرلی” د هغې چا د ژوند د يوه ځانګړي موسم په توګه کارېدلی چې پېغلتوب يې د بغاوت په درشل کښې دی. د پېغلتوب بغاوت پېغلتوب ته د پسرلي په رنګ کښې تجسم ورکړی دی.
اشتياق په سرو ګلونو کښې موسکی شو،
پېغلتوب يې باغي کېږي، پسرلی شو.
ګودر له نګين سره تشبيه کول او نګين بيا مازيګر ته مضاف کول زموږ په ادب کښې سابقه نه لري.
بر ګودر لکه نګين د مازيګر وو،
د رنګونو سلسلې وې، زه او ته وو.
تشخيص، مدعا مثل، پيراډاکس، حسن تعليل او حس آمېزي د سالک د شاعرۍ تر ټولو څرګند هنري ټکنيکونه دي. دلته يې په ترتيب سره د ده په شعرونو کښې ګورو:
1) تشخيص:
زنده ګي د ځنکدن په رنګ کښې رنګ ده،
زه د مړاوي ګل خندا يمه جانانه.
دا روغ ګرېوان راته پېغور راکوي،
ما ته د ګل د غوړېدو مه وايه.
ګل او سندره په کښې غاړېوتل،
ګرانې د خپل ښايست کيسه دې وکړه.
دا چې لارې قاصدانې راته ښکاري،
موده وشوه ستا سلام راغلی نه دی.
2) حسن تعليل:
غزل کښې مړه شمه، توی شوي شراب،
مه وايه دا چې تا کيسه ونه کړه.
زما ايرو کښې به لالونه ډېر وي،
تا په خالونو باندې سوی يمه.
ځان سره سترګې جنګوي، په وسله لوبې کوي،
د خپلې مستې ځوانۍ زور په آيينه کښې ګوري.
3) مدعا مثل:
ستا د سرو شونډو يوه بوسه کافي ده،
چا تړلی له ګلونو نه وری دی!
4) پيراډاکس:
زنده ګي د ځنکدن په رنګ کښې رنګ ده،
زه د مړاوي ګل خندا يمه جانانه.
5) حس آمېزي
چې بنګړي مې اورېدلي،
له هماغه وخته شور يم.
سالک د وقوعي اثراتو لاندې هم ځينې بيتونه ليکلي؛ مثلاً:
دومره شوخي خو مو لا کړې نه ده،
چې دا په څه په رپېدو ده شمه؟!
د می پرست غوندې به مست ومه په خپله ځوانۍ،
لکه د تاک غوندې به ما نه تاوېدله جينۍ.
سالک د خپلو دغو شرارتي خبرو د جواز له پاره، چې د وقوعي مکتب د اثراتو لاندې يې ليکلي، د اعلال او تعليل يو عجيب انداز لري- وايي:
ته که ويده وې، ستا ښکلا ويښه وه.
ځکه خو ټوله شپه ويده نه شومه.
د سالک شاعري د فن او مضمون دواړو له پلوه د پښتو کلاسيک او معاصرې ښې شاعرۍ واړه ځانګړتياګانې لري. دی موږ ته د خپلو ذاتي تجربو حکايتونه کوي . اروايي کيفيتونه يې ښکلي او پاروونکي دي. تر حمزه بابا او استاد محمد پسرلي راوروسته د حسن او عشق د ډګر دغه وړ کيفيتونه د ده په شاعرۍ کښې تر ټولو زيات بيان شوي دي. له لطافت او نزاکت نه ډکې واقعه ګويۍ لري. انځورونه يې راڼه او ګويا دي. دی د ښکلا پنځونې زبردسته صلاحيت لري. د ښکلا هستونې حس يې ډېر فعال او متحرک دی. څه چې يې د حواسو په دايره کښې راشي، که ښکلي هم نه وي، د خپل ښکلاييز حس په مرسته يې ښکلي کوي. د ده معشوقه خيالي ده. له رنګ سره يې کار نه لري. دی د روحي ښکلا مين او مفسر دی. د ده په مضامينو کښې نوښت بېخي جوت دی. حتی د خپلې خوښې ځينې زوړ مضمون يې هم په پوره نوي انداز بيان کړی دی. د ده د ځينو بيتونو، حتی غزلو د ارائې انداز استفهامي دی چې ډېر تحرک ايجادوي. دی ځينې وخت له مخاطب څخه د ځينې خبرې يا شي د پټولو له هڅې سره هغه ته تلوسه پيدا کوي چې يو ډول ابهام يې بللی شو. البته، ښکلی ابهام؛ مثلاً: “سترګو” ته د “غلچکيو” د صفت پر ځای د اضافت په توګه د “چا” مبهم ضمير له کارولو سره يې هم ښکلی ابهام پنځولی او هم يې له تکراره ډډه کړې.
د غلو خبره منځ کښې پاتې شوله،
ما ته د چا سترګې باڼه راياد شول.
پروفيسر تقويم الحق کاکاخېل د سالک د لومړۍ شعري ټولګې تعارف کښې ليکلي وو چې:
“سالک ځوان دی او ځواني ډېر بې اعتباره عمر دی. څوک هېڅ نه شي ويلی چې د ژوند چپې يا د دولت حرص يا د اقتدار هوس به د هغه فطري صلاحيتونه کوم (ې) خوا ته اړوي. زه دومره ويلی شم چې که هغه د غزل رياضت په ځای وساتلو، نو پښتانه قدردان به يې نااميده نه کړي.”
مصطفی سالک اوس پوخ ځوان دی. له ښه مرغه، د ژوند چپې، د دولت حرص يا د اقتدار هوس د هغه فطرتي صلاحيتونه له هغې لارې منحرف نه کړی شول چې سالک د شاعر په توګه د ځان له پاره ټاکلي وو. ده د غزل رياضت جاري وساته. نتيجه دا شوه چې پښتنو شاعرانو کښې يې خپل مقام د يوه داسې شاعر په توګه جوت کړ چې کلام باندې يې د حمزه بابا د وينا په شان هم د پښتو کلاسيک شاعرۍ مينه ماتېږي او هم د معاصرې هغې. د پروفيسر تقويم الحق کاکاخېل صاحب خبره رښتيا شوه. سالک د هېرېدا نه دی؛ پښتانه قدردان يې اوس “د سپېڅليو رازونو شاعر” ګڼي.

___________________________________________________________________________
پسرلی، محمد صديق. د بنګړو غوندې خبرې (سريزه)، د طاووس بڼکه، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ۱۳۷۷، اووم مخ.
همدغه اثر، يوولسم مخ.
همدغه اثر، يوولسم مخ.
کاکاخېل، محمد تقويم الحق، سيد. تعارف (سريزه)، سپرلی په خال کښې، دانش خپرندويه ټولنه، کابل، ۱۳۹۳، ص ۴.
همدغه اثر، ص ۵.
د طاووس بڼکه، نهم مخ.
سپرلی په خال کې، ص ۶.
کاروان، پيرمحمد. زېری مې درباندې (سريزه)، د طاووس بڼکه، يوويشتم مخ.
همدغه اثر، درويشتم، څلورويشتم مخونه.
د طاووس بڼکه، ص ۶.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.