په غزني کې تاریخي ابدات څله خانې

اسدالله بلهار جلالزی

256

څله خاني

په غزني ښار كې تر لسوزياتې څله خونې شته. په څله خانو كې رياضيت اود ذكر كول هم ځانګړي اداب لري. هرهغه څوك چې غواړي څله خانې ته لاړ شي نوبايد دا ادبونه مراعات كړي. ويل كيږي چې لومړى به دا كس تر ځان كرښي راتاووي. ترڅو د پيريانو،جنیاتو اوخبیثه ارواوو له ځوريدو څخه په امن كې وي. په خلكو كې داسې باورونه هم شته چې كه د بدن هر غړى هم له دې كرښو نه د باندي وه نو بيا هم كيداى شي چې د خبیثه ارواووله لور ي ورته ازار ورسيږي. ځينې وخت خو خلك د رواني ناروغيو د درملنه په موخه هم دلته راځي اوپه څله خانو كې شپي او ورځي تيروي. كه څوك له نفس اوشيطان سره د مبارزي په مقصد هم دلته ورځي نولږتر لږه به څلويښت ورځي دلته تيروي. لږ خوب اوخوراك به كوي. ځيني په دې باور هم دي چې د څلويښت عدد يې لا خوښ دى ځكه چې د اسلام سترپيغمبرحضرت محمد (ص) په څلويښت كلنۍ كې پيغمبر شو.

حضرت سنايي او د هغه څله خانه

      ابوالمجد مجدود ابن آدم په حكيم سنايي مشهور(۴۷۶_۵۳۵ هجري قمري) د دري ژبې له سترو شاعرانو څخه دى. هغه لومړنى شاعر دى چې تصوف او عرفان يې د شعر په ژبه بیان كړ. ویل کیږي سنايي چې کله د تصوف او عرفان په لوی سمندر کې د غواص په توګه راڅرګند شو نوبیا يي د واکمنو له ستاینو لاس واخیست. او له نفسي غوښتنو هم دومره لیرې شو چې آن د بهرام شاه له لورسره يي له واده کولو څخه هم ډډه وکړه.

بیا یی د تصوف اوعرفان په برخه کې خورا ارزښتمن اثار ولیکل.چې مشهور یی دادي  ۱ حدیقۀ الحقیقت 2 سیرالعبادالمعاد. او نور…

       د حضرت حکیم سنايي (رح) څله خونه د ده د زیارت په انګړ کې یا په بله وینا د زیارت مخې ته په پخو خښتو او ګچو جوړه شوي ده.  که څه هم د جوړیدو کره نیټه يي څرګنده نه ده خو ویلای شو چې دا څله خونه د ده په نوم یادیږي. ده به په کې ریاضت، او عبادت کاوه. چې په ورته وخت کې په خپله یو تاریخي اثر هم ګڼل کیږی. دا څله خونه لکه د زیارت په څیرتل د عادی زیارت کوونکو په مخ پرانیستي نه وي. یعني دروازه يي تړلي وي. یوازې د جمعې مبارکې په ورځ خلاصه وي. ویل کیږي له هغه مهاله چې سنايي د حضرت خواجه لایخوار په اشاره او لارښوونه له درباري  شاعري نه لاس په سر شو، او د غزنوي سلاطینو له مدحي او ستاینې يي زړه موړ شو، نو يي قلم  د حقیقي سلطان په ستاینه کې وکاراوه. د تصوف نړۍ ته ننوت ، په ذکر او فکر کې ډوب شو. د دنیا له چارو يي تر ډیره بریده ځان ګوښه کړ چې بیا به په دغې څله خونه کې  مراقبه او په عبادت به بوخت و.

       دا څله خونه د امير حبيب الله خان په وخت كې له دې امله ورغول شوه چې خلکو ورته د یوه متبرک ځای په سترګه کتل او هم لرغونتوب درلود ورغول شوه، په وروسیتو کلونو کې يي د رغونې په موخه د سنايي د اردتمندانو او مخلصینو له لورې هم ورپام واوښت دا تاریخې اثر اوس هم د اهمیت وړ دی….

       دا څله خونه شاوخوا لس متره ژوره ده چې کږې وږې زینې لري. د څلې خونې وروسته برخه پراخه او پاس يې د رڼا له پاره یوه وړه دریڅه هم شته. د څلې خونې دیوالونه په وروستیو وختونو کې په پخو خښتو جوړ شوي دي. په زینو کې يي هم تیږي کارول شوي. د زینو وروستۍ برخه کې چې جګوالی يي د بینادم تر قد لوړدی. تل شمعې او تیلې څراغونه بل وي. یو خوندور او معطره بوۍ په کې محسوس کیږي. د دغه ځای پراخوالي د یوې کوچنۍ کوټې په اندازه دی. دلته یو وړوکی فرش هم غوړیدلي وي. کله چې کوم څوک راځي نو بیا په همدې فرش ناست او ذکر کولای شي. ډیری وخت عادي وګړی له دي امله چې دا څله خونه خورا تیاره وي. نه ورکښته کیږي. یو ډول ویره هم ورته پیدا کیږي. خو هغوئ چې بیا یوڅه بلدتیا لري، د څلې خونې وروستي حد ته ځان رسوي، هالته ذکر کوي او په عبادت بوخت او د سکون احساس کوي. دغې څلې خونې ته ورننوتل ډیرو زیارت کوونکو ته متبرک هم وي. د اندړو د ولسوالي قومي مشر او د حرکت انقلاب اسلامی د تنظیم پخوانی جهادي قوماندان د ملا کاکا معاون محمد معصوم خان چې په حاجی معاون صاحب شهرت لري کیسه کوي: ( د جهاد په لومړي کال مو د واغظ په ولسوالي کې جهادی مرکز جوړ کړ. سختي شپې او ورځي وي. په ډیره سختۍ به مو کولای شوای چې له یو او بل مجاهد سره اړیکه ونیسو. په همدې ورځو کې ملا کاکا چې د ولایت والی و. راته دنده وسپارله چې د غزني په روضي کلي کې له مولوی … سره وګورم ترڅو د جهاد ي کارونو له پاره یو منظم پروګرام ترلاس لاندې ونیسو، په یوه زاړه بایسکل مې پښه را واړوله، د غزني له ښاره وړاندې په کلیو کې په بدله جامه کې را روان یمه، کله چې د شمس صاحب کلي ته را ورسیدم، په زړه کې مې راتیره شوه. چې که هر حال دی. د سنايي صاحب زیارت ته ورګرځم، په ډار او ویره کې مې ځان زیارت ته را ورساوه. زیارت مې وکړ، له دوعا وروسته بیا په زړه کې راتیره شوه، چې یوځلې څلې خونې ته هم ورکښته کیږم. دوه رکعاته لمونځ به هم ادا کړم او بیا به د روضي په لوري ځم. کله چې څله خونې ته ورکښته شوم. په سترګو مې تیاره هم ده، خو یو وړوکی تیلی څراغ بلیده. یوه ښه شیبه مې شاوخوا وکتل، چې یوڅه مې په سترګو رڼا شوه، په یوچا مې سترکې ولګیدې چې پروت دي. او په مخ يي څادر ورغوړولی دی. زه په لمانځه ودریدم. کله چې مې سلام وګرځاوه او فارغ شوم.همدې سړي مخ را لوڅ کړ. ومې پیژانده د ده یک د ولسوالی د ملا پاچا صاحب زوی چې هغه وخت لا طالب و. راته په ځيره ځيره ګوري. راپورته شو، له یو اوبل ته مو لاسونه ورکړل. ما ورته ویل: ته چیری؟ موږ درته انتظار وو.

ده راته په ځواب کې وویل: ډیر درپسي وګرځيدم، هیچا دي ادرس او ځای نه راښود. دا دوه ورځي کیږي چې دلته راغلی یم. او له ځانه سره مې وویل: تر هغوو له دغه ځایه نه وزم ترڅو چې الله تعالي دي دلته په دغه مبارک ځاي کې راته حاضر نه کړي. زه به همداسې پروت یمه. دادی خدای ج په لاس راکړي. بیا دواړه له څلې خونې را وواتو او د روضي کلي ته لاړو.) همدا ډول اوس هم د جمعې په ورځو کې ځینې صوفیان دننه په څله خونه کې په عبادت بوخت او مراقبه وي.

د پیرشهبازڅله خونه

    د ځینو تاریخي لیکنو او د خلکو د وینا په بنسټ چې د شهبازپیر نوم (سید عبدالله او د سید ابراهیم ) زوی دی هغه د غزنی ښارله سیدانو اوپه دغې سیمه کې د عرفان او تصوف د لارې له لارویانو څخه دي. هغه مبارک په شرعی علومو او د طریقت په موندنو کې لوی لاس درلود. عمر یی په زهد اوپرهیزګارې تیراوه. نوموړی د قادریه شریفی د طریقی « شیخ عبدالقادرګیلانی غوث العظم» یی شهرت درلود پیرو و. چې د شریعت اوطریقت له مخکښانو څخه و. حضرت پیرشاهباز په ۹۰۰ هــ ق کال کې داجل داعیي ته هرکلی ووایه او دارلبقاه ته وکوچید. د مزارموقعیت يي د غزني ښار ته څیرمه  په جنوب کې د پیرزادي کلی دی.

د پير شهبازبابا د زيارت څله خانه خورا مشهوره ده. دغه ستر صوفي او روحاني شخصيت هم دعرفان هغه ځلاند ستوری دی چې په خپلولارښونو ارشاداتو او ښوكړنو سره يې د خلكو په زړونو كې ځاي موندلى. د عرفان اوتصوف د ډګر دغه نوميالي هم د رياضيت ، نفس تزكيي ، مراقبي اوعبادت د ترسره كولو په مقصد له خلكو ليري اوګوښه د ځان له پاره همدا څله خانه غوره کړې وه، دا چې د دغه ستر صوفي او روحاني پير ډير وخت به د خداى تعالى په لاره كي په عبادت زهد اواطاعت تيريده نو يې لا په هماغه ځوانۍ كې دا څله خونه جوړه كړه. خلک وايي : دې څله خانې ته څوك په اسانۍ سره نه شي وركښته كيدلاى اونه هم هالته ډير وخت تيرولاى شي . دا څله خانه ډيره ژوره او په عين حال كې لاره يې هم لکه د نورو څله خونو په څیركږليچونه لري په پخو خښتو جوړه شوي او داسې ښكاري چې ماهرومعمارانو يې د جوړيدو چارې سرته رسولي دي. نږدي اته متره به ژوره وي، يومهال يې وړي وړي زينې درلودي . كله  چې زينې پاى ته ورسيږي نو بيا له يوه دوه نيم په دونيم متره كې یوې كوټي ته ورته ځاى سره چې معمولآ د لمانځه د ادا كولو په مقصد جوړ دي  مخ كيږي . دا څله خانه د شهباز بابا زيارت ته څيرمه جوړه شوي . ډيرى زيارت كونكي يوځل دغې څله خانې ته هم وركښته كيږي . د معلوماتو له مخې ځینې يي د ويرې او ډار له امله له نیمايي څخه بيرته راګرځي اونه شي كولاى تر پايه  وركښته شي، دا چې پير شهباز(رح) د خپل ژوند انه په دوران كې د حضرت شيخ عبدالقادر ګيلاني (ح) د قادريه طريقې يوله وتلو مخكښانو څخه و.  نو د ژوندانه ډير وختونه به یې د همدې سلسلې له سالكينو، مريدانو اوارادتمندانو سره په مجلس تيريدل. نوموړی په اسلامي علومو فقه ، اوحديثو  كې خورا پراخ لاس درلود . دی تر څنګ چې يوصوفي شخصيت و، د خپلې سيمې په كچه ښه عالم هم و. چې په ګڼ شمیر کې شاګردان يي لرل. دغه ستر صوفي او روحاني شخصيت واده كړى و اولاد يې هم درلود د تذكره عرفاي غزنين ليكوال كاږي ( چې د پيرزاده، اوپيرشاهبازد كليو خلك يې اولاد ه دي) دغه دواړه كلي دغزني ښار ته څيرمه پراته دي ښه ميړني، ميلمه پال اوعلم دوسته خلك دي. د پيرشاهباز زيارت له غزني ښار څخه په اوه كيلو مترۍ كې جنوب ته پروت دى.

د حضرت شمس العارفین (رح) څله خانه

         شیخ عبدالواحد چې تذکره لیکونکو په شمس العارفین هم یاد کړی. د خلکو په منځ کې د شمس بابا، شمس ګړندي او شمس صاحب په نومونو هم مشهور دی. د غزني ښار لویدیځ لوري د ده له زیارت سره متصل کلی چې غونډۍ د پاسه پروت او د کورونو شمیر يي تر دوه سوه اوړي هم د ( شمس کلی) په نو یادیږي. د ده زیارت ته څیرمه هم یوه څله خونه شته. خلک د ده زیارت ته زیاتره هغه ناروغان هم راولي چې د روانی او میرګی له ستونزو سره مخ وي. ډیر ځله مې په خپلو سترګو داسې ناورغان لیدلي چې زیارت ته ور دننه کوي. همدا چې دروازه ورپسي راپورې کړي نو بیا په چیغو او ژړاوو پیل وکړي. کله چې همدا چیغې او ژړاوې کرارې شي. له ناروغ سره راغلي کسان دروازه ورته پرانیزې، ناروغ یوه ښه شیبه  بې هوښه وي. چې لږ په هوښ کې راشي، نو يي په موټر، یا ګاډۍ کې سپور کړي او روان شي. د دغه صوفي په زیارت کې هر وخت یومنجاور ناست وي.
شیخ عبدالواحد  یو له سترو عارفانو او صوفیانو څخه ګڼل کیږي. نوموړی په غزنی کې زیږیدلی دی، د تصوف اوازې یی په ډیری اسلامي ښارونو کې خپرې وي .خواجه معین الدین چستی غریب نواز(غریب پال) د هندوستان اجمیر ته له تګ وړاندې دوه کاله د دغه نوموتي صوفي او عارف شاګرد و.

       داستاد خلیلی د لیکنو په بنسټ شمس العارفین د بل مشهور صوفي شاه قسور ګردیزی هم مهالی و. له هغه سره به یی په لیکلی توګه اړیکې ساتلي. شمس العارفین په  ۶۰۱  قمري کال کې له نړۍ څخه سترګي پټی کړي .مزار ته یی اوس خلک راځي او درناوی ورته کوي. يو له هغو عواملو څخه چې لوى خداى ته د نږديوالي  اوسلوك په لاره كې موجوده هغه هم څلويښت ورځي له خپل ځان څخه ساتنه او مراقبت دي چې دغه مراقبت ته په اصطلاح كې څله كيناستنه  هم ویل کیږي. دلته موخه له څلي او په څلې كې له كيناستو څخه داده چې په دې څلويښتو ورځو كې به د حق په ذكر او عبادت كې تيروي او له نورو غيرضروري كارونو څخه به چې د فكر او ذكر د ګډووډولو سبب كيږي لاس اخلي.   د ا څله خانې چې په حقيقت كې له نفس سره د جهاد سنګرونه اوښونځي یې هم بللا ى شو.  له هغو مقدسو مدرسو څخه وې او دي چې لا هم ګڼ مینه وال لري.

     د دغه نامتو صوفي څله خانه هم د ده له زيارت سره نږدي جوړه شوي ده . چې د قدامت له نظره په تاريخي ځايونو كې ګڼله كيږي ، د حضرت شمس (رح) څله خانه هم لكه د نورو متصوفينو د څله خونو په څير خورا تياره ده ، زينې يې لكه د پخوا په څير روغي نه دي پاته لاره يې كږه وږه اوتنګه ده ، په عين حال كې ډارونكي هم ده ، كله چې څوك كوم ناروغ د ده زيارت ته راولې نوپه زيارت كې له يوډول ويرې سره مخ وي څله خانه خويې تر دې لا ويره ونكي. ده. دا څله خانه هم د زينو په پاي كې يوه كوچنۍ كوټه لري . چې ګومبته يې پرې جوړه كړي ده ، لاره يې تونل ته ورته او په پخو خښتو جوړه ده. چې سړى په کې ټيټه ملا تګ كولاى شي . دا هم بايد هيره نه كړوچې د يادې څله خونې له  جوړيدوڅخه څه د پاسه اته سوه كاله اوړي . ځكه د قراينو له مخي چې په دې څله خونه كې به خپله حضرت شيخ شمس صاحب ذكر كاوه ، نو ويلاى شو چې شمس (رح) دتذكره عرفاي غزني دليكوال په قول(شمس  په ۶۰۱ هجري قمري كې له نړۍ څخه سترګې پټي كړي)

د شیخ رضي الدین علي لالا (رح) څله خانه

 د دغه نوموتي صوفي نوم على لقب يې رضي الدين اوكورني نوم يې لالا دى، پلار يي شيخ سعيد لالا په نوم یادیده نوموړی د حضرت حکيم سنايي (رح) د کاکا زوى و، حضرت علي لالا په تصوف او عرفان کې لوړ مقام درلود اوپه شعر او دب کې يي هم لوړ ځاي خپل کړى و، شيخ رکن الدين علاوالدوله يي په ولايت کې مقام د بايزيد بسطامي (سلطان العرفا) سره برابر بللى دى.

       د شيخ رضي الدين علي لالا(رح) څله خونه هم د ده په نوم كلي كې دغزني د اوسني ښار ختيځ ته واقع ده. د علي لالا د زيارت څنګ چیرته چې د وزیر فتح خان قبرهم دی. د زیارت لمرلويده لوري ته جوړه شوې څله خونه ډيره ژوره نه ده لاره يې هم ډیره كږه وږه نه ده او لكه د غزني د نورو زيارتونو په څير، دا څله خونه هم له پخو خښتو،ګچو اوهمدا ډول له تيږو جوړه شوي ده. یعني په دیوالونو کې تیږې او پخې خښتې کارول شوي دي. داسې ښکاري چې د علی لالا صاحب د زیارت څله خونه هم دوهم ځل رغول شوي  د دغې لرغونې څله خونې عمر یا قدامت هم  څو سوو کلونو ته رسیږي. د څلې خونې لاره تياره نه ده، خو ډيره تنګه او كوچنۍ ده. دغې څله خونې ته د كښته كيدو په مقصد زينې وركړلې شوي ، د زينو په انتها كې لكه د نورو څله خونو په څير يوې كوټي ته ورته ځاى دى .چې ذاكرپه كې په اسانۍ سره كولاى شي د نورو اذكارو ترڅنګ لمونځ هم په اسانۍ سره ادا كړي ، د دغې څله خونې د جوړيدو كره نيټه هم نه ده معلومه خو داسې ښكاري چې دزيارت تر جوړيدو به وړاندې وه .ځكه د سيمې د خلكو په خبرې چې سينه په سينه ورته پاته دي په ياده څله خونه كې به پخپله شيخ رضي الدين علي لالا(رح) د خداى تعالی په ذكر اوعبادت بوخت و.

 داستر عرفاني شخصيت په ٦٤٢هــ ق کې وفات شوى . مزار يي د غزني ښار جنوب ته د روضي د کلي او غزني ښار دلارې په سر دعلي لالا صاحب په نوم  په کلي کې دى د زیارت ګمبزه يي هم یوه تاریخي ودانۍ ده.

حضرت بهلول (رح) او د هغه څله خانه.

     نوم يې شيخ زاهدالدين دى اودغزني له صوفيانو او عرفانو څخه دى. چې په بهلول دانا سره هم شهرت لری. ده ته یي ملنګ هم وايه. د بهلول(رح)  قبرد تيموري دورې يوه ابده ګڼله كيږي، چې په يوې بلې ابدې د پاسه جوړشوی دی. ویل کیږي: چې هغې ابدې په غالب ګومان په بودايي دورې پوري تړاو درلود. د بهلول دانا مقبره د لاندې  ځمكتل (زيرزمينې ) یا څله خونه هم  لري  او همدا ډول يوه لاندنۍ لاره چې د زيارت له انګړ څخه د بهلول صاحب په نوم تر جومات پورې غزيدلې، د همدې پخواني جومات په اړه اټكلونه داسې دي چې دا جومات هم د یوه بودايي معبد پرځای ودان شوی دی… په هرحال همدې زیارت ته څیرمه یوه څله خونه هم شته چې اوس مهال د بهلول د څله خونې په نوم مشهوره ده دا  ژوره او په عین حال کې  ویره ونکي څله خونه له زيارت سره نږدي دغزني ښار په شمال كې په لوړه  غونډۍ پرته ده.‏ د دغه مبارك شخصیت  معنوي تاثرات اوكرامات ټولو ته ښكاره ده.

د بهلول صاحب د زیارت څله خانه لكه مخكې چې وويل شول په لوړه غونډۍ كې واقع ده، او دروازه يې هم په جومات كې ده، اوشاوخوا ديرش زينې لري. لاره يې كږو وږه ده. په پخوخښتواوګچو جوړه شوي ده، داڅله خونه هم لكه د يوه تونل په څير دى، ډ يره ژوره اوپه اسانې سره څوك وركښته كيداى هم نه شي، خو كه څوك ورځي په ټيټه ملا به ورځي ، د څله خونې وروستۍ برخه پراخه ده،چې سړى  په کې په هسكه ملا دريدلاى شي او تريوه بريده لوړه هم ده. خو هر څوك دغې څله خونې ته د وركښته كيدو زړه نه كوي، د سيمې خلك وايې:  چې دا څله خانه ډيره لرغونې ده او بهلول (رح) همد لته  هستوګنه غوره کړې وه. د دغه سترصوفې د زيږيدوكره نيټه معلومه نه ده

په پای غواړم یادونه وکړم چې د داسې تاریخي ځایونو رغولو ته پام خورا اړین دی. او په جوړیدو سره به يي د سیلانیانو او لیدونکو له پاره نور هم په زړه پوري شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.