د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې د هرات زندهجان ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله تر خاورو لاندې د ایسارو کسانو او جسدونو د راایستلو په موخه د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.
دې ټولنې نن شنبه د تلې ۱۶مه پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د یادې ټولنې کارکوونکي او رضاکاران زلزلهځپلیو سیمو ته رسېدلي او د ژغورنې او لټون عملیات لاهم روان دي.
په ورته مهال دې ټولنې وړاندې لیکلي چې کارکوونکي او رضاکاران یې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي او زیانمنو شویو خلکو ته د هستوګنې د بیړني کمپ او سرپناه پر جوړولو بوخت دي.
دې ټولنې زیاته کړې چې سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د دوی یوشمېر ښځینه او نارینه روغتیاپالان پهکې د ټپيانو لومړنۍ درملنه کوي.
دې ټولنې لیکلي چې زلزله ځپلو سیمو ته د خوراکيتوکو، درملو او روغتیايي ډلو ترڅنګ خیمې، ترپالونه، د اوبو ذخیره کولو لوښي، د پخلنځي وسایل، کمپلې او نور اړین توکي لېږدول شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې لیکلي: «د هرات زندهجان ولسوالي اړوند ۱۲ کليو کې د سختې زلزلې له امله ګڼشمېر هېوادوالو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي، د زلزله ځپلو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې کاري وجیبه ده. په همدې موخه د افغاني سرې میاشتې کارکوونکې، روغتیايي ډله او رضاکاران پر وخت سیمې ته رسېدلي او زلزله ځپلو وګړو ته لومړنۍ بشري مرستې او روغتيايي خدمات وړاندې کړي.»
په همدې حال کې افغاني سرې میاشتې ټولنې تازه د هرات زلزله ځپلو سره د لومړنیو خوراکي توکو د مرستې په برخه کې، سیمې ته ۱۰۰۰۰ دانې وچې ډوډۍ، ۵۰۰۰ قوطي مربا او ۵۰۰۰ قوطي ملایي هم لېږدولي دي.
سلام وطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.