د انوارالحق کاکړ د پام وړ

337

د انوارالحق کاکړ د پام وړ :

اوسنۍ کړنې ستا نه، بلکې دا د هغه نظامي بنسټ او د څارګرې ادارې کړنې دي چې د پاکستان له رامينځته کېدو سرچينه اخلي او تر تا پورې رارسيږي

امريکا، خليلزاد او پاکستان د افغانانو د تاريخ ورکولو او بدنامولو پسې راخېستې او د دې لپاره دوی منظمې برنامې مخته وړي

پاکستان دې د افغان ولس او د افغانانو له ځورولو تېری لاس واخلي په تېره بيا د ماشومانو او مېرمنو له ځورولو دې ډډه وکړي. اوس د عملاً يوځای کېدو وخت دی او افغان ولس بايد نور د پنجاب پر وړاندې چوپ پاتې نه شي. د دوی د هغه جعلي اتوم پر وړاندې چوپ پاتې کېدنه نوره ګناه کبيره ده. خليلزاد ته بايد روښانه او پرېکنده پيغام ورکړل شي.

Pakistan’s caretaker Prime Minister Anwarul Haq Kakar says military very strong, ‘picked’ him for post

له سره غور کول

د طالبانو اوسنۍ واکمنې ادارې ته د دوی او د ټول ولس په ګټه دا وړانديز کوم چې تاسې هم لا تر اوسه وختي دی او بيا هم وخت لرئ چې پر خپلو افراطي او ناسمو پالېسيو مو سملاسي ژر تر ژره له سره غور وکړئ او له خپل ولسه چې په هر شان او هره مشروع کېدونکې لارې او يا خپل مينځي پوهاوي او جوړجاړي کيږي دې خپل مظلوم ولس ته مخه کړئ او کورنی مشروعيت ترې واخلئ.

يوځل خو تاسې د خپلې ايماندارۍ له مخې خو دا کار وکړئ او ورسره نوی اساسي قانون او يا هماغه د تېر حکومت د جمهوريت د وخت قانون او يا هماغه د شاهي وخت قانون ته مخه او له ځينو نورو اسلامي هېوادونو چې په تېر کې مو ترې هم مرسته غوښتله او په جوړولو او تصويبولو کې به يې راسره مرسته او ملاتړ کولو، نو تاسې خو لږ تر لږه دغه کار وکړئ او بيا دېته مه ګورئ چې دنيا مو په رسميت وپېژني او يا نه، خو چې تاسې يوځلې دا خپل ملت ومني او تاسې هم دا خپل ومنئ.

بله دا چې په امارت کې مو دا ځينې نالوستي او د امارت دننه د امارت او هم د ولس د زده کړې او پرمختګ دښمنان لکه شيخ نديم، شيخ خالد حنفي او داسې نور پوی کړئ او يوې خوا ته يې کړئ. تاسې په خدای باور وکړئ چې دا هر يو افغان د دې خپل مظلوم او بېچاره ولس چوپړ ته شپه او ورځ تيار دی، خو چې تاسې هم لږ سم شئ او ځانونه وپېژنئ.

زه باور لرم چې هر څوک د دې خپلې خاورې او ولس چوپړ ته تيار او ورته په تلوسه کې دی، خو چې تاسې هم لږ له دې خپلې لنډ انډۍ راووځئ او پر خپل ځانونو لږې ګوتې ووهئ چې موخه مې ستاسې ذهنيت دی. دا تنګ او منجمد ذهنيت هېڅکله نه تاسې او نه دې ولس ته ګټه کوي او کوښښ وکړئ چې دا خپل ولس له نړيوالې انزوا راخلاص او په تېره د ګاونډي پاکستان له دې هرې ورځې بې عزتۍ او سپکاوي څخه راخلاص کړئ.

که موږ کې لږ ايمان او رښتينې ويښتيا وای، نو موږ به لا د هماغه راتګ په اوايلو کې د يو څو مياشتو په دننه کې له خپل ولس سره په سرتاسري پوهاوي او يوې ژبې ته رسېدلی وای او له دغه ډ،ل منزوي حالته به مو ځانونه استلی وای، خو موږ به له ګونګي ملا هبت الله او له هغه بل په کابل کې ناست ملا حسن اخونده څه تمه ولرو چې د تفاهم او د مخامخ ليدنې پر ځای مو ايله تش په پيغامونو او فرمانونو دوه کلونه واړول او الله تعالی دې لا نور خير کړي چې څه به کيږي؟

پاکستان وامريکا + ناټو زموږ له بېلابېلو ځورونو خوند اخلي اوموږ لا پخپلو مينځونو کې د سرتاسري پوهاوي ژبه پيدا کولی نه شو، نو پنجابی او د پنجاب نوی د پوځ په مټو راوړل شوی حکومت زموږ بېعزتۍ لپاره مټې رانغاړلي دي او دېته يې کار ويلی دی، نو د کابل اوسنۍ ادارې ته اړينه ده چې د دغه وضعيت وحالت د ښه کولو او لا ښه مديريت لپاره له خپلې سرسختې طالبي سرتنبه ګۍ تېر او له ولس سره په داسې منځلارې لارې مخته ولاړ شي چې نور تېری د پاکستان له دغه بېعزتۍ څخه په خير راخلاص او په خير ترې راټول او يوې خوا ته شو.

مسلماني به مو خپل کار کوي، خو موږ بايد د الله تعالی د يو مخلوق او بشر په توګه دا حق لرو چې نور د ((ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون)) په رڼا کې سره پر خپلو دغه مشکلاتو او بې باوريو له سره سوچ وکړو او سره کښېنو او د حل يوه لار ورته راپيدا کړو او نور پاکستان او نورو ګاونډيو ته هېڅکله د دې چاڼس ورنه کړو چې بيا را کې د مذهب، توکمپالنې، ژبپالنې، سمتپالنې او نورو بېلابېلو پلمو او کمزوريو مو نوره تېری ګټه پورته نه کړي.

اوسنې واکمنې ادارې ته په کار او اړينه ده چې هر څومره ژر کيږي له امارت ممارته تېر شي. امارت ممارت مو څوک په دغه اوتو بوتو څوک نه مني او نه درسره پرې جوړ جاړي ته رسيږي.

دې خپل ولس ته مخه کړئ که چا درسره امارت ومانه، نو موږ ټول به يې درسره بالکل ومنو او در مبارک به يې کړو، خو چې تاسې هم له ولس سره د پوهاوي ژبه پيدا کړئ او د هغې سرتاسري تفاهم په صورت کې چې په هر شي پرېکړه وشوه هماغه به ټولو تهد منلو وړ وي.

دا بايد درته په زغرده ووايم چې دغه د اسلامي امارت په نوم پنجابۍ نسخه درسره څوک نه مني. پنجاب منجاب درسره څوک نه مني. که کوم نيم درسره پټ د رابط په نوم هم وي هغه له ځانه لېرې کړئ. د رابط په نوم پنجابي استخبارات له ځانه لېرې کړئ.

د طالبي واکمنۍ لپاره به اولويت اوس دا وي چې د هرې ممکنې او شته لارې او امکاناتو او له ولس سره په تفاهم کې د کډوالو او نورو افغانانو ستونزه يوې خوا ته کړي. دېته يې هم بايد پام اوسي چې خدای مه کړه پنجابي نظامي او استخباراتي بنسټونه او ادارې په دې چل ول کې داعش راتېر نه کړي او د هېواد په شمال کې يې د منځنۍ اسيا په بېثباتۍ او کمزوري کولو کې ونه کاروي او هم طالبانو ته د دوی په بېثباتۍ او را پرځولو کې ونه کاروي. دا ځکه چې پاکستان په دې اړه پراخه او ښه تجربه لري. زياته وېره شته چې دوی په دغه چل ول او نيرنګ افغانستان يو ځلې بيا ناارامه او ورسره په خوا کې منځنۍ اسيا بېثباته کړي.

چالاکه لغمانيه،

له باجوه سره ستا ناستو او مرکو ايله همدا راپوره شوه چې د انوارالحق کاکړ غوندې د پنجاب او د پوځ لاسپوڅي زموږ د تاريخ ورکولو، ځورونې او بېعزتۍ پسې راخېستې ده. دا ستا د دوحې هغه ناولي غول دي چې ډډوزو يې تېرې ګرده نړۍ په سر اخېستې چې نه يې خپله پاکولی شې او نه پرې پنجابی چوپړي انوارالحق کاکړ. بله لار ترې ورکه ده هسې تورونه ته يې زور ورته کړی دی. که تا کې شرافت وای، نو تا به له باجوه سره داسې له ملنډو ډکه او نيمګړې له غولو ډکه معامله نه کوله.

زه باور لرم که ته د افغانانو په بېعزتۍ، ځورونې او تورنولو خوښ نه وای، نو تا به په ژوند کې داسې بېشرمانه او ګنده معامله نه کوله. دا يو تاريخ دی چې تا ته پاتې شو او تاريخ به يو وخت پر تا قضاوت وکړي. د خپلې غيرتي او با شهامته ولس په بېعزتۍ، ځورولو، تورنولو او تاريخ ورکونې هېڅکله مه خوشالېږه!

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.