ولې په افغاستان کې په تکرار سره سختې زلزلې پېښيږي؟

276
۱۴۰۲ مهر ۲۸, جمعه

په دې وروستيو کې د افغانستان په لويديځ کې پرله پسې زلزلې شوي، خو دغه سيمه اصلا د زلزلو تر ډېر خطر لاندې سيمه نه بلل کيږي. زلزلې څنګه رامنځ ته کيږي او ولې ځينې سيمو ته زيات خطر متوجه دی؟

په افغانستان کې د يو څو ورځو په ترڅ کې پرله پسې ډېرې زلزلې وشوې چې د فقط ۱۰ کيلومترو په ژورتيا يې ډېرې ودانۍ ويجاړې کړې. د آلمان په پوتسدام کې د ځمکې څېړنيز مرکز په خپله انترنتي پاڼه کې يوه مطبوعاتي بيان کې ليکلي چې ښايي د يو څو اوونيو په ترڅ کې لا ډېرې نورې کوچنۍ زلزلې وشي.

افغانستان د هندوکش د ليندۍ شکله لړۍ يوه برخه ده. دغه سيمه زلزلې ګواښي ځکه چې ياده سيمه د دوو تکتونيکي تختو يا ټوټو ترمنځ پرته ده: په سويل کې د هند ټوټه چې هلته د آوراسيا له صفحې سره لګيږي. په تېره په دغه ډول سيمو کې زلزلې ډېرې وي. خو دغه خبره اصلاً د افغانستان په ختيځ پورې اړه لري.

ولې د افغانستان په شمال لويديځ کې ځمکه ولړزېده؟

وروستۍ زلزلې البته د افغانستان په شمال لويديځ هرات ولايت کې وشوې. دغه سيمه د هرات د کنډو په نوم ياديږي چې زلزلې يې اصلاً نه ګواښي. د پوتسدام د ځمکې څېړنيز مرکز وايي چې په تېرو پېړيو کې په دغه سيمه کې ورته ويجاړونکې پېښې هيڅکله هم ثبت شوې نه دي. جيولوجيستان تر اوسه يوازې حدس وهي چې ولې اوس زلزلې رامنځ ته شوې دي.

په عمومي ډول د هندوکش په لوېديځه برخه کې کمه ترينګلتيا موجوده وي نسبت و ختيځې برخې ته يې. خو د پوتسدام کارپوهان کاږي چې د هرات کنډو »ډېر ښکاره توپوګرافيکي بڼه لري چې ښايي په تېر تاريخ کې يې د هندوکش غرونو د رامنځ ته کېدو راهيسې يو مهم رول لوبولی وي.« دا چې دغسې يوه سيمه په سلونو کلونه غيرفعاله وه، خو بيا هم په راتلونکي کې پراخې زلزلې امکان لري. دغسې څه په دې وروستيو کې وليدل شول.

زلزلې څنګه رامنځ ته کيږي؟

د ځمکې بهرنی قشر د يوه پازل په څېر ډېرې پترۍ لري، يعنې يو څو سترې سمندري ټوټې او ډېرې کوچنۍ د لويو وچو ټوټې موجودې دي. دا چې ټول ټال څو کوچنۍ ټوټې يا صفحې موجودې دي، په دې هکله پوهان بېلابېل نظريات لري. دغسې صفحې يا ټوتې د ځمکې پر زړي چې مايع شکل لري، په اصلاح »لامبو وهي.«

دا چې د ځمکې له دننې څخه ماګما راوځي، نو ټوټې خپل موقعيت بدلوي او په کال کې يو څو سانتي متره حرکت کوي. دا د ميليارډونو کلونو راهيسې کيږي او بيخي عادي کار دی. هغه سره بېليږي، يو پر بلې لګيږي يا دا چې يوه تر بلې لاندې کيږي. بيا په دغسې ټوټو باندې پرته لويه وچه هم په حرکت راځي.

دغه خوځښت ته د صفحو يا ټوټو تکتونيک ويل کيږي. دغه تکتونيک د دې سبب هم ګرځي چې ځينې ټوټې سره نښلي. په ډبرو کې يې ترينګلتيا زياتيږي او چې کله تر حده ډېره شي، نو يو دم سره بېليږي. د رېږدېدنې له دغه مرکز څخه د فشار څپې د ځمکې تر سطحې پورې غځيږي او د زلزلو په صفت محسوسيږي.

له دې کبله هغه سيمې ډېرې تر ګواښ لاندې دي، چې د کنډو پر کرښو پرتې وي، يعنې چېرته چې د ځمکې د بهرني قشر دوه تکتونيکي صفحې يا ټوټې سره يو ځای کيږي. د ريشتر په کچه د ۵،۰ درجې وروسته چې د زلزلو کارپوهان ورباندې د یوې زلزلې اندازه تعيينوي، د ليدو وړ زيانونه رامنځ ته کيږي، مثلاً په ودانيو کې درزونه رامنځ ته کيږي. کله چې تر سمندر لاندې زلزله وشي، نو سونامي توپانونه رامنځ ته کېدلی شي. دغه ډول څپې چې په ډېر سرعت سره غځيږي، د سختو سيلابونو سبب ګرځېدلی شي کله چې هغه پر وچې برابر شي. دا چې د ټوټو پر غاړې پرتو سيمو کې تل د رېږدېدنې فعاليتونه شته، نو د سختو زلزلو اټکل ډېر ستونزمن کار دی. دغه خبره فابريس کوتن کوي چې په پوتسدام کې د زلزلې پېژندنې پروفيسور دی.

پس رېږدونه څه شی دي؟

سختې زلزلې تقريبا همېشه کوچنۍ رېږدېدنې هم په ځان پسې لري. دغه پس رېږدونه رامنځ ته کيږي ځکه چې تکتونيکي صحفې د زلزلې په مرکز کې لړزيږي او ډېر وروسته بېرته کراريږي. خو ډېر ضعيف پس زېږدونه هم ډېر زيان اړولی شي. هغه ودانۍ چې د اصلي زلزلې له کبله يوازې لږ زيانمن شوي وي، ورپسې نړيږي او د نورو مړو، ټپيانو او بې کوره کسانو سبب ګرځي. کوتن زياتوي چې »يوازنۍ لاره چې خلک له زلزلو څخه ژغورلی شي، د زلزلې په وړاندې د مقاومت لرونکو ودانيو جوړول دي.«

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.