د هرات لوی غم ته

همت عمرزوی

270
ژوند مرور سوی ژوند نتلی دی.
دلته لوی حشر د مرګ راغلی دی.
چغه د صبوري ځمکې عرش ته ځي.
زړه د طبیعت داغدار چاودلی دی.
وړي د درد دباو سنګین هرات سکوت.
روح د بشریت خاموشه غلی دی.
چوي عاطفه ددې ناورین په تاو.
تاب مو د حواسو تښتېدلی دی.
کِیف د ښوونځي يې د تابوت بالښت.
ګل ماشوم بې وخته رژېدلی دی!
بیا به د هستی نغاره کله وي؟
ښکاري د نېستۍ جرس پوکلی دی.
کر د خوشحالی په زمانو نه سي.
څه د عمر غم یودم کرلی دی!
څوک به د شپانه مخ ته ډوډی ور وړي؟
جوړ لوی قبرستان د خوارو کلی دی.
داغ د تراژيدی همته دغه دی!
نن چې د وطن پرتندي کښلی دی.
١٨\٧\١٤٠٢

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.