رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یو تصویراخیستونکی یې د لبنان په سوېل کې د اسرایيلو له لوري په توغول شوي راکېټ کې وژل شوی او شپږ نور خبریالان ټپیان شوي دي.
دا پېښه پرون (د اګېسټ دیارلسمه، د جمعې ورځ) هغه مهال شوې چې دغه خبریالان د اسراییل پولې ته نږدې په الماالشعب سیمه کې پر کار بوخت و. په دې سیمه کې د اسراییلو او د لبنان حزبالله ترمنځ جګړه روانه ده.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د دغه اژانس تصویراخیستونکی عصام عبدالله چې په ژوندۍ بڼه یې ویډیوي سېګنال د تصویر خپروونکو ته لېږه، وژل شوی دی.
د رویټرز دوه نور خبریالان ثائر السوداني او ماهر نازه هم په دې پېښه کې ټپیان شوي، خو له لومړنۍ درملنې وروسته بېرته ستانه شوي دي.
د فرانسې اژانس هم ویلي چې دوه خبریالان یې پر لبنان د اسراییل له لوري په شوي برید کې ټپیان شوي دي. د الجزیرې خبري شبکې هم منلې چې دوه خبریالان یې ټپیان شوي دي.
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي او د حزبالله یوه استازي د دې پېښې عامل اسراییل بللي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.