د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یو جومات کې چاودنه

313

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې د درنې مرګ ژوبلې خبرونه رارسېدلي.

سرچینو د پلخمري د مرکزي روغتون د صحي چارواکو په حواله ویلي چې له چاودنې وروسته د شاوخوا دېرشو کسانو مړي دې روغتون ته راوړل شوي دي.

دې سرچینو چې نه غواړي هویت یې افشا شي آزادۍ راډیو ته وویل، چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال د شیعه ګانو په امام زمان جومات کې شوې او لسګونه نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.

د خالد په نوم یوه عیني شاهد وویل: “چاودنه په تکیه خانه کې دننه وشوه. تلفات یې خورا زیات دي. حمله انتحاري وه. یو شمېر ټپیان انتقال شوي دي او نور ټپیان لا هم راباسي.”

د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو رویټرز خبري اژانس په بغلان کې د مولوي هاشمي په نوم د یوه طالب چارواکي له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، د چاودنې قربانیان او ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په نورو ولایتونو کې پر شیعه ګانو د پخوانیو دې ډول حملو مسوولیت داعش ډلې منلی.

آزادي رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.