پاکستان ته د مهاجرو د اوسیدو نه اوس څه ګټه نشته

سید عبید الله نادر

217

د جهاد له پیله څخه چې مهاجر د افغانستان څخه پاکستان ته په اصطلاح رامات شول ،او ډله ډله راغلل ،نو له یوه خوا خو افغانان ډیری تعداد سره د پښتنو په سیمه کې دیره شول ،دا ځکه چې ژبه کلتور او زمونږ هر څه شریک ول ،په لمړي سرکې په خپله پشتونخواه کې د مهاجرو ډیر قدر کیده ،د پاکستان عوام پښتنو او بلوڅو د افغانانو ډیر قدر کاوه ، خو پوځ خپلې ګټې په دي کې ځان ته له هماغه وخته لیدی ،او دا ګټې یې د لمړي سر نه ځان ته په کې لیدی ، چې هماغه ګټي ورته ورسیدی ،د دوی غوا لنګه شوه ، د ټولي دنیا نه مرستي وشوي ، او د روسانو له ویری دومره مرستی د دنیا له خوا راغلې ، چې بی حسابه وي ، په دي کې پاکستان نظامیانو او پوځ زیاته برخه په کې ځان ته اخیستی ، او دا زمونږ ټولو د سترګو وړاندی حالات وو، چې زمونږ د سترګو وړاندی تیر شول ،او مونږ ولیدل، د پاکستان پوځ دي پیسو او سلاګانو ته چې د دنیا له خوا چې په لویه کچه کمکونه کیدل ډیر خوشحاله ول ، او د خدای تعالی نه یې د شر لمن نوره هم پسي اوږده غوښته ،ځکه چې د دوی په کې خیر وو ،متل دی په فارسی کې چې وایي :

( داسي شر دي پاڅیږي چې د خلکو په کې خیر وي ) که هر څه وو ،خو په ریښتیا هم د دوی په کې خیر وو، نو د مرستو جَلب او اداره  هم د دي ډیرو لویو ډاکوانو او غلو لاس ته ولویده ، چې هغه پوځ وو ، دوی د دي پیسو نه ډیره په خپل نظامی چارو کې د ځان له پاره او پوځ د پاره مصرف کړی ، چې د راتلونکي له پاره دوی د عامه ژوند د بهتری هیڅ فکر هم دوی و نه کړ ،  لنډه یې دا چې پاکستان او پوځ یې د مهاجرو په راتګ سره ډیری ګټي وکړی ، چې د تصور نه آخوا دي ، په تیره اونی کې د پښتون غورځنګ مشر منظور پشتین سره د آمریکا غږ مرکه وه ، چې د خبرو محور یې همدا وو چې دا زه یې لیکم او مونږ ولیدل :  او د یو سوال په ځواب کې یې وویل چې پاکستان تل د افغان مسلی نه د خپل کارو بار او بزنس په خاطر کار اخیستی ،د افغانانو راپریښودل یې هم د خپل کاروبار او بزنس د پاره کړیدی ، او د دوی شړل او ایستل هم د خپل کاروبار د پاره کوی ،آمریکا د پوځ د دوه مخی پالیسی په خاطر کمکونه ورباندی بند کړل ،نو پاکستان ته د مهاجرو د اوسیدو نه اوس څه ګټه نشته ،نو په دي توګه دا څو ورځو کې یې شور ماشور ګډ کړ ، چې نور مهاجر وباسو ، په تیره هغه مهاجر چې قانونی اسناد نه لري ، چې ورو ورو د نورو د ایستلو له پاره هم لاره آواره شي ،چې مهاجر وباسي ،ځکه اوس د مفتو پیسو درک نشته ،او د دوکه او فریب لارې هم بندی شوی ،او عامه خلک او د دنیا خلک پوهه شويدي ،پاکستان چې کوم د مهاجرو له برکته ګټې وکړې یادول یې په دي مختصر کې ګران کار دی.

د دي له پاره چې زمونږ ساده عوام وغلوی ، نو د هجرت په اول سر کې او لمړیو کلنو کې دا آوازه یې خپره کړه چې ( جهاد افغانستان دفاع پاکستان) او دا خبره ضیاالحق د دوی پخواني رئیس جمهور ډیره کوله او دا د دي له پاره چې د عوامو احساسات راوپاروي او خلک نور هم جهاد ته وهڅوي ،او دوي په کې خبلې ګټې وکړي ، خو د هغی مودی نه تر دي دمه پوری دوي په هیڅ کار کې مونږ سره صادق نه ول ،او د دوي دا خبره هم رسوا شوه چې دوی به ویل او یا ښودل چې مونږ د افغانانو سر خواخوږي لرو ، خو دا ثابته شوه چې دوی په تیره د پوځ مشکوکه زمامداران یې مونږ سره خواخوږي نه درلودله ، خو دا خواخوږي د پاکستان د بلو څو او پښتنو عوامو کې له مونږ سره وه ، خو د پوځ او حکومت نیت یې مونږ  ته ډیر بد وو ،اوس چې په ډیره بیړه مهاجر او بی ترتیبه وباسي نو دا د خواخوږۍ ادعاوي یې هم رَ دوی (خوش بود ګر محکِ تجربه آید به میان، تا سیه روی شود هر که در او غش باشد )د دوی رسوایي او تور مخی نور هم د خدای تعالی څخه غواړو ،دوی په دي بی حسابه پیسیو ځانونه د اټوم بمب خاوندان هم کړل ،اوس هم حکم د مهاجرو د ایستلو پوځ کوي نه عوام.

عوام خو مهاجر با وجود لدي نه چې خپله ډوډۍ ورسره نیمه کړی وه،خو عوام یې نه وباسي ، د پوځ چې اوس شخصی ګټې په کې نشته نو مهاجر وباسي د پاکستان پوځ او د پوځ چارواکي یې ،ډیر بیغیرته او ناسپاسه خلک دي ،او صرف په دي نامه او فلسفه چې پاکستان ته او خپل ملک ته وفا داره دي ،نور د ټوله انسانی قوانینو او د ښه ګاونډیتوب د قوانینو او هر څه نه خپه اړوي ، ډیر کوڅه ډبه خلک د پاکستان پر پوځ حاکم دي ، خدای تعالی دي، دي ملت او پښتنو ته خیر پیښ کړي د لیکلو خو ډیر څه شته خو زه یې لنډوم ځکه چې ډیري اوږدې لیکنې هم خلک نه خوښوي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.