خېريه موسسې: له پاکستانه ستانه شوي افغانان ګڼې ستونزې لري

166
3 ساعتونه مخکې

مرستندویه موسسې وايي له پاکستانه افغانستان ته بېرته ستنېدونکي افغانان له سرحده تر اوښتو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخامخ او تر شنه آسمان لاندې شپې ورځې سبا کوي. پاپ فرانسیسکوس هم د دغو افغان کډوالو په هکله اندېښنه وښوده.

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، خېریه موسسې وايي له پاکستانه افغانستان ته بېرته ستنې شوې کورنۍ له سرحده په اوښتو له سختو حالاتو سره مخ کیږي. پر وینا ېې دوی پرته له دې چې مناسبې سرپناوې، خواړه، د څښاک اوبه او تشنابونه ولري، په راڼه مېدان کې چې هوا هم یو څه سړه ده، ژوند تېروي.

په وروستيو اونیو کې په سلونو زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته تللي او دغه لړۍ هره ورځ ادامه لري. یوه پاکستاني چارواکي د یکشنبې په ورځ وويل چې يوازې د تورخم له لارې په ورځ کې لس زره افغانان بېرته خپل هېواد ته اوړي.

رپوټ زیاتوي، پاکستاني چارواکي د هغو افغانانو چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، کور په کور لټون کوي. پاکستان یوه میاشت مخکې دغو افغانانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې وخت ورکړی وو چې په خپله خوښه افغانستان ته بېرته ستانه شي که نه وبه نيول شي.

له پاکستانه تر ټولو ډېر افغانان د تورخم او چمن له لارو بېرته خپل هېواد ته ستنیږي. د پولې افغانستان لور ته طالبانو دغو مهاجرو ته کمپونه ایجاد کړي تر څو خپلو سیمو ته له انتقالولو د مخه په کې انتظار وکړي.

په تورخم کې ضعیت او امکانات

د ملګرو ملتونو او نورې خېريه موسسې هره ورځ افغانستان ته د زرونو بېرته ستنېدونکو افغانانو ته د امکاناتو برابرولو له پاره کار کوي
د ملګرو ملتونو او نورې خېريه موسسې هره ورځ افغانستان ته د زرونو بېرته ستنېدونکو افغانانو ته د امکاناتو برابرولو له پاره کار کويانځور: Wakil KOHSAR/AFP/Getty Images

مرستندويه موسسو د یکشنبې په ورځ وويل چې په تورخم کې د بېرته ستنیدونکو افغانانو له پاره د اوسېدو مناسب ځای شتون نه لري. دوی وايي مهاجر ډېر لږ د څښاک اوبو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د ځان ګرمولو له پاره حتی د اور بلولو امکانات هم نلري، همدارنګه شپه کې د څراغ رڼا او تشنابونه هم نشته. رفع حاجت په خلاصو سیمو کيږي او روغتيایي امکانات ډېر ضعیف دي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو او نورې خېريه موسسې هره ورځ افغانستان ته د زرونو بېرته ستنېدونکو افغانانو ته د امکاناتو برابرولو له پاره کار کوي.

»د کور ټول سامان مو پاتې شول«

افغانستان ته بېرته ستون شوی یو افغان مهاجر خیال محمد، وايي چې ۱۷ کاله ېې په پېښور کې تېر کړي دي. هغه چې پنځه ماشومان لري یوه اوونۍ مخکې د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتی.

خيال محمد اسوشتيد پریس ته وويل چې پاکستاني چارواکو ورته اجازه ورنکړه چې د خپل کور سامان له ځانه سره راوړي. پر وینا ېې چې خپل او د کورنۍ ټول وسايل ېې په پاکستان کې پاتې شول.

د خیال محمد ۷ کلنه لور پرته له کمپلې یا بړستنې وېده کیږي. هغې د پلاستيکي بوتلونو په سوځولو ځان ته تیار کړی د سهار چای څښې، خو د سړې هوا له کبله ريږدېده. خیال محمد له نړېوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کوي: «موږ نه شو کولی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړو.» هغه وايي: «هغوی [طالبان] څه نه لري ځکه د ېو حکومت په توګه په رسمیت نه دي پېژندل شوي. دلته داسې کورنۍ شته چې هېڅ نه لري، نه ځمکه او نه کور. دوی یوازې تر شنه آسمان لاندې ژوند کوي او د مرستې له پاره هېڅ څوک نشته.»

»له افغانانو پېسې او زيورات اخیستل کیږي«

د ورلد وېژن انترنیشنل خېریه موسسې څخه، تامیندري دا سيلوا، وايي چې اکثره خلک یو وچ خوړ ته انتقاليږي او د انتقال په یو مرکز کې ابتدايي راجستر کیږي.

نوموړې وايي بېرته ستانه شوي خلک یوازې له هغو کالیو سره چې په شا ېې دي، افغانستان خاورې ته دننه شوي، ځکه د دوي ساعتونه، زيورات او نغدې پېسې د پاکستان پر پوله ورڅخه اخیستل شوي دي.

د بېرته ستنېدونکو د تعلیم او راتلونکې په هکله اندېښنې

د بېرته ستنو شوو کورنيو بله ستونزه د تعلیم ده. د سیف دي چېلدرن یا د ماشومانو د نجات صندوق څخه ارشاد ملک وايي، افغانستان اکثره بېرته ستنېدونکي افغانان د تعليمي اسنادو پرته راغلي او دا د دوی له پاره ستونزمنه ده چې په افغانستان کې خپلو زدکړو ته ادامه ورکړي. دوی د افغانستان له پښتو او دري ژبو سره بلدتیا نه لري، ځکه چې په پاکستان کې ېې په اردو او انګلیسي ژبو زده کړې کړي دي.

​​​​مرستندويه سازمانونه وايي افغان کډوال په سرحدونو کې د خوړو او څښاک اوبو د ستونزو تر څنګ د اوسېدو مناسب ځای نلري، روغتیايي او د حفظ الصحه امکانات هم ډېر ضعیف دي
​​​​مرستندويه سازمانونه وايي افغان کډوال په سرحدونو کې د خوړو او څښاک اوبو د ستونزو تر څنګ د اوسېدو مناسب ځای نلري، روغتیايي او د حفظ الصحه امکانات هم ډېر ضعیف دي انځور: Hussain Ali/ZUMA Wire/IMAGO

ارشاد ملک وايي اکثره بېرته ستنې شوې کورنۍ په پاکستان کې د تر تولو بېوزله افغان مهاجر تشکيلوي. هغه دغه ټکي ته په کتو په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو او همدارنګه په قاچاق کې د ماشومانو د ښکېلتا او د فقر له لوړېدو څخه خبرداری ورکوي.

په قاچاق کې د ماشومانو د ښکېلتيا ډېرېدو ته اندېښنه

هغه وايي: «په تورخم کې د ماشومانو له خوا قاچاق یو پخوانۍ ننګونه ده، په همدې دليل په قاچاق او غیرقانوني مالونو په انتقال کې به د ماشومانو ښکېلتيا ډېره شي.»

طالبان وايي چې دوي موظفې کمېټې لري چې «څلوريشت ساعته» پر بېرته ستنو شوو افغانانو د ډوډۍ، اوبو او کمپلو په وېشلو کې مرسته کوي.

د عیسويانو مذهبي مشر، پاپ فرانسیس، په واټیکان کې د خپلې يکشنبې ورځې په وینا کې د افغان مهاجرو په هکله اندېښنه ښکاره کړه. هغه وويل: «افغان مهاجر په پاکستان کې پناه ترلاسه کړې وه، خو اوس نه پوهيږي چې چېرته ولاړ شي.»

په بشري ټولنې له پاکستانه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د جبري ایستلو په هکله اندېښنې زياتې شوي. دوی اندېښنه کوي چې فقير افغانستان به د دغو افغانانو د ادغام توان نه ونلري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.