تعلیمي نصاب: اهمیت، د سمون اړتیا او وړاندیز

محمد ابراهیم شینواری

388

تعلیمي نصاب د یو هیواد د نوي نسل د پوهې، مهارت، مفکورې او قابلیت په زده کړه او شخصیت روزلو کې بنسټیزه برخه لري.  که تعلیمي نصاب مسؤولانه ترتیب او عملي شي، د فرد، کورنۍ، هیواد، خلکو، بشري ټولنې او چاپیریال لپاره ګټور عناصر وړاندې کوي.

ځینې ګزارشونه خپاره شوي دي چې د اوسنۍ ادارې له خوا یې په تعلیمي نصاب د ژورو بدلونونو په باب اندېښنه ښکار کړې ده. له بلې خوا رسنیو هغه سند تر بحثونو لاندې نیولی دی چې د پوهنې وزارت د نصاب د بدلون په باب ترتیب کړی دی.

د دې لپاره چې ما پنځه کاله په پوهنې په وزارت کې دنده تر سره کړې ده او د تعلیمي نصاب د سمون په کار کې مستقیماً شامل وم. خپل نظرونه شریکوم چې که وکړای شم، په یو ډول په دې برخه کې د یو سم لوري په میندلو کې مرسته وکړم.

 

لومړی: د تعلیمي نصاب په باب عمومي قواعد

د نصاب معنی او تعریف:

نصاب په لغت کې حد او اندازې ته وایي. تعلیمي نصاب د زده کړو یو جامع، منظم او پلان شوی پروګرام دی چې تعلیمي لوی هدفونه، د دزه کړو مقاصد، د دزه کړو محتویات، د تدریس او زده کړې میتودونه او پروسې، د زده کړو د جریان بررسي، او د زده کوونکو د تعلیمي نتیجو ارزونه پکې تنظمیږي.

د تعلیمي نصاب د جوړولو هدفونه:

تعلیمي نصاب د دې لپاره جوړیږي چې:

  1. اغیزناکه زده کړې ته لار هواره شي.
  2. د زده کړو یو منظم پلان او جوړښت تنظیم شي.
  3. ټول عناصر د تعلیمي لویو هدفونو سره موازي شي.
  4. د ښوونکو له خوا د زده کړو بررسي رهبري شي.
  5. د زده کوونکو د زده کړو بریاوې او پوهه چټکه شي.

 

د تعلیمي نصاب برخې یا اجزاء:

یو ښه تعلیمي نصاب معمولاً لاندې مهمې برخې لري:

  1. د تعلیم هدفونه او د زده کړې مقاصد.
  2. د مضامینو ډول او محتویات.
  3. د زده کړې مواد او منابع.
  4. د تدریس عمومي میتودونه او ستراتیژي ګانې.
  5. د زده کړو د بررسي او ارزونې میتودونه.
  6. د مضامینو د عناوینو، هدفونو، او ارزونې تسلسل او زمانبندي.
  7. مرستندویه درسي مواد.
  8. انعطاف او د تطابق وړتیا.

دا برخې معمولاً په دوه سندونو کې تنطمیږي چې لومړۍ پنځه مادې د تعلیمي نصاب په چوکاټ(Curriculum Framework)  او دوه پاتې برخې د هر مضمون په مفرداتو په لارښود (Syllabus)  کې ترتیب او تنظمیږي. انعطاف او د تطابق وړتیا باید په دواړو سندونو او ټولو تعلیمي موادو کې موجود وي.

 

د تعلیمي نصاب ستراتیژي ګانې

  1. له ښوونکو سره د همکارې له لارې پلان ګذاري.
  2. د زده کوونکو د زده کړې اړتیاوې او مشخصات په پام کې نیول.
  3. له تعلیمي معیارونو سره د تعلیمي نصاب عیارول او پر یو لوري برابرول.
  4. د تدریس نوښتیزې لارې چارې پکې شاملول.
  5. د تعلیم له پرمختیايي بهیر سره ګډیدل.

 

په تعلیمي نصاب کې شاملې مهمې برخې

  1. پوهه د معلوماتو، حقایقو او اصولو درلودل دي چې د زده کړې او تجربې له لارې ترلاسه کېږي.
  2. مهارتونه: د ځانګړو دندو یا فعالیتونو د اغیزناکه ترسره کولو وړتیا ده، او زیاتره د تمرین او روزنې له لارې رامینځته کیږي.
  3. ذهنیت: د یو شخص احساسي او ذهنی چلند ته ویل کیږي چې د خلکو، شرایطو او ننګونو په وړاندې د هغه لیدلوري او ننګونو ته د ده د ځواب ورکولو ډول ته شکل ورکوي.
  4. قابلیتونه: د پوهې، مهارتونو ، او چلندونو په پلي کولو کې داسې توانمني او حاکمیت دی چې دندې په بریالیتوب سره بشپړې کړي او یا ځانګړي اهداف ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه، ځاني مدیریت، د مسئلو حل، نوښت او ایجاد، د زده کړو د لارو او طریقو زده کړه، همکاري، منتقدانه تفکر، مفاهمه یا پوهاوی، ټول عمري زده کړې او نور مهم قابلیتونه دي چې هر هیواد یې د خپلو لومړیتوبونو له مخې د تعلیمي نصاب په چوکاټ کې د ژوند د اساسي قابیلتونو په نوم درجوي. البته د هر مضمون قابلیتونه بیا د هماغه مضمون په مفرداتو کې جلا تعینیږي.

 

په تعلیمي نصاب کې شامل ارزښتونه:

ارزښتونه د کرکټر او شخصیت د لوړتیا او اخلاقي وړتیا سبب کېږي. زیات انساني ارزښتونه په دیني متونو او قوانینو کې شته او د ټول بشریت تر منځ مشترک دي. خو هر هیواد ترې خپل د تعلیمي نصاب لپاره د خپلو شرایطو او باورونو په رڼا کې انتخاب کوي. په افغانستان باید لاندې او دې ته ورته ارزښتونه په تعلیمي نصاب او درسي محتویاتو کې شامل شي:

  1. تقوا او پرهیزگاري
  2. د عقل کارول او رښتیا پلټنه
  3. خدمتگزاری او مسئولیت منل
  4. نظم او قانون منل
  5. رنګارنګي، انعطاف پذیری او زغم
  6. مثبت فکر او شکرګذاری
  7. وطن دوستي
  8. درناوی
  9. همدردي
  10. ټولنیز مسؤولیت منل

 

د زده کړې ساحې

په لاندې ساحو کې د زده کوونکې پر پوهه او مهارتونو دواړو تمرکز ضرور دی:

  1. اسلامي زده کړې (په افغانستان او اسلامي هیوادونو کې)
  2. ژبې (پښتو، دري او انګیسي)
  3. ریاضیات
  4. ساینس
  5. ټولنیز علوم
  6. فزیکي فعالیت او روغتیا
  7. هنر او ادب (چې له نورو ساحو سره مدغمیدای شي).

 

اساسي مضمونونه

پاس اووه ساحې ټولې مهمې دي، خو که په ریاضیاتو او ژبې ځانګړی تمرکز وشي، د نورو علومو زده کړې ته لار هواروي. د ژبې په سم پوهیدو د پورته ټولو ساحو زده کړې اسانیږي. یعنې که یو څوک ښه لوستل وکړای شي، له لوستلو او اوریدلو وروسته د هغوی په مفهوم سم پوه شي، ښه او سم لیکل وکړای شي، مناسبې خبرې او وینا وکړای شي او د ژبې په قواعدو پوه شي؛ نو هغه بیا دیني، ټولنیز، تاریخي او ساینسي هر متن درکولی شي او کله چې د هغه مضمون پوهه تر لاسه کړي، بیانولی، لیکلی او نورو ته یې ښودلی شي. د ریاضي په زده کړه د ټولو ساینسي مضامینو پوهه او د ژوند د قابلیتونو لکه تفکر، تحلیل او ارزونې مهارتونه پیاوړي کېږي. نو ځکه د دې دوه مضامینو ښه زده کړه هم د نورو ټولو علومو او هم د لوړو زده کړو لپاره پوخ بنسټ جوړوي.

 

د تدریس میتودونه یا طریقې

  • لکچر
  • بحث
  • د مغزو راپارول(Brainstorming)
  • پوښتنې او ځوابونه
  • کیسې او بیلګې بیانول
  • په ګروپي پروژو کار
  • تجربوي او عملي زده کړه
  • عملي کارونه
  • له انلاین منابعو استفاده او نور نوښتیز میتودونه.

تدریسي میتودونه باید د زده کړو له هدفونو سره مناسب وي.

 

د زده کړو بررسي او ارزونه

په تعلیمي نصاب کې د زده کړو د نتیجو بررسي او ارزونه هم شامله وي. دا تر ټولو مهمه برخه ده او موږ ته ښسي چې زده کوونکی خپلو تعلیمي هدفونو ته رسیدلی دی که نه؟ په دې ارزونه کې لاندې طریقې معمولې دي:

  • ازموینې
  • مسابقې
  • پروژې
  • متنونه لیکل
  • پوښتنې حلول
  • عملي کار کول
  • یو نوی شی جوړول
  • پریزینټیشن اراییه کول، او نور،

 

لنډیز

یو ښه تعلیمي نصاب په یو هیواد یا سیمه کې:

  1. د زده کړو یو پوخ بنسټ جوړوي.
  2. د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د زده کړو یو منظم او هدفمند چوکاټ برابروي.
  3. د تعلیمي هدفونو د تر لاسه کولو لارې مشخصوي.

تعلیمي نصاب یو ژوندی او خوځند سند وي چې نوي پرمختګونه او د ټولنې واقعي حالت پکې وخت په وخت منعکسیږي او تر ټولو زیات تمرکز یې د شاګرد په زده کړه وي. نور ټول وسایل او اشخاص د دې لپاره بوخت وي چې شاګرد د وخت او زمانې د اړتیاوو سره سم علم، مهارتونه، مثبت ذهنیت او قابلتونه زده کړي، یا تر لاسه کړي او په عملي ژوند کې تر استفاده وکړي.

دوهم: په افغانستان کې د تعلیمي نصاب د سمون وروستۍ هڅې:

تر انقلابونو مخکې د افغانستان تعلیمي نصاب نسبتاً ښه وو، خو د وخت او زمانې اړتیاوې بدلون مومي او نصاب هم د ژوند د نورو برخو په شان اصلاح او ارتقاء ته اړتیا لري. په انقلابي نظامونو کې پر تعلیمي نصابونو ګوندي او نظریاتي سیوری راخپور شو او د شاګرد او ټولنې تر اړتیا او د وخت او زمان تر غوښتنو زیات د ګوندي او تنظیمي سیاستونو په رنګ ورنګول شو.

تر ۲۰۰۲ کال وروسته تعلیمي نصاب د بهرنیو او افغان پوهانو له خوا له سره ترتیب شو. پدې نصاب او مربوطو درسي موادو کې د نوي عصر زیاتو ملي او نړیوالو غوښتنو ته پام وشو، خو بیا هم ژورې ستونزې پکې پاتې شوې چې ځینې یې دا دي:

  1. درسي ساعتونه او د تدریس وخت کم وو. په ښوونځیو کې د امکاناتو د کمښت له امله د دوه او درې شفټونو اړتیا، د نسبتاً اوږد وخت لپاره د تدریس د امکاناتو نه شتون او د ښوونکو کمښت د دې سبب شو چې افغانستان په یوه تعلیمي کال کې د لس زره ساعتونو په حدودو کې درسي ساعتونه ولري. حال دا چې په نورو هیوادونو کې په منځني ډول دغه ساعتونه پنځلس زره دي. له بلې خوا په افغانستان کې له دغو ساعتونو، ۲۱۵۰ ساعتونه دیني زده کړو ته بیل شوي وو، چې تر ټولو اسلامي هیوادونو زیات دي. د دې په څنګ کې د دوه رسمي ملي ژبو، دریمو رسمي ژبو او انګلیسي موجودیت د ژبو ساعتونه تر معمول حد زیات کړي دي. پدې توګه ریاضیاتو، ټکنالوژۍ او ساینس ته ډېر کم وخت پاتې کیده. د دې په ځنګ کې د افغانستان کلنۍ تعلیمي ورځې چې ۱۷۰ دي، او تر نورو هېوادونو کمې دي چې د ۲۲۰ او ۲۳۰ په حدودو کې دي.
  2. مضامین زیات وو: له دې کم او محدود وخت سره سره د مضامینو شمېر په حیرانوونکي ډول زیات وو. له لومړي تر دریم ټولګیو کې شاګردانو لپاره پنځه او په هغو سیمو کې شپږ کتابه په درسي نصاب کې شامل وو چې دریمه رسمي ژبه پکې هم تدریسیده. له څلورم تر شپږم ټولګیو کې ۱۳ او په هغو سیمو کې ۱۴ کتابه وو چې دریمه رسمي ژبه پکې تدریسیده. له اووم تر نهم ټولګیو کې ۱۷ او په هغو سیمو کې ۱۸ کتابه وو چې دریمه رسمي ژبه پکې تدریسیده او له ‎‎‎لسم تر دولسم ټولګیو کې۱۳ او په هغو سیمو کې ۱۴ کتابه وو چې دریمه رسمي ژبه پکې تدریسیده. له دومره ډېرو محتویاتو سره شاګرد اساسي سواد او شمېر نه شو زده کولای او ځکه د دولسمو ټولګیو زیاتره فارغانو د سمو لیکلو او لوستلو او د حساب د اساسي عملیو د اجراء توان نه درلود. البته ځینې فارغانو فوق العاده استعداد ښودلی دی، خو څه یې خپله هڅه، څه د کورنۍ مرسته او څه د ځانګړو شرایطو نتیجه وه او عام روال دغسې نه وو او نه دی.
  3. درسي میتودونه د وخت سره سم نه وو: ټول تمرکز د محتویاتو په حفظولو کېده او شاګرد تحلیل، د مفاهیمو پوهېدو او مهارت او قابلیت جوړولو ته نه رهبري کېده. بېلابېل درسي میتودونه په ندرت سره عملي کېدل.
  4. ښوونکي د وخت او زمانې د غوښتنو ځواب ویونکي نه وو: د زده کوونکو په شمیر کې د ناڅاپی لس چنده زیاتوالي سره د ښوونکو لس چنده زیاتولو ته هم اړتیا پیدا شوه. د جګړو او انقلابونو په کلونو کې دومره کادرونه نه وو روزل شوي. پخوا روزل شوي ښوونکي هم زیاتره یا نورو مسلکونو ته تللي وو، یا مهاجر شوي، تقاعد شوي او وفات شوي وو او کوم چې موجود وو، شمیر یې کافي نه وو. د زیات شوي ضرورت لپاره د دومره ښوونکو روزل په بېړه نه کېدل، نو له یوې خوا د جعلي شهادتنامو لرونکي کسان د ښوونکو په توګه وګمارل شول او له بلې خوا د ښوونکو د روزنې یو بې نظمه سیستم جوړ شو. غیر مسلکي نادولتي موسسو ته هم دغه کار ورکړل شو او په ولسوالیو کې هم د ښوونکو د روزنې موسسو په نوم کار پیل شو. خو د ۲۰۱۹ کال د نړیوال بانک د سروی له مخې معلومه شوه چې حتی په کابل کې ښوونکي د ژبو او ریاضي اساسي قابلتونه نه لري. مثلاً د کابل ښار د یوې مرکزي سیمې د ریاضي د څلورم ټولګي ښوونکي په دوه خانه یي جمع او تفریق نه پوهیدل.
  5. ژبنۍ او محتوایي کمۍ: د تعلیمي نصاب په کتابونو کې ژبنۍ – املایي، انشايي او ټایپی غلطۍ تر شمېر وتلې وې. کورنۍ او هغه څوک له دې زورېدل چې ښه تعلیمي نصاب او سم درسي محتویات ورته مهم وو. د بېلګې په توګه زموږ یو مشر زړه خوږي لیکوال به ویل چې د معارف په کتابونو کې په ندرت سمه جمله پیدا کیږي.
  6. نورې ستونزې: د درسي چاپیریال نامناسب والی، د برښنا او ټکنالوژي نشتون، د لابراتوارونو او کتابتونو نشتوالی، د ښوونکو کمښت، په ټولګیو کې د شاګردانو زیات شمېر (حتی په یوه ټولګي کې تر ۱۰۰ شاګردانو)، د منابعو ناعادلانه ویش، په نیمایي ولایتونو کې د ناامنۍ له امله د بندو ښوونځیو شتون، د ټولنې لیرې والی، د والدینو کم ګډون، د ښوونځیو د ودانیو کمی، د اوبو او روغتیا ساتنې د سهولتونو نشتوالی او نور ډېر عوامل وو چې د شاګرد سمې او ضروري زده کړې ته یې زمینه نه جوړوله.

د همدې لپاره پوهنې وزارت پریکړه وکړه چې د نورو اصلاحاتو تر څنګ تعلیمي نصاب او درسي مواد په بنسټیز ډول اصلاح شي.

 

تر شره شوی کار:

د تعلیمي نصاب نوی چوکاټ نهایي شو، د ټولو مضامینو مفردات ولیکل شول او د لومړي تر دریم ټولګي کتابونه پوره او تر شپږم ټولګي نیمایي تکمیل شول. د پوهنې وزارت د رهبرۍ په کارډول کې د تفاوت له امله کارونه لږ وځنډیدل، خو اساسي بدلونونو ته لار هواره شوې ده.

د تعلیمي نصاب په چوکاټ کې ټولې هغه برخې شاملې شوې چې په لومړۍ برخه کې تشریح شوې. دغه ټولې برخې په ډېر شفاف او سیستماتیک ډول د تعلیمي نصاب په چوکاټ او مفرداتو کې تنظیم شوي دي. د هر مضمون د مفرداتو لپاره یو یو جامع لارښود ولیکل شو چې پکې د نوموړي مضمون مربوط تیوریکي لارښودونه، لرلید، هدفونه، د تدریس ستراتیژي ګانې، درسي او ممد درسي مواد او د ارزونې لارې د هر عنوان په سطحه تعین شوې. او پورته ذکر شوي درسي کتابونه د هماغو له مخې ولیکل شول. له لومړي تر دریم ټولګيو پورې د ژبې کتابونو د نړیوالو معیارونو له مخې تیار شول چې ټول تمرکز یې په لوستلو دی. د کتابونو شمیر هغه معقول حد ته راټیټ شو چې په یو معیاري تعلیمي سیستم کې موجود وي:

له لومړي تر دریم ټولګیو کې د کتابونو شمیر درې شو (مورنۍ ژبه، ریاضي او دیني علوم). له څلورم تر شپږم ټولګیو کې د کتابونو شمیر شپږ شو (مورنۍ ژبه، دویمه رسمي ژبه، ریاضي، ټولنیز علوم، ساینس او دیني علوم). له اووم تر نهم ټولګیو کې هم د کتابونو شمیر اووه شو (مورنۍ ژبه، دویمه رسمي ژبه، انګریزي ژبه، ریاضي، ټولنیز علوم، ساینس او دیني علوم). له ‎‎‎لسم تر دولسم ټولګیو کې د کتابونو شمیر یو څه زیات پاتې شو ځکه په دغه دوره کې مضامین د تخصصي زده کړو لپاره د اماده ګۍ په پام کې نیولو سره تنظمیم شول. (مورنۍ ژبه، دویمه رسمي ژبه، انګریزي، ریاضي، ټولنیز علوم (په تاریخ او جغرافیه وویشل شول)، ساینس (په کیمیا، بیولوژي او فزیک وویشل شول) او دیني علوم).  د روغتیا او فزیکي فعالیت اساسي مضمون له لومړي تر دولسم ټولګي په نوي نصاب کې شامل شوی دی چې زده کوونکو ته به کتاب نه، بلکې عملي لارې چارې او تمرینونه ښودل کېږي او عملي کیږي. د والدینو او ښوونکو لپاره یې لارښود په پام کې نیول شوی دی، (چې لومړۍ مسوده یې جوړه شوې ده).

البته په هغو سیمو کې چې وګړي یې په دریمه رسمي ژبه خبرې او مفاهمه کوي، د مورنۍ ژبې تر څنګ د دري یا پښتو ژبې کتاب هم شامل شو.

 

درېیم: وړاندیز

اوس چې نوې اداره غواړي تعلیمي نصاب اصلاح یا تعدیل کړي، زما وړاندیز ورته دا دی چې همدغه تر سره شوی کار تکمیل کړي او د اضافي منابعو او وخت د لګښت مخنیوی وکړي.

پدې سره به د زده کوونکو د درسي نتیجو د ښې لاس ته راوړلو سره مرسته وشي او نتیجه به یې دا شي چې زموږ د دولسمو ټولګیو نوي فارغان د وخت او زمانې د اړتیاوو سره سم سواد، علم، مهارت او قابلیت حاصل کړي او یو مثیبت او خیرغوښتونکی شخصیت شي. دا ځوانان به پدې صورت کې د کار پیدا کولو او یا باکیفیته لوړو زده کړو وړتیا ولري او په نتیجه کې به ځان، ټولنې، هیواد او بشریت ته د ګټورو انسانانو په توګه تقدیم شي.

د نوي افغان نسل د باکیفیته روزنې او د نیکمرغه او بریالي ژوند په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.