له (تېر) زده کړه او پر (اوس او راتلونکي) تمرکز

محمد ابراهیم شینواری

301

موږ باید په (تېر) کې محدود نه شوو. له تېر وخته د زده کړې او نورو لارو د نن او سبا پر مسایلو تمرکز وکړو.

که پر تېرو ویاړونو د ځان باورۍ او له بریو او ماتو څخه د درس اخیستلو لپاره تمرکز وکړو، ښه ده. خو که یوازې تېر ویاړونه په افراطي ډول او بیا بیا تکراروو، او پر نن، د نن ورځې د ستونزو پر حل، د یو ښه حالت راوستلو لپاره پر کار او د سبا لپاره د یو روڼ لیدلوري په جوړولو کار ونه کړو. تاوان کوو.

د تاریخ پر تېرو پیښو ستراتیژیک تمرکز له موږ سره مرسته کوي چې:

له بریاوو او اشتباهاتو زده کړه وکړو: تاریخ په دې برخه کې موږ ته ارزښتمن درسونه رامخې ته کوي، چې له مثبتو درسونو یې داسې زده کړه وکړو چې د اوسني وخت په شرایطو او ظروفو کې یې واچوو، لا یې تقویه کړو او د خپل نن او راتلونکي پرختګ لپاره ترې استفاده وکړو.

کلتوري او ملي هویت وساتو: له تاریخ څخه دا هم زده کوو چې زموږ تاریخ او ارزښتونه زموږ د اتحاد او بري سبب شوي دي او کوم شاخصونه وو چې موږ پرې دغه بري ته رسېدلي وو. هغه شخصیتونه، کیسې، روایتونه او بریاوې باید وساتو او درناوی یې وکړو چې موږ یې مثبت لوري ته رسولې یوو.

انتقادي تفکر او تحلیل هېر نه کړو: تاریخي پیښې باید په داسې انتقادي نظر تحلیل کړو، چې د بري او ناکامۍ ټول کورني او بهرني فکټورونه په هراړخیز ډول پکې راشي، او د هغو او نوو فرصتونو او امکاناتو او شرایطو په رڼا کې د نن ستونزو ته د حل لارې پکې ومومو.

تاریخي او فرهنګي میراثونه مهم وګڼو: تاریخ له موږ سره مرسته کوي چې خپل کلتوري میراثونه، هنر، ادبیات او عنعنې وپیژنو او وپوهېږو چې له بنسټه زموږ په جوړښت کې یې څه ډول برخه اخیستې ده.

انګیزه ترې واخلو: تاریخ له داسې کیسو، اشخاصو او حرکتونو ډک دی چې پر ستونزو بریالي شوي دي، صبر او عزم یې کړی او ساتلی دی، او لویې بریاوې یې ګټلي دي. دا کیسې راتلونکیو نسلونو ته انګېزه ورکوي چې دوی هم د خیر او پرمختګ په مزل کې ستړي نه شي، روحیه لوړه وساتي او هدف ته ورسیږي.

د پالیسۍ جوړولو او تصمیم ګیري مسیر ترې زده کړو: دولتوونه او پالیسي جوړونکي کولی شي، تاریخي ارقام او معلومات د اګاهانه پریکړو او پالیسیو جوړولو لپاره په نظر کې ونیسي او استفاده ترې وکړي. له تېرو مثبتو یا منفي تجربو زده کړه موږ ته توان راکوي چې د اغیزناک او یا برعکس مضر کار او عمل په نتیجو له مخکې پوه شوو.

د لانجو مخنیوی وکړو: د تاریخ زده کړه کولی شي، د ستونزو په ریښه یي سببونو رڼا واچوي او مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د دغه ډول ستونزو او لانجو مخنیوی وکړو. دپلوماسي او روغه جوړه د تاریخي بیلګو په رڼا کې کیږي.

پر تېر تاریخ د زیات تمرکز زیانونه او د شاته تګ احتمال

په انتخابي او مشخصو مسایلو تمرکز: تاریخ مو ممکن داسې لوري ته سوق کړي چې ځانګړي جریانونه راته له حده زیات ښه یا له حده زیات بد وښودل شي، چې دا د ناسم قضاوت او په نتیجه کې د ناسم تصمیم سبب کیږي. د بیلګې په توګه که د تاریخ بریالیو برخو ته زیاته توجه وشي، کاذب غرور پیدا کوي. که د ماتو، کمزوریو او ظلمونو کیسې زیاتې ولوستل شي، ناهیلي، بې باوري او د نورو سره د کینې او کرکې سبب کیږي.

په شکایاتو له حده زیات تاکید: کله کله تاریخ انسان دې ته بیایي چې تل له کورنیو چارواکو او بهرنیو تیریو شکایت پکې وي، دا شکایتي روایتونه ذهنونه منفي کوي، نیت او پریکړې یې په عکس العملي لور سوقوي او د روغې جوړې او پرمختګ مخه نیسي.

د پرمختګ ودرول: کله کله تاریخ په خپله دایره کې د ایسارید او پرمختګ د مخنیوي سبب کیږي.

له مخکې تیارو روایتونو ته غورځېدل: تاریخ کله کله د مسایلو د حل لپاره د شخص د نظریو او افکارو سره سم تیارو جوړو شوو روایتونو ته د غورځېدو سبب کېږي او د نوښت، انتقادي تفکر او هیله مندۍ مخه نیسي.

د عمل مخنیوی: کله کله په تېرو پیښو زیات تمرکز د نوي تحلیل، بیاکتنې او د هغوی له مخې د نوي ډول عمل د فلجیدو سبب کېږي. د اوسنیو ستونزو د حل پر ځای په تاریخي اختلافاتو او ستونزو کې بند پاتې کېدل زیاتره منفي نتیجه ورکوي.

له تاریخه ناوړه ګټه اخیستل: کله کله له تاریخي پېښو د خپلو سیاسي، ډله ایزو او شخصي ګټو او پروپاګنډ لپاره سوء استفاده کیږي، چې رښتیا، لوی هدف او سمه لار پکې ورکیږي.

د توپیري چلند لارې خلاصول: کله کله د یو خاص قوم او ډلې پر ضد تاریخي اسناد د هغوی پر خلاف د ظلم، بد چلند او تعصب او تبعیض او په نتیجه کې د هغوی د حقوقو د تلفیدو سبب کیږي.

په نتیجه کې باید دا ومنو چې که د تاریخ مطالعه له یوې خوا د زده کړې او ودې یوه پیاوړې وسیله ده، خو له بلې خوا ترې څخه منفي استفاده هم کېدای شي. نو تاریخ باید د هغه د مثبتو او منفي عواقبو د امکان په پام کې نیولو سره د انتقادي تفکر او پوره ویښتیا په روحیه ولوستل شي چې له منفي اغیزو او شاته تګ مخنیوی وشي. تاریخ باید د عقل، مثبتې انګیزې او نوي فکر وسیله شي، نه د لانجو د زیاتولو او خپلو محدودو اجنداوو ته د استدلال میندلو بهانه. د تاریخ د تېرو بریاوو او ماتو له لوستلو څخه باید په داسې ډول زده کړه وشي چې زموږ د اوسني او راتلونکي حال له بهبود سره مرسته وکړي.

که پر اوس او راتلونکي تمرکز وکړو، د شخصي ودې، او انکشاف، او ټولنیزو پرمختګ او یو روښانه مسیر به لاندې ګټې تر لاسه کړو:

په همدې شېبه کې ژوند کول: شخص ته زمینه جوړوي چې له خپل ژونده خوند واخلي چې د دقت له زیاتېدو، رواني فشار له کېدو، او عمومي روغتیا له ښه والي سره مرسته کوي. همدا راز شخص ته مثبت لیدلوری او هیله بښونکی مسیر ټاکي.

هدف ټاکل او پلان ګذاري: پر اوس او راتلونکي تمرکز د هدف ټاکلو او پلان جوړولو وړتیا او فرصت زیاتوي او زمینه جوړوي چې خپلو هدفونو او هیلو ته ورسیږي. پر راتلونکې دا متمرکزې هڅې د شخصي او مسلکي پرمختګ سبب کېږي.

له بدلون سره تطابق: راتلونکي محوري له ټولنیزو، ټکنالوژیکي او مسلکي بدلونونو او ننګونو سره شخص عیاروي او مقاومت، انعطاف او د نوو فرصتونو میندل ورته اسانوي.

نوښت او پرمختګ: پر راتلونکي تمرکز شخص تکړه کوي چې په بېلابېلو برخو کې نوښت او پرمختګ وکړي او نوې مفکورې، سیستمونه، ټکنالوري او حل لارې راوباسي.

ټولنیز پرمختګ: که دا راتلونکی محور تمرکز په ډله ایز ډول وشي، د ټکنالوژۍ، نوښت، زیربنا، روغتیايي خدمتونو، ښوونې او روزنې، اقتصادي پلانګذارۍ، چاپیریالي ثبات، علمي پرمختګ، عدالت، ټولنیز اتحاد او ستونزو د حل د اوږدمهاله هدفونو په تأمین کې مرسته کوي.

په مجموع کې راتلونکې محوري د لرلید په پراخېدو، مثبت فکر کولو، هیله مندۍ، اوږدمهاله بریاوو، او ټولو احتمالي پېښو ته د تیارۍ لپاره ضرور او ګټور ده.

په تېر کې اوسېدل او له تېر وخت سره زیات پیوند ساتل کله کله د نوستالژیا په نوم یادوي. نوستالژیا یو مغلق، زیاتره یو تریخ احساسي حالت دی چې یو انسان یې له تېرو وختو سره تجربه کوي. دا ډول خلک تېر وختونه، تېر یادونه، تېر خلک، تېرې پیښې، او تېر ځایونه همیشه رایادوي، چې دواړه مثب او منفي احساسات راپارولی شي. احساسي ارام، له هویت سره پیوند، ټولنیز تړون، اروایي فشار جبرانول، انګیزه ورکول، نوښت ته لار هوارول، وخت او ساعت تیرول او ترې زده کړه یې مثبت اړخونه دي. خو په دوامدار ډول پر تېرو وختونو او یادونو تمرکز له اوس او راتلونکي کار، هڅو، پلان، هدفونو او بریاوو د راګرځېدو سبب کیږي، د بدلون منلو قابلیت کموي چې په نتیجه کې د فردي او ټولنیز وروسته پاتې والي سبب کیږي. د دې توازن ساتل ضرور دي چې تېر مثبت وختونه او یادونه ولمانځو خو پر اوس او راتلونکي اساسي تمرکز وکړو. د دغه ډول توازن ساتل د شخصي ودې ټولنیز پرمختګ، او یو پرثمره ژوند سبب کیدای شي.

ټولو ته د ټولو شخصي او ټولنیزو مثبتو بریاوو په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.