د لنډیو پر ټـټـر باندې د گډوالۍ انځور /۱

 آصف بهاند

404

د لنډیو پر ټـټـر باندې د گډوالۍ انځور

لومړۍ برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه‌سوه‌‌شلمه برخه

پاکستانی قانون دې ستا وي

زۀ به درپرېـږدمه کرلي یادگارونه

 

ښه ده چې بیا وطن ته راغلم

د ایراني له «اشغال» خدای بېغمه کړمه

 

موږ د پښتو په مخه راغلو

تا پنجابي کړه، له وطن دې ویستمه

مهاجرت کومه نوې خبره نه ده، انسانان کله د طبیعت له جبر نه، کله د وحشي څارویو له ویرې، کله د جگړې له اوره د تېښتې، کله د ښه ژوند د شرایط په لټه پسې او کله د نورو دلایلو له مخې له خپل کلي، کور، خپلوانو او عزیزانو څخه لرې شوي او رنگارنگ بدلونونه یې په ژوند او فکر کې رامنځته شوي دي.

په افغانستان کې د ورستیو پنځوسو کلنو په موده کې چې کوم سره، شنه، سپین او تور بادونه ــ توفانونه راالوتي دي، د هغو په بوړبوښکیو کې په میلیونونه افغانان له خپلو مینو، نغریو، کلي، کور او وطن څخه بېځایه شوي دي او د نړۍ په هره څنډه کې خواره شوي دي. د افغانانو دغه حالت یو شاعر په شعر کې داسې انځور کړی دی:

افـغـانـان کــــومــــه بـــیـړۍ کــې ســپاره شـــوي

ســم چــې وخــوځــي، نــازل شــي بــــیا طــوفان

نـه یې کــور، شته نه یې کــلی، وطـــن وران دی

کــچــالو غــــونــــدې خــــواره پـــه ټــول جــهان

نــه یــې کـــور شتـه نـه یې لــوری نه آدرس شته

ســـــــرګــــــردان د ورکــــــو لارو لارویـــــــان

له رنگارنگ ظلمونو، د جگړې له سوځنده اوره د خلاصون په پار، د افغانانو لنډه منډه تر دوو گاونډیو هېوادونو (ایران ــ پاکستان) پورې وه چې د مهاجرت په کلونو کې یادو هېوادونو د خپل وطن او اقتصادي حالت د رغولو په غرض اعظمي استفادې ورنه کړې دي؛ خو اوس داسې حالت راغلی چې همدا دوه په اصطلاح مسلمان گاونډیان پر افغانانو باندې سور اور بل کړی دی او بېرته یې خپل وطن ته د تگ امر ورته کړی دی.

د پښتو فولکولوریک شعر لنډۍ، د کډوالۍ له کړاوونو او د کوربنو د رنگارنگ جفاگانو نه رامنځته شوي کړاوونه او فریادونه له هر هنر نه مخکې انځور کړي دي.

د لنډیو مقالو (لنډۍ، د ثبتولو ستونزه) په ځینو برخو کې د لڼدیو د محتوا په باب د بحثونو په برخه کې یادونه شوې وه چې:

لنډۍ د پښتني فلکلور داسې یو قالب دی چې په ټولنه کې هر ډول ښه بد څه چې رامنځته کېـږي، لنډۍ یې په خپله لمن کې رانغاړي، په خپل هنري رنگ یې رنگوي او بېرته یې لوستونکو ته وړاندې کوي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ ام کال د نظامي سیاسي بدلونه په پایله کې زموږ مسلمان نما ، ځو په عمل کافر گاونډیانو (ایران ــ پاکستان) په گډه سره په یوه خوله وویل چې افغان مهاجر دې بېرته خپل وطن ته ستانه شي او بده یې لا دا چې دا په زور ایستل او راشړل له ټولو نړیوالو قوانینو سره په مغایرت کې او له سپکاوي، زورنې او لوټ تالان سره مل پیل شول چې زموږ د مظلومو هېوادوالو د رواني او فزیکي زورونې سبب شول.

د همدغه ناوړه حالت په پایله کې زموږ ځینو وطنوالو خپل دردونه، رنځونه، زورونې. تاوانونه او… د لنډیو په قالب کې راڅرگند کړې دي. دې موضوع ته له هماغه پیل نه زما ورپام و او د یادو ستونزو په باب به مې تخلیق شوې لنډۍ راټولولې. دلته به یې څو بېلگې تاسو درنو لوستونکو سره شریکې کړم.

د لنډیو د دې برخې له پاره مې څو داسې لنډۍ راټولې کړې دي چې په له مهاجرت، له مهجرت نه د رازېږېدلو ستونزو او بېرته وطن ته راستنېدلو سره تړاوو لري. دا داسې لنډۍ دي چې له گاونډیو هېوادونو څخه درایستل شوو وطنوالو په ستونزو پورې تړلې دي:

نورې د هيچا کډې نه ځي

دا يو افغان دى کډې ښکته پورته وړينه

 

پاکستانی قانون دې ستا وي

زۀ به درپرېـږدمه کرلي یادگارونه

 

وطن دې خپل و، ورته لاړې

خوار پېښور دې لکه مور ژړا کوینه

 

ښه ده چې بیا وطن ته راغلم

د ایراني له «اشغال» خدای بېغمه کړمه

 

بلۍ ته وخېژئ عالمه

تماشه وکړئ، موږه کډې باروونه

 

زموږه کډې درنه لاړې

راپسې ژاړي ستا د کلي چنارونه

 

اسمانه ګړز وهه رالوېـږه

پرما قیامت دی چې پر ټولو قیامت شینه

 

زړه مې د غم قصه‌خانه ده
د پېښور ډمې دوګړې پکې وهينه

 

نه به انځر د ورځي ګل شی

نه به افغان زړگی له غمه خالې شینه

 

که مرور یې باک یې نه‌شته

د بېلتانه ناره دې زړه سوری کوينه

 

لالیه مخکې شه لار گوره

زما لیدلې لارې ټولې بندې دینه

 

زړه به مو ولې نه خوږېـږي

له موږ نه غرونه، غرونه خلک تللي دینه

 

پر مادې وکړل، پر تا وشه

پر تا چې وشي، تماشي به دې کومه

 

په بل وطن کې قدر نه‌شته

زموږ خواري هسې عبثو کې شمېرینه

 

شکر هغه ساعت بیا راغی

چې د وطن پر بيرغ وشیندم گلونه

 

موږ د لیلام پر مېز پراته یو

څوک به مو پېري، بیا به کوم پلو ته ځوونه

 

د غریبۍ بار به هم يوسم

له خپل وطنه مې دې څوک نۀ بېلوينه

 

وطن چې کله را په یاد شي
سرپه زنګون شمه په چیغو وژاړمه

 

لیونی زړه می وطن غواړی
لکه د للمې غنم غواړي بارانونه

 

موږ د پښتو په مخه راغلو

تا پنجابي کړه، له وطن دې ویستمه

 

کاکړ، کاکړ نه دی ککړ دی

چې یې په لنډ مهال راجوړ کړل ډېر غمونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.