د نی د شمېرو له مخې له ۱۴۷ ټلویزیوني رسنیو څخه ۷۷ یې د ستونزو له امله بندې دي.
نن د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون نړیواله ورځ ده.
نی، چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوي، د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ په څه باندې دوو کلونو کې ۵۲ سلنه ټلویزوني رسنیو کار بند کړی دی.
د نی د شمېرو له مخې له ۱۴۷ ټلویزیوني رسنیو څخه ۷۷ یې د ستونزو له امله بندې دي.
نی لیکلي چې په افغانستان کې په تیرو دوو لسیزو کې ټلویزیون د یوې رسنۍ په توګه د بیان د ازادۍ، د معلوماتو ورکولو او د خلکو د ذهنونو په روښانه کولو کې مهم رول لوبولی دی. په وينا يې البته په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ځانګړي ډول د ټلویزیونونو وضعیت د قناعت وړ نه دی. دغه سازمان له هغو ملي او نړیوالو بنسټونو څخه د ملاتړ غوښتنه کړېده چې د رسنیو د شته ستونزو د حل لپاره کار کوي.
د دغې خبر پاڼې په یوه برخه کې راغلي: «نی دغه راز له چارواکو [طالبانو] غوښتي چې د رسنیو لپاره د مالیاتو او مالي تضمینونو په اړه له سره غور وکړي، ترڅو په افغانستان کې شته رسنۍ له منځه لاړې نه شي.»
د رسنیو د ملاتړ بنسټ نی د افغانستان له آزادو رسنیو په ځانګړې توګه له ټلویزیونونو غوښتي، چې خپل فعالیتونه د بې پرې والي او خپلواکۍ د اصولو پر بنسټ پرمخ یوسي، څو یاد شوي ارزښتونه ژوندي پاتې شي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته د رسنیو د ملاتړو بنسټونو موندنې ښيي چې د رسنیو آزادي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ترلاسه شوې وه، د یادې ډلې تر واکمنۍ وروسته په چټکۍ سره له منځه تللې ده.
د رسنیو او خبریالان لپاره د شرايطو د سختېدلو تر څنگ په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي، ګواښونو او نيولو پېښې هم زياتې شوي او د رسنيو لپاره کاري فضا هم خورا محدوده شوې ده.
د ښځينه خبريالانو شمېر په بې ساري ډول کم شوی او دغه راز ښځینه خبریالانې نه شي کولی پرته له ماسکه په ویډیویې خپرونو او خبري برخو کې راڅرګندې شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.