څیړنه: ۱۷ میلیونه نوي زیږدلي ماشومان له لوږې څخه رنځ وړي

207
۱۴۰۲ آبان ۲۹, دوشنبه

په اصل کې ملګرو ملتونو ځانته هدف ټاکلی وو چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې به له نړۍ څخه ولږه ختموي، خو دې هدف ته رسیدل حتی د کوچنیو ماشومانو په برخه هم ډیر لیري ښکاري. په نړیواله کچه له ولږې سره د مخامخ ماشومانو شمیر پر لوړیدو دی.

د ماشومانو د حفاظت سازمان «سیف دی چلنډرن» د هغو ماشومانو زیاتیدونکي شمیر له کبله چې د زیږیدو له وخت راهیسې له ولږې سره مخامخ دي د خطر زنګ غږولی دی.

د یوې تازه څیړنې له مخې په ۲۰۲۳م کال کې په مجموع کې ۱۷،۶ میلیونه ماشومان په داسې حال کې نړۍ ته سترګي پرانیزي چې له ولږې سره مخامخ دي.

د دغې څیړنې په اساس په تیرو لسو کلونو کې د هغو نویو زیږیدلو ماشومانو شمیر، چې د خوړو له کمښت (سوء تغذي) سره مخامخ دي یو پر پنځمه برخه لوړ شوی دی.

په المان کې د نوموړي سازمان مشر فلوریان ویستفهال وویل: «تر ۱۷ میلیونو ډیر ماشومان سږ کال په داسې یو وضعیت کې زیږیدلي دي چې یا خو دوی پخپله او یایې هم مېندې چې دوی ته شیدې ورکوي په کافي اندازه خواړه نه لري».

نوموړي واضح کړه دا « په یوه دقیقه کې په اوسط ډول ۳۳ ماشومان دي، لا یې په لومړي ځل سا نه ده اخیستې چې راتلونکی یې له خطر سره مخامخ دی» په ځانګړي توګه هغه ماشومان چې په افغانستان او کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې زیږیږي.

په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې لږ تر لږه یو پر څلورمه برخه د نفوس یې له اوږدمهاله ولږې سره مخامخ دی او په دغه هیواد کې به په روان کال کې ۱،۵ میلیونه ماشومان په ولږه کې یا په بل عبارت سوء تغذي حالت کې وزیږیږي.

افغانستان بیا د آسیایي هیوادونو د نوملړ په سر کې ځای نیولی دی. ویل کیږي چې په دغه هیواد کې به په ۲۰۲۳ م کال کې د ماشومانو شمیر ۴۴۰ زرو ته ورسیږي. د دې څیړنې په اساس په نړیواله کچه د ولږې په ارتباط د زیږیدونکو ماشومانو په مجموع کې ۹۵ سلنه موارد یې په آسیا او افریقا کې دي. په دغو ارزونو کې تر اوسه پورې د غزې تراډې روان کړکیچ په پام کې نه دی نیول شوی.

د دې کار دلیل د نړیوالې ټولنې پریکړنده اقدام وو. د نوموړي سازمان په حواله: «وروسته بیا ارقام نسبتاً ثابت پاتې شول، خو په ۲۰۱۹م کال کې په شدید ډول لوړ شول او په همدې منځ کې بیا د لسو کلونو مخکې په پرتله اوس ۲۲ سلنه لوړ شوي دي.»

دا په دې معنی چې د ملګرو ملتونو سازمان هغه هدف ته د رسیدلو له پاره لا اوږده لاره پرته ده چې له مخې یې دغه سازمان په پام کې لري تر ۲۰۳۰م کاله پورې په بشپړ ډول له نړۍ څخه د ولږې تغر را ټول کړي.

ستونزه پخپله انسانانو جوړه کړې ده

ویستفهال وویل: «ولږه له دغو نجونو او هلکانو څخه د دوی ماشومتوب غلا کوي، د هغوي خیالونه لمنځه وړي، د هغوي د لوبو، ښوونځي ته تګ او صحتمند لویدلو مخه نیسي.»

ولږه کوم طبیعي ناورین نه، بلکې پخپله انسانانو رامنځته کړې: «دا زمونږ په لاس کې ده، چې د سوء تغذي ماشومانو شمیر په واضح ډول را ټيټ کړو، لکه په تیرو کلونو کې چې مو کړې وه».

د ماشومانو د حقونو مدافع سازمانونه د ولږې په مقابل کې د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کوي. ویل کیږي چې تر ټولو عمده دلایل یي اقتصادي بې ثباتي، شخړې او اقلیمي شوکونه دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.