دخوشال بابا په اشعاروکې ځینې ترکي ویي

لطیف یاد

231

دخوشال بابا په اشعاروکې ځینې ترکي ویي (کلمې )
——————————————————–
خوشال بابا یو داسې شاعر و چې دپښتو ژپې سربېره یې پر نورو ژبو هم پوره برلاسی درلود. خوشال بابا په پارسي ژبه هم ښه پوهېده اوپه پارسي ژبه یې هم ځیني شعرونه ویلي دي .همداراز دعربي ژبې دکلمو اثر او اغیزه هم دده په شعرونوپریوتې ده .
دده په کلام کې ځینې دچغتایي ترکي لغات هم شته چې زه به دهغه په اشعارو کې دځینو هغو ویو بېلګې دلته راوړم :البته دا خبره باید زیاته کړم چې چغتایی ترکي چې ایغور او اوزبکانو پرې خبرې کولې او دترکي ژبې یوه لهجه وه دګوډ تیمور له زمانې نه دشلمې پیړۍ تر لومړیو و ختونو پورې دمنځنۍ ایشیا ترک توکمه خلک پرې ګړېدل او دازبکانو مشهور شاعر امیر علي شیر نوایي هم په چغتایي ترکي کې شعرونه ویلي دي او دهند مغولي واکمنانو هم په دغه ژبه ګړېدل او مغولي بابر هم خپل دیوان په چغتایي ترکي ژبه لیکلی و چې په اوسنۍ ترکي ژبه کې اوس داویي ډیر نه کارول کیږي .
خوشال بابا چې دچغتایي ترکي کوم ویي ( کلمات ) پخپلو اشعارو کې کارولي دادي :
۱- سیورغال= سیورغال ترکی ویی دی چې انعام، مدد معاش، مالي بخشش او جاګير ته وايې چې دپوځي خدمت په تر سره کولو سره ترلاسه کيږي٠لکه خوشال بابا چې وایی:
داهمه زمادتورې صدقه ده
پښتانه چې پر ګنې خوري سيورغال
۲- کنګاش= مشوره ، سلا
لیوني شول پښتانه په منصبونو
خدایه! ما ژغورې له هسې غضبونو
د کنګاش علم د چا دی د تورزنو
لکه څوک لولي قرآن په مکتبونو
د کنګاش له علمه هیڅوک خبر نه دي
خبر داریم د هر چا په مشربونو
۳-یلغار= داپه اصل کې ایلغار دی یعنې ددښمن پر پوځ برید ته وايي، موږ په پښتو کې اوس ورته یرغل وایو چې دبرید په مانا دی.
۴= یغما= تاراج اولوټ
۵=چاق= تندرست
۶- تاراج= لوټ اوتالان
۷= آماج = په نخښه کول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.